اروپایی هیوادونه باید په عربستان دباو راولی
-
اروپايي هیوادونه باید د ریاض د کړچار د بدلولو لپاره په عربستان دباو راولي .
زمونږخبریال وایی د اروپا دبهرنیو اړیکو شورا وویل د سعودی عربستان د خبریال جمال خاشقجی د بې درکه کیدا په هکله باید خپلواکه تحقیقات وشی .
دغه شورا پرون وویل د خبریال جمال خاشقجی وژله له مخکې څخه زیات په مینځنی ختیځ کښې د سعودی عربستان د بې ثباتۍ د رامینځته کولو رول په ګوته کوی او اروپایی هیوادونه باید د ریاض د کړچار د بدلولو لپاره په عربستان دباو راولی .
د اروپا دبهرنیو اړیکو شورا وویل د عربستان د یوه خبریال جمال خاشقجی بې درکه کیدل او وژل د مینځنی ختیځ د اوسنی حالت په اړه یو بل ویرونکی پیغام دی خو دغه پیښه ددې ښودنه کوی چې په دغه سیمه کښې دیوه حکومت (عربستان ) لخوا چې احتمالا د امریکا او د اروپا ترټولو نږدې سیمه ییز متحد دی کوم ډول اقدامات له سزا کیدا په کامل ډول خوندیتوب سره ترسره کیږی .
دغه شورا وویل د خبریال جمال خاشقجی په وژلو کښې د سعودی عربستان بې شرمۍ اروپایی حکومتونه مجبوروی دفارس خلیج له هیوادونو سره له بې قید او شرط ظاهری اړیکو کښې د ورځ تر بلې کورنیو اندیښنو ته په پام سره بیا کتنه وکړی .
د اروپا د خارجی اړیکو شورا ټینګار کوی که چیرې اروپا اوس په سعودی عربستان د خپلو اقداماتو په وجه دډیر مسولیت دمنلو لپاره دباو رانه ولی ممکنه ده چې ریاض له دې زیات خطرناک کارونه ترسره کړی .