قدس یو اسلامي ټاټوبی دی او تل به اسلامي پاتې شي
Apr 21, 2018 16:52 Asia/Kabul
د مصر شیخ الازهر ټینګار وکړ چې قدس یو اسلامي ټاټوبی دی او تل به اسلامي پاتې شي.
شیخ الازهر احمد طیب وویل: قدس ښار د مسلمانانو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
هغه زیاته کړه چې د قدس شریف په هکله د صهیونیسټانو ادعاوې د منلو نه دي.
د شیخ الازهر په وینا، د قدس هویت تل اسلامي و او اسلامي به پاتې شي.
قدس یا بیت المقدس ښار چې د مسلمانانو وړومبۍ قبله مسجدالاقصی پکښې ده، د فلسطین نه بیلیدونکې برخه او ډیره مهمه اسلامي ودانۍ ګڼله کیږي خو دغه ښار له ۱۹۶۷ کال راهیسې د اسرائیل رژيم په نیواک کښې دی.
ټیګونه