دامریکا ولسمشر یوځل بیا په ناټو نیوکه وکړه
-
ټرامپ د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ دانتخاباتو د کمپاین په وخت هم ناټو یوه(۱) له کاره لویدلي موسسه بللي وه
فارس خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ټرمپ چې په ځلونو یې په پوځی برخو کښې د کمو پیسو دلګولو په خاطر دناټو په غړو هیوادونو نیوکه کړی ده بروکسل ته د سفر او دناټو دمشرانو په غونډې کښې د ګډون په درشل کښې په ناټو خپله نیوکه بیا تکرار کړه .
هغه نن وویل د بودجې ژمنو ته دناټو دځینو غړو هیوادونو بې پامۍ غیر منصفانه ده .
ولسمشر ټرمپ وویل امریکا د ناټو دغړیو هیوادونو دساتنې لپاره له هغوې زیاتې پیسې لګوی او دغه چاره د امریکا دمالیاتو ورکونکو لپاره انصاف نه دی او په دې حالت سره امریکا له اروپایی اتحادیې سره په تجارت کښې یوسل یوپنځوس(۱۵۱) میلیارډه ډالره له لاسه ورکوی .
ټاکل شوی ده چې دامریکا ولسمشر ټرمپ سبا ددوهم(۲) ځل لپاره د ولسمشر په توګه په بیلجیم کښې دناټو په غونډې کښې ګډون وکړی .
ټرامپ د ۲۰۱۶ میلادی کال د ولسمشرۍ دانتخاباتو د کمپاین په وخت هم ناټو یوه(۱) له کاره لویدلی موسسه بللی وه .