دامریکا په ژمنو او وعدو اعتماد کول لیونتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71234-دامریکا_په_ژمنو_او_وعدو_اعتماد_کول_لیونتوب_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله نړیوالو قوانینو او پریکړه لیکونو ته دامریکا نا پاې بندۍ ته په اشارې سره وویل له هغو ټولو تجربو وروسته چې له امریکا سره لاس ته راغلی دی ددغه هیواد په ژمنو او وعدو باور کول لیونتوب دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2018 01:37 Asia/Kabul
  • امریکا په خپله د نړیوالو پریکړه لیکونو او قوانینو پاې بندۍ نه کوي .
    امریکا په خپله د نړیوالو پریکړه لیکونو او قوانینو پاې بندۍ نه کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله نړیوالو قوانینو او پریکړه لیکونو ته دامریکا نا پاې بندۍ ته په اشارې سره وویل له هغو ټولو تجربو وروسته چې له امریکا سره لاس ته راغلی دی ددغه هیواد په ژمنو او وعدو باور کول لیونتوب دی .

دلبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله په دې خبرې سره چې انسانی ارزښتونه  دامریکا په فیصلو کښې هیڅ ځاې او اهمیت نلری  ټینګار وکړ دامریکا لپاره په لومړۍ درجې کښې د خپل هیواد  او بیا د صهیونیسټ رژیم ګټې اهمیت لری .

حسن نصر الله په نیواکی جولان سیمه کښې د سوریې د پوځ وروستیو عملیاتو ته په اشارې سره وویل هغه څه چې په نیواکی جولان کښې ترسره شول په سوریې د صهیونیسټ رژیم تیریو ته دځواب ورکولو یو (۱)مورد دی او داسرائیلو لپاره د دغه حملې پیغام دا دی چې له سزا کیدا پرته له سیمې نشی وتلی .

هغه ټینګار وکړ هر هغه هیواد چې خپل برخلیک له امریکا سره اړونده کړی او خپلې فیصلې دامریکا په ژمنو د اعتماد له لارې غوره کړی نو په غلطه دی .

د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله په دې خبرې سره چې دلبنان او دفلسطین ملتونه باید په قدس کښې دامریکا د سفارت دپرانیستلو په شمول په سیمه کښې د  واشنګټن د حکومت له اقداماتو د عبرت درس واخلی وویل امریکا په خپله د نړیوالو پریکړه لیکونو او قوانینو پاې بندۍ نه کوی او داپه داسې حال کښې دی چې له نورو هیوادونو غواړی دغو قوانینو ته پاې بند ووسی .