د سلواغې د څلورمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکیو لیکلي دي: له دوړو سره د مقابلې لپاره د یونیم سل میلیون ډالرو له بیلولو سره د انقلاب د معظم رهبر موافقه.
خبر زیاتوي چې د بودجې برابرولو د کمیشن ویاند د ۱۳۹۷ کال په بودجي کښې د ملي پراختیا له صندوقه مجموعاً د څلور میلیارډ ډالرو له اخیستو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د موافقې خبر ورکړ.
یوسف نژاد وویل چې دا بودجه به د دفاع، د راډیو او ټیلیویژن د ادارې، د زلزله ځپلو سیمو د بیارغونې، د ماشومانو د مختلفو ناروغیو د مخنیوي، کلیو ته د اوبو رسونې، اوبه خور او داسې نورو برخو کښې ولګي.
خو اطلاعات د دې خبر ترڅنګ له یوې سمندري بیړۍ څخه د قدیر په نامه کروز توغندي د توغول کیدو یو ستر انځور هم راخیستی او ورسره یې لیکلي دي: په محمد رسول ا...(ص) مانوره کښې (قدیر) لرواټنه توغندی په کامیابۍ سره وتوغول شو.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د (محمد رسول ا... ص ۵) نومې ګډې مانورې د اصلي مرحلې په دویمه ورځ د سمندري ځواک بیړیو د قدیر په نامه لرواټنه کروز میزائل په توغولو سره په عمان سمندې کښې لرې ولاړه د فرضي دښمن کشتۍ تباه کړه.
قدیر نومې لرواټنه کروز توغندی چې د ایران د پوځ د سټراټیجک سمندري ځواک لخوا په وړومبي ځل په عملیاتي توګه وازمویل شو، یو ډیر پرمختللی او ضد سطحي توغندی دی.
د قدیر کروز میزایل مهمې ځانګړتیاوې د اهدافو رسا ویشتل او د ویجاړولو زیات قدرت دی چې په دغو ګډو پوځي مشقونو یا مانوره کښې په بریمنه توګه وازمویل شو.
د (محمد رسول ا... ص ۵) په نامه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځونو ګډه مانوره د ځمکني، سمندري، هوايي ځواکونو او د خاتم الانبیاء دافع هوا ځواکونو په شتون سره د مکران په سواحلو او عمان سمندر کښې د دوو ورځو په موده ترسره شوه.
د دې دوه ورځنۍ مانورې پيغام د سیمې د هیوادونو لپاره صلحه او دوستي اود سیمې د سمندرونو او د انرجۍ د انتقالي کرښو د امنیت د تامینولو لپاره د اسلامي ایران د توان زیاتول دي.
ابتکار:
په تهران کښې چاپیدونکې ابتکار ورځپاڼې د نورو خبرونو نه علاوه د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا د منشي څرګندونې راخیستې دي چې وايي: په برجام کښې د بیا خبرواترو هیڅ امکان نشته.
هغه وویل: برجام یو بشپړ او نه تجزیه کیدونکی سند دی او په هیڅ ډول حالات کښې پکښې د بیا خبرواترو امکان نشته.
علي شمخاني پرون په یوه مرکه کښې د برجام (ایټمي موافقې) د چیلنجولو لپاره د امریکې د وروستیو اقداماتو په هکله څرګنده کړه: برجام له ۵+۱ ډلې سره موافقې ته د رسیدو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت لږترلږه غوښتنې دي.
شمخاني د برجام د ژمنو په اجرا کښې د امریکې خنډ اچونو ته په اشارې سره زیاته کړه: په داسې حال کښې چې پر خپلو ژمنو د ایران له بشپړې پابندۍ سره سره ځیني اقتصادي بندیزونه ې د امریکې او حتی د اروپا د ژمنو په چوکاټ کښې باید ختم شوي وی، ختم نه شول او په برجام کښې د بیاکتنې او غور خبره یوه سپکه او د امریکې د ولسمشر له توهم څخه رامینځته شوې خبره ده.
