حزب الله غورځنګ له اسرائیلو سره مبارزې ته دوام ورکوی
-
امریکا د صهیونیسټ رژیم بشپړه پلوي ده او د مینځګړیتوب په ادعا سره دډیپلوماسۍ له لارې خپلو هدفونو ته ددښمن د رسیدا کوشش کوي .
زمونږ خبریال وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل دغه غورځنګ له حکومت سره مرستې او دصهیونیسټ رژیم تیریو ته ځواب ورکولو ته تیار دی .
هغه پرون په سیمه کښې دایران د رول په قدرونې سره وویل صهیونیسټ رژیم دلبنان سمندری او ځمکنیو حقونو ته تاوان نشی رسولی .
د لبنان دحزب الله غورځنګ دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم په دې خبرې سره چې امریکا له ایران سره ټکر ته مخه کړی ده وویل ایران د مقاومت دتفکر اصلی ملاتړی دی او امریکا د کمزوری شوی او ویشل شوی سیمې غوښتونکی ده او داسرائیلو ملاتړی هم ده .
شیخ نعیم قاسمی ټینګار وکړ صهیونیسټ دښمن دمقاومت دقدرت په وجه د لبنان پرضد تیری نشی کولای او د لبنان سمندری او ځمکنی حقوق هم له مینځه نشی وړلی .
دغه راز دلبنان په کابینې کښې د ځوانانو او د ورزش د چارو وزیر او دحزب الله غورځنګ نامتو غړی محمد فنیش په «صیدا» ښار کښې په یو لړ دستورو کښې په دې خبرې ټینګار سره چې د فلسطین دخبرو تجربې ثابته کړه چې امریکا رښتیونی مینځګړی نه ده وویل امریکا د صهیونیسټ رژیم بشپړه پلوی ده او د مینځګړیتوب په ادعا سره دډیپلوماسۍ له لارې خپلو هدفونو ته ددښمن د رسیدا کوشش کوی .
محمد فنیش په دې خبرې ټینګار سره چې لبنان نه تسلیمیږی وویل دبیروت حکومت باید چټک په اختلاف وړ سیمو کښې دلبنان سرحدونه معلوم کړی او دغه هیواد هیڅ ډول تیری نه منی .