په ترکیې کې د عربستان د کونسلیټ د تالاشۍ غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77130-په_ترکیې_کې_د_عربستان_د_کونسلیټ_د_تالاشۍ_غوښتنه
د انقرې حکومت د ال سعود په کورنۍ د اعتراض کوونکي خبریال  جمال خاشقجي د ورکیدو په اړه د ترکیې په استانبول کې د عربستان  له کونسلیټه د پوښتنو او تالاشۍ غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2018 02:53 Asia/Kabul
  • په ترکیې کې د عربستان د کونسلیټ د تالاشۍ غوښتنه

د انقرې حکومت د ال سعود په کورنۍ د اعتراض کوونکي خبریال  جمال خاشقجي د ورکیدو په اړه د ترکیې په استانبول کې د عربستان  له کونسلیټه د پوښتنو او تالاشۍ غوښتنه وکړه.

 

د ترکیې د این ټي وي چینل د راپور له مخې د ریاض په سیاستونو د اعتراض کوونکو خبریال له ورکیدو یوه اونۍ وروسته چې  په استانبول کې د عربستان کونسلیټ ته له ننوتلو وروسته ورک شو، د انقرې دولت د هغه د د ورکیدو په اړه د دغه کونسلیټ د تالاشۍ او پلټنو غوښتنه کړې ده.

د دغه راپور له مخې  په استانبول کې د عربستان د کونسلیټ د  تالاشۍ غوښتنه  په انقرې کې د دغه هیواد سفیر ته استول شوې ده.

په انقرې کې د  عربستان سفیر هم چې تیره چارشنبه په دې اړه د ترکیې خارجه وزارت ته بلل شوی و یو ځل بیا دغه وزارت ته وغوښتل شو.

د سعودي خبریال جمال خاشقجي د ورکیدو کیسې چې لا یې برخلیک نه دی معلوم سعودي عربستان ته یو ځل بیا د رسنیو پام اړولی دی.

دغه خبریال  د اکتوبر په دوهمه نیټه کله چې په استانبول کې د عربستان کونسلیټ ته داخل شو ، ورک شوی دی.

دغه فعال سعودي کره کتونکی تیر کال د عربستان د مقاماتو په ځینو فیصلو او په یمن کې د ریاض په مداخلې له اعتراضه وروسته  د سعودي رژیم له ویرې له دغه هیواده بهر ته لاړ.