ترکیه د سعودی عربستان د خبریال په اړه غور کوی
-
دسعودي عربستان چارواکو نوموړی خبریال په کنسولګرۍ کښې شکنجه کړی او بیا یې وژل او مړی یې ټوټی ټوټی کړی وو .
زمونږ خبریال وایی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل د سعودی عربستان په رژیم د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقچی د برخلیک په اړه په لوړه سویه تحقیقات کوی .
هغه د سعودی عربستان وژل شوی خبریال خپل دوست وباله او ویې ویل مسول چارواکی د سی سی ټی وی کیمرو (Closed-circuit television)په عکسونو د غور په حال کښې دی وو او استنبول ته په تلونکو لارو څارنه کوی .
جمال خاشقچی د اکتوبر په دوهمه(۲) نیټه د ترکیې په استنبول کښې د سعودی عربستان کنسولګرۍ ته له ننوتلو وروسته بې درکه شو .
ویل کیږی چې دسعودی عربستان چارواکو نوموړی خبریال په کنسولګرۍ کښې شکنجه کړی او بیا یې وژل او مړی یې ټوټی ټوټی کړی وو .
دسعودی عربستان ال سعود دیکتاتور رژیم هیڅ ډول نیوکه نه منی او په کوچنۍ نیوکې مهم شخصیتونه او خلک نیسی او بیا یې په مرموز ډول وژنی چې ژوندی مثال یې خبریال جمال خاشقچی دی .