ایران دقدرت ځانګړی بیلګه رامینځته کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64997-ایران_دقدرت_ځانګړی_بیلګه_رامینځته_کړی_ده
زمونږ خبریال وایی په ایران کښې دچین پخوانی سفیر «هوا لی مینګ» پرون په پیکینګ کښې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د نهه څلویښتمې(۳۹) کلیزې په مراسمو کښې وویل دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې د سیاسی قدرت یوه(۱) ځانګړه بیلګه رامینځته کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2018 02:14 Asia/Kabul
  • ایران په تیرو نهو دیرشو(۳۹)  کلونو کښې له جنګ ، ترهګرو حملو ، کلابندۍ ، بایکاټونو او ډیپلوماټیکې انزوا سره ښکیل شوی .
    ایران په تیرو نهو دیرشو(۳۹) کلونو کښې له جنګ ، ترهګرو حملو ، کلابندۍ ، بایکاټونو او ډیپلوماټیکې انزوا سره ښکیل شوی .

زمونږ خبریال وایی په ایران کښې دچین پخوانی سفیر «هوا لی مینګ» پرون په پیکینګ کښې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د نهه څلویښتمې(۳۹) کلیزې په مراسمو کښې وویل دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې د سیاسی قدرت یوه(۱) ځانګړه بیلګه رامینځته کړی ده .

هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت نه یوازې د خپلو خلکو لپاره یو (۱)نوی باب پرانیسته بلکې د ساړه جنګ په اخر کښې یې نړیوال جیوپولټیک حالت هم بدل کړ .

په ایران کښې د چین پخوانی سفیر« هوا لی مینګ» ټینګار وکړ په ایران کښې داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د امریکا د نفوذ ساحې په  مجبورۍ سره د شوروی او عراق له سرحدونو د فارس خلیج دجنوب خوا ته شاتګ وکړ او ددغه سیمې له سطله غواړو ځواکونو سره دمخالفت او دغه راز د عدالت غږ لا پسې پیاوړی شو .

هغه وویل ایران په تیرو نهو دیرشو(۳۹)  کلونو کښې له جنګ ، ترهګرو حملو ، کلابندۍ ، بایکاټونو او ډیپلوماټیکې انزوا سره ښکیل شوی خو خپلواکۍ او واکمنۍ یې ساتلی او په انتخاب شوی لاره کښې مخ ته روان دی .