سعودی عربستان د خبریال د مړینې په اړه مرسته نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77259-سعودی_عربستان_د_خبریال_د_مړینې_په_اړه_مرسته_نه_کوی
زمونږ خبریال وایی دترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل تراوسه په استنبول کښې د سعودی عربستان د خبریال جمال خاشقجی دبې درکه کیدا په ارتباط تحقیقاتو کښې د عربستان لخوا هیڅ ملګرتیا نه ده شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2018 01:04 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په نړۍ کښې دترهګرو ډلو ستر ملاتړی رژیم دی او هیڅ نیوکه او مخالفت نه مني او په کوچنۍ خبرې خلک وژني .
    سعودي عربستان په نړۍ کښې دترهګرو ډلو ستر ملاتړی رژیم دی او هیڅ نیوکه او مخالفت نه مني او په کوچنۍ خبرې خلک وژني .

زمونږ خبریال وایی دترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل تراوسه په استنبول کښې د سعودی عربستان د خبریال جمال خاشقجی دبې درکه کیدا په ارتباط تحقیقاتو کښې د عربستان لخوا هیڅ ملګرتیا نه ده شوی .

مولود چاوش اوغلو وویل سعودی عربستان باید ملګرتیا وکړی او د خبریال جمال خاشقجی د بې درکه کیدا په پیښې د غور لپاره په استنبول کښې دعربستان کنسولګرۍ ته د ترکیې دچارواکو د ورننوتلو اجازه ورکړی .

د سعودی عربستان خبریال جمال خاشقجی څه موده مخکې په استنبول کښې د خپل هیواد کنسولګرۍ ته د واده د سند د ثبتولو لپار ورغلی وو خو له دغه ودانۍ بهر نه دی راوتلی .

ویل کیږی چې سعودی عربستان دغه خبریال د کنسولګرۍ دننه وژلی او بیا یې مړی بهر  وړی دی .

سعودی عربستان په نړۍ کښې دترهګرو ډلو ستر ملاتړی رژیم دی او هیڅ نیوکه او مخالفت نه منی او په کوچنۍ خبرې خلک وژنی .