الهی تعلیمات دسیمې پرخلکود امریکایانو ظلم روانه ګڼی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69912-الهی_تعلیمات_دسیمې_پرخلکود_امریکایانو_ظلم_روانه_ګڼی
د قدس رضوی د آستان متوّلی یا منجوّر وئیلی،په ایران کې دمسیحیان،زرتشتیانو اویهودیانو پشمول دتوحیدی دینونو ډیر پیروکار د خپلو مسلمانو وطندارو ترڅنګ له سولې او دوستۍ سره یو ځای ګډ سوله ایز ژوند کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2018 13:31 Asia/Kabul
  • الهی تعلیمات دسیمې پرخلکود امریکایانو ظلم روانه ګڼی

د قدس رضوی د آستان متوّلی یا منجوّر وئیلی،په ایران کې دمسیحیان،زرتشتیانو اویهودیانو پشمول دتوحیدی دینونو ډیر پیروکار د خپلو مسلمانو وطندارو ترڅنګ له سولې او دوستۍ سره یو ځای ګډ سوله ایز ژوند کوی .

زمونږخبریال راپورراکړ  د قدس رضوی  د آستانې تولیت او منجور  حجةالاسلام  سید ابراهیم رئیسی  در وسیې د تاتارستان  جمهوریت د مسحیانو ستر پادری   سره په کتنې کې  ووئیل ،  دابراهیمی د ینونو  هیڅ ډول تعلیمات    دفلسطین ، سورئې  او عراق پر خلکو د امریکایانو ،انګریزانو او اسرائیلیانو  ظلم روا نه ګڼی .

  ابراهیم رئیسی  په دغې کتنې کې وئیلی،   داعش او القاعدې په څیر ترهه ګرې ډلې    داسلام له نامې سره خیانت کوی ، امریکا او صهونیسټ رژیم  هم  دمسیحیّت او یهودیّت په نامې سره  پر خلکو ظلم کوی او دهغوی  شتمنۍ  چورتالان کوی.

  د قدس رضوی  د آستان  متوّلی یا منجوّر  وئیلی ، په ایران کې  دمسیحیان، زرتشتیانو اویهودیانو پشمول   دتوحیدی دینونو ډیر پیروکار  د خپلو مسلمانو  وطندارو تر څنګ  له سولې او دوستۍ سره  یو ځای  ګډ سوله ایز  ژوند کوی .  هغه  دمسلمانو هیوادونو اوملتونو ترمینځ  د وحدت   او یووالی  دساتنې  ضرورت ته په اشارې سره  ټینګار کړی ،  تر څو چې  دسیمې د  هیوادونو ترمینځ  اتحاد وی ،نو د  امریکا په مشرۍ  دنړیوال استکبار دسیسیې  به اغیزمنې نه شی .  د روسیې د تارستان جمهوریت ستر پادری هم  په  دغې کتنې کې  ووئیل  پر هیوادونو د امریکا سلطه اویو قطبی  نړۍ  او نظام دوران تی شوی دی او امریکا په نړۍ کې د خپل ځای  دساتلو لپاره  دایران اوروسیې ترمینځ  د اختلافات او درز په رامینځةکولو پسې  دی چې پاید  د دغې دسیسې په  مقابل کې هوښیار او ځیر ووسو.  هغه زیاته کړې ، د  بشریّت تاریخ ثابته کړې ده ، چې   هرڅوک له  الهی احکاماتو سره  د مبارزې لپاره راپورته شی ،  نو   تباهی  و نابودی  دهغه په تمه وی.