ترکیه د نړیوالو قوانینو پراساس عمل کوی
-
د تحقیقاتو هدف د داخلي او نړیوالو عمومي افکارو خبرول دي چې جمال خاشقجي څرنګه بې درکه او وژل شوی دی .
زمونږخبریال وایی د ترکیې د عدلیې وزیر عبدالحمید ګل وویل که چیرې د سعودی عربستان دخبریال جمال خاشقجی د بې درکه کیدا په پیښه کښې تورونه ثابت شی نو د نړیوالو قوانینو پراساس به چلند وکړو .
هغه وویل د سعودی عربستان په ال سعود رژیم دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د ټرور د دوسیې په اړه تحقیقات په دقت او په کم وخت کښې په ټولو مرحلو کښې ترسره کیږی او انقره د خاشقجی د مړینې پیښه په دقت سره تعقیبوی او مدیریت کوی او په دې اړه د تحقیقاتو پټ ساتل باید وساتل شی .
د ترکیې دعدلیې وزیر عبدالحمید ګل وویل د تحقیقاتو هدف د داخلی او نړیوالو عمومی افکارو خبرول دی چې جمال خاشقجی څرنګه بې درکه او وژل شوی دی .
ویل کیږی چې دسعودی عربستان د امنیتی ځواکونو ځانګړی ډاکټر صلاح الطبقی په اوو(۷) دقیقو کښې د جمال خاشقجی مړی د ترکیې په استنبول کښې د عربستان په سفارت کښې ټوټی ټوټی کړی وو .