دپاکستان د زیارتوالو لومړۍ ډله ایران ته راورسیدله
-
تیر کال د پاکستان د حسیني اربعین کابو څلویښت زره (۴۰۰۰۰) زیارتوال ایران ته راغلي وو .
تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان د زیارتوالو د حسینی اربعین لومړنۍ ډله پرون دایران سیستان او بلوچستان ولایت ته راورسیدله .
د پاکستان د زیاراتولو په حسینی اربعین کاروان کښې کابو درې سوه(۳۰۰) ښځې او ماشومان شامل دی او دغه کاروان د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت د اربعین د ولسی کمیټۍ د خادمانو په هرکلی سره ایران ته راورسید .
د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت د اربعین د ولسی کمیټۍ مسول رضا بختیاری وویل تیر کال د پاکستان د حسینی اربعین کابو څلویښت زره (۴۰۰۰۰) زیارتوال ایران ته راغلی وو چې اټکل کیږی په روان کال کښې دغه شمیر اویازرو (۷۰۰۰۰) ته ورسیږی .
رضا بختیاری د پاکستان دحسینی اربعین زیارتوالو ته د درملنې او د روغتیا د خدماتو وړاندې کولو ته په اشارې سره وویل ګڼ شمیر ډاکټران او د درملنې مسول کسان په خپله خوښه د پاکستان زیارتوالو ته خدمات وړاندې کوی .
دروان میلادی کال داکتوبر دمیاشتې دیرشمه(۳۰) چې د ۱۴۴۰ هجری قمری کال د صفرې دمیاشتې شلمه(۲۰) نیټه کیږی په کربلا کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو ددریم(۳) امام حضرت حسین علیه السلام او دهغه دوفاداره ملګرو د شهادت اربعین دی او دنړۍ په میلیونونو خلک په دې ورځ د حسینی اربعین په مراسمو کښې دګډون لپاره کربلا ته ورځی .