دناټو غړی هیوادونه باید بودجه دوه برابره کاندی
-
دناټو سرمشریزه به نن د بیلجیم په پلازمینې بروکسل کښې پاې ته ورسیږي .
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز وکړ دناټو غړی هیوادونه باید ددغه تړون په بودجې کښې د خپلې ونډې د ورکولو لپاره خپله پوځی بودجه دوه (۲)برابره کړی .
هغه د بیلجیم په پلازمینې بروکسل کښې د ناټو دغړو هیوادونو د مشرانو په غونډې کښې وړاندیز وکړ ددغه تړون غړی هیوادونه خپله پوځی بودجه دخپل ناخالص تولید له دوو(۲) فیصدو څخه څلورو(۴) فیصدو ته ورزیاته کړی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ تل دناټو د مصوبې دفاعی بودجې په تامینولو کښې چې دداخلی تولید دوه(۲) فیصده پکښې راځی په اروپایی هیوادونو په تیره بیا جرمنی نیوکه کړی ده .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په ناټو نیوکې سره ویلی وو امریکا ددغه تړون له نورو غړو هیوادونو زیات لګښتونه ورکړی دی .
ټرمپ دناټو له مشر ینس سټولټبرګ سره په کتنې کښې دجرمنی پرضد سختې لهجې سره وویل دجرمنی په شمول دناټو غړی هیوادونه له روسیې د انرژۍ په اخیستلو په میلیارډونو ډالره لګوی په داسې حال کښې چې امریکا باید د روسیې په مقابل کښې ددغو اروپایی هیوادونو د ساتلو لپاره په میلیارډونو ډالره بیل کړی .
دامریکا او د ناټو دغړیو هیوادونو ترمینځ اختلافاتو په بروکسل کښې ددغه تړون دمشرانو په غونډې سیوری غوړولی دی .
دناټو سرمشریزه به نن د بیلجیم په پلازمینې بروکسل کښې پاې ته ورسیږی .