ښاغلي شمخاني وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو د ټولګې د بشپړې اجماع په چوکاټ کښې تهران به د خپل دفاعي توان او توغندوي موضوع کښې له هیڅ کوم هیواد سره هیڅډول مذاکره ونه کړي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي څرګنده کړه چې په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت اقدامات د ملګرو ملتو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سره هیڅ ټکر نه لري او د اسلامي ایران له ټکاؤ رامینځته کونکو کړنلارو د غلط انځور جوړولو لپاره د امریکې هلې ځلې په سیمه کښې له ترهګرۍ په اوزاري استفاده کښې د واشنګټن او د هغه د ملاتړو د ماتې له امله دي.
ایران:
دې ورځپاڼې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر بیګانۍ خبرې راخیستي چې وايي:
د ډونالډټرمپ فیصله به دصهونیسټی رژیم دپاې ټکی شي.
خبر زیاتوي چې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه بیګا د فلسطین او سیمې له موضوع سره داړونده وروستیو بدلونونو په باب ووئیل ، هماغه ډول چې بالفور اعلامیه د صهونیسټ رژیم دپنځولو پیلامه وه ، د قدس په باب د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فیصله به هم د دغه وحشی اوتیریګر رژیم د پای پیلامه شي .
ا سماعیل هنیه همداراز زیاته کړې ، زمونږ یوازینۍ غوښتنه اوموخه خپل تاریخی ټاټوبی ته د فلسطنییانو بیرته ستنیدل دی ږ
هغه دحماس غورځنګ دیوه لوړپوړی غړی محمد حمدان دناکام ترور په محکوم کولو سره ووئیل دغه جنایت په حقیقت کې په لبنان کې دفلسطینیانو موجودیّت په نښه کړی دی او صهونیسټان د دغه جنایت مسئول دی .
دحماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر روښانه کړې دفلسطینیو بندیانو موضوع به دمونږ دلومړیتوب په سر کې وی او مونږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې مقاومت بندیانو ته وفادار دی او پخپلو ژمنو پابند دی . هغه ددې خبرې په کولو سره چې دقدس موضوع د سیمې د ټولو بدلونونو چورلیز ده ،زیاته کړې، سیمې اونیواکی فلسطین ته د امریکا د ولسمشر د مرتسیال مایک پنس سفر سپیرۀ دی او د ټرمپ دقدس ضد فیصله او دمایک پنس وروستۍ څرګندونې او دصهونیسټ رژیم وروستۍ فیصلې دفلسطین دموضوع به وړاندې ګواښونه دی ، چې له دغو ټولو ګواښونو سره مقابله یوازې په مقاومت او ټینګې دریدا سره کیدلی شي.
کابل چاپ:
له کابله خپرېدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډېره په کابل کې د انټر کانټیننټل هوټل د شوې حملې په اړه د بېلابېلو اړخونو په غبرګونونو بحثونه کړي دي.
سرخط
سرخط ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د کابل په انټر کانټیننټل هوټل د حملې په اړه د سپینې ماڼۍ غبرګون راخېستی او لیکلي یې دي چې له دې حملې وروسته سپینې ماڼۍ په پاکستان غږ کړی دی چې د حقاني شبکې جګړه ماران او طالب وسلهوال ونیسي او یا دې افغانستان ته راوشړي.
ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یوه ویاند په حواله لیکلي دي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو طالبانو ته پناه ورکړې چې له هغه ځایه په افغانستان کې د جګړې پلانونه جوړوي.
د ورځپاڼې په وینا د سپینی ماڼۍ لهخوا دا امر داسې مهال شوی دی چې پر انټر کانټیننټل هوټل د حملې پر مهال د نیول شوي موټر له پلټنو معلومه شوې ده چې په موټر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي مواد د پاکستان دي.
