دصهیونیسټ رژیم عسکرو ډیر فلسطینیان ژوبل کړی
-
په تیرې جنورۍ میاشت کښې دصهیونیسټ رژيم دعسکرو لخوا نهه(۹) فلسطینیان شهیدان او دوه سوه درې(۲۰۳) نور ژوبل شوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د فلسطین سرې میاشتې بیګا په یوه (۱)راپور کښې وویل په قدس ښار او په لویدیځې غاړې کښې د ښارګی میشته خلکو او د صهیونیسټ رژیم په یرغل کښې دوه دیرش(۳۲) فلسطینیان ژوبل شول .
د فلسطین سرې میاشتې (هلال احمر ) وویل دصهیونیسټ رژیم عسکرو او ښارګی میشته خلکو دقدس په شمال کښې په کفر عقب کلی او دلویدیځې غاړې په ختیځ کښې پروت په اریحا ښار کښې له فلسطینی ځوانانو سره جګړه وکړه .
د فلسطین سرې میاشتې زیاته کړه د صهیونیسټ رژیم پوځیانو په فلسطینی ځوانانو دجنګی او پلاسټیکی ګولیو ډزې وکړې او دهغوې دتیت پرک کولو لپاره یې اوښلن ګازونه وشیندل .
د صهیونیسټ رژیم په ډزو کښې په کفر عقب کلی کښې یوه (۱)فلسطینی انجلۍ سخته ژوبله شوی هم ده .
دفلسطین د انتقاضې اینټرنیټ سایټ په یوه (۱)راپور کښې ویلی دی په تیرې جنورۍ میاشت کښې دصهیونیسټ رژیم دعسکرو لخوا نهه(۹) فلسطینیان شهیدان او دوه سوه درې(۲۰۳) نور ژوبل شوی .
په تیرو څو اونیو کښې نیواکی ټاټوبی دقدس پرضد دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیصلې او ښارګی جوړولو کښې دصهیونیسټ رژیم د چارواکو په اقداماتو د فلسطین دخلکو د اعتراض او د نښتو ډګرونه دی .