ترکیه د سعودی عربستان د خبریال په اړه غور کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77111-ترکیه_د_سعودی_عربستان_د_خبریال_په_اړه_غور_کوی
زمونږ خبریال وایی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل د سعودی عربستان په رژیم د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقچی د برخلیک په اړه په لوړه سویه تحقیقات کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2018 09:03 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان چارواکو نوموړی خبریال  په کنسولګرۍ کښې شکنجه کړی او بیا یې وژل او مړی یې ټوټی ټوټی کړی وو .
    دسعودي عربستان چارواکو نوموړی خبریال په کنسولګرۍ کښې شکنجه کړی او بیا یې وژل او مړی یې ټوټی ټوټی کړی وو .

زمونږ خبریال وایی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل د سعودی عربستان په رژیم د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقچی د برخلیک په اړه په لوړه سویه تحقیقات کوی .

هغه د سعودی عربستان وژل شوی خبریال خپل دوست وباله او ویې ویل مسول  چارواکی د سی سی ټی وی کیمرو (Closed-circuit television)په عکسونو د غور په حال کښې دی وو او استنبول ته په تلونکو لارو څارنه کوی .

جمال خاشقچی د اکتوبر په دوهمه(۲) نیټه د ترکیې په استنبول کښې د سعودی عربستان کنسولګرۍ ته له ننوتلو وروسته بې درکه شو .

ویل کیږی چې دسعودی عربستان چارواکو نوموړی خبریال  په کنسولګرۍ کښې شکنجه کړی او بیا یې وژل او مړی یې ټوټی ټوټی کړی وو .

دسعودی عربستان ال سعود  دیکتاتور ر‎ژیم هیڅ ډول نیوکه نه منی او په کوچنۍ نیوکې مهم شخصیتونه او خلک نیسی او بیا یې په مرموز ډول وژنی چې ژوندی  مثال یې خبریال جمال خاشقچی دی .