عربستان باید د خبریال د وژلې دوسیه ښکاره کړی
زمونږخبریال وایی د بښنې نړیوالې موسسې (Amnesty International) په نړیوالې ټولنې غږ وکړ د سعودی عربستان دچارواکو لخوا د عقیدتی مخالفانو د ځپلو په وړاندې غلی کې ننی او په ریاض دباو راوړی چې د خبریال جمال خاشقچی(Jamal Khashoggi) د مبهمې دوسیې راز معلوم شی .
د بښنې دنړیوالې موسسې د مینځنی ختیځ د تحقیقاتو مدیر لین معلوف (Lyn Maalouf.) وویل دې په ترکیې کښې د سعودی عربستان په رژیم د نیوکه کونکی لیکوال او خبریال جمال احمد خاشقچی دمړینې په اړه دخپلواکه تحقیقاتو غوښتونکی دی او غواړی ددغه جنایت عاملان دهغوې څوکیو ته له پام پرته د عدالت منګولو ته وسپارل شی .
معلوف په دې خبرې سره چې د خاشقچی وژله دنړۍ په هر ځاې کښې د سعودی عربستان د مخالفانو او د بشری حقوقو د دفاع کولو لپاره خطرناک ګواښ ووسی ټینګار وکړ دغه موضوع له عربستان څخه بهر د امن ځایونو د موندلو لپاره د عربستان د سیاسی فعالانو هڅه او لټون له سخت ګواښ سره مخ کوی .
په تیر یوه کال کښې په تیره بیا د سعودی عربستان د ولی عهد په توګه د محمد بن سلمان له انتصابیدا وروسته چې په سیمه کښې د امریکا او د اسرائیلو سیاستونه تعقیبوی ددغه هیواد په لسګونو تاجران، روحانیون ، شاهزادګان، علما، شاعران ، دپوهنتون استادان ، مدنی فعالان په تیره بیا ښځینې فعالې نیول شوی دی .