روسیه یوازې د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس پلټنې منی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70496-روسیه_یوازې_د_اټومی_انرژۍ_دنړیوال_اژانس_پلټنې_منی
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا(Maria Zakharova) وویل ماسکو دایران داټومی پروګرام په ارتباط د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس له تضمین او پلټنو پرته بل هیڅ ځای ناستی نه منی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2018 00:11 Asia/Kabul
  • روسیه باوري ده چې په ایران کښې داټومي انرژۍ دنړیوال اژانس پلټنو ته اړونده ټولې چارې باید په دقیق ډول د اژانس د اوزارونو په چوکاټ کښې حل شي .
    روسیه باوري ده چې په ایران کښې داټومي انرژۍ دنړیوال اژانس پلټنو ته اړونده ټولې چارې باید په دقیق ډول د اژانس د اوزارونو په چوکاټ کښې حل شي .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا(Maria Zakharova) وویل ماسکو دایران داټومی پروګرام په ارتباط د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس له تضمین او پلټنو پرته بل هیڅ ځای ناستی نه منی .

هغې دایران د اټومی پروګرام په اړه دصهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو  دپروپاګنډې په اړه دیوې(۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل ماسکو داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس د پلټنو روده منی نه دا چې بیلابیل ډول انحرافات  او  ګونګوسې چې له بده مرغه حاضردمه ډیرې زیاتې دی .

زاخارووا وویل روسیه باوری ده چې په ایران کښې داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس پلټنو ته اړونده ټولې چارې باید په دقیق ډول د اژانس د اوزارونو په چوکاټ کښې حل شی او هره مسله چې نیغ  په نیغ  د اټومی موافقې داجرا له بهیر سره اړونده ووسی یوازې د ایران او د پینځه جمع یوې ډلې په ګډ کمیسیون کښې ورباندې غور کیدلای شی .

دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو چې د چټی نندرو په ترسره کولو مشهور دی په تیرې دوشنبې  ورځ په یوه (۱)نوی اقدام کښې د څو کاغذونو ، عکسونو او د سی ډی یانو په ښودلو سره ایران د اټومی وسلو د جوړولو لپاره په پټې هڅې تورن کړ .