سعودی عربستان د خبریال د مړینې په اړه مرسته نه کوی
-
سعودي عربستان په نړۍ کښې دترهګرو ډلو ستر ملاتړی رژیم دی او هیڅ نیوکه او مخالفت نه مني او په کوچنۍ خبرې خلک وژني .
زمونږ خبریال وایی دترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل تراوسه په استنبول کښې د سعودی عربستان د خبریال جمال خاشقجی دبې درکه کیدا په ارتباط تحقیقاتو کښې د عربستان لخوا هیڅ ملګرتیا نه ده شوی .
مولود چاوش اوغلو وویل سعودی عربستان باید ملګرتیا وکړی او د خبریال جمال خاشقجی د بې درکه کیدا په پیښې د غور لپاره په استنبول کښې دعربستان کنسولګرۍ ته د ترکیې دچارواکو د ورننوتلو اجازه ورکړی .
د سعودی عربستان خبریال جمال خاشقجی څه موده مخکې په استنبول کښې د خپل هیواد کنسولګرۍ ته د واده د سند د ثبتولو لپار ورغلی وو خو له دغه ودانۍ بهر نه دی راوتلی .
ویل کیږی چې سعودی عربستان دغه خبریال د کنسولګرۍ دننه وژلی او بیا یې مړی بهر وړی دی .
سعودی عربستان په نړۍ کښې دترهګرو ډلو ستر ملاتړی رژیم دی او هیڅ نیوکه او مخالفت نه منی او په کوچنۍ خبرې خلک وژنی .