ورځپاڼې د سرلیکنې په پای کې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې له دې موقع دې ګټه پورته کړي او ټول هغه اسناد دې راټول کړي چې وښيي پر انټر کانټیننټل حمله د پاکستان په فرمایش شوې ده.
مسیر
مسیر ورځپاڼې هم پر انټر کانټیننټل هوټل د حملې په اړه د سپینې ماڼۍ په غبرګون بحث کړی او لیکلي یې دي چې اوس افغان حکومت باید له دغې حملې څخه په نړیواله کچه د افغانانو د مظلومیت د ښکاره کولو لپاره استفاده وکړي.
ورځپاڼې پر انټرکانټیننټل هوټل له حملې وروسته د افغان چارواکو په حواله لیکلي دي چې دا حمله د حقاني شبکې د ډیورنډ له کرښې پورې غاړې پلان کړې وه، خو د ورځپاڼې په وینا اوس پوښتنه دا ده چې افغان حکومت له دې ادعا وروسته څه کول غواړي؟
ورځپاڼې لیکلي دي چې په کار ده په کابل کې د وروستۍ حملې په اړه د سپینې ماڼۍ د غبرګون هرکلی وشي او افغان چارواکي باید له دې حملې نه په استفادې نړۍ ته وښیي چې هغه ترهګر چې د پاکستان استخبارات یې ملاتړ کوي په افغانستان کې څه ډول جرمونه کوي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې اوس په پاکستان د فشار لپاره تر ټولو ښه وخت دی، ځکه چې ظاهراً د امریکا دریځ هم بدل شوی او پاکستان له فشار سره مخامخ دی.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په کابل کې پر وروستۍ حملې د سپینې ماڼۍ د غبرګون په اړه څو بېلابېل مطالب خپاره کړي دي او لیکلي یې دي چې له پاکستانه د طالب مشرانو شړل د افغانستان په ګټه ده او د ورځپاڼې په وینا د دې غوښتنې هرکلی کوي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې له پاکستانه د طالبانو د مشرانو شړل به دوی د «آی. اېس. آی» له ولکې وباسي چې بیا به د سولې بهیر په اړه په خپلواکه توګه پریکړه وکړای شي.
د ورځپاڼې په وینا که طالبان د پاکستان د استخباراتو په ولکه کې نه وای، نو لا ډېر پخوا به یې سوله کړي وه او داسې څه به یې نه کولای چې پر ځان ټولې لارې بندې کړي.
ورځپاڼې وړاندې د ټرمپ ادارې د ویاندې په حواله لیکلي دي چې پاکستان ته به اجازه ورنهکړي چې خاوره یې د افغانستان پر ضد وکارولی شي، حال دا چې د ورځپاڼې په وینا پر انټر کانټیننټل هوټل حمله هم په پاکستان کې پلان شوې ده.
ورځپاڼه لیکي چې پاکستان د ترهګرو ډلو د پاللو او په افغانستان کې یې د نیابتي جګړې د پرمخ بیولو لپاره اوس مهال د نړیوالې ټولنې لهخوا تر سخت فشار لاندې دی.
ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د طالب مشرانو په وړاندې د اقدام کولو لپاره له اسلاماباد څخه د امریکا غوښتنه جدي ده چې پهکې پاکستان ته دوه انتخابه ایښودل شوي دي.
د ورځپاڼې په وینا د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز پاکستان ته په خطاب کې ویلي دي چې یا دې طالب مشران په خپله خاوره کې ونیسي او یا دې هم افغانستان ته وشړي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې دا غوښتنه داسې مهال شوې ده چې له دې مخکې هم امریکایي چارواکو پاکستان ته خبرداری ورکړی وو، که اسلاماباد د حقاني شبکې او طالب مشرانو د لهمنځه وړلو په برخه کې له امریکا سره همکاري ونهکړي، نو واشنګټن به خپله لاس په کار شي.
************/////////////////*************