د جمال خاشقجی د ټرور ډلې یو غړی وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77391-د_جمال_خاشقجی_د_ټرور_ډلې_یو_غړی_وژل_شوی
د ترکیې ینی شفق ورځپاڼې وویل د ټرور د پینځلس کسیزې ډلې یو غړی مشعل سعد البستانی چې د عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژلو لپاره دترکیې استنبول ته تللی وو په یوې (۱) جعلی ټرافیکی پیښه کښې ووژل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2018 10:37 Asia/Kabul
  • د ټرور د پینځلس(۱۵) ډلې یو غړی مشعل صسعد البستاني د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې د ترافیک په یوې(۱) شکمنې پیښې کښې وژل شوی دی .
    د ټرور د پینځلس(۱۵) ډلې یو غړی مشعل صسعد البستاني د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې د ترافیک په یوې(۱) شکمنې پیښې کښې وژل شوی دی .

د ترکیې ینی شفق ورځپاڼې وویل د ټرور د پینځلس کسیزې ډلې یو غړی مشعل سعد البستانی چې د عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژلو لپاره دترکیې استنبول ته تللی وو په یوې (۱) جعلی ټرافیکی پیښه کښې ووژل شو .

د سعودی عربستان په ال سعود رژیم نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د روان میلادی کال د اکتوبر دمیاشتې په دوهمه(۲) نیټه په ترکیې کښې د عربستان کنسولګرۍ ته له ورتلو وروسته بې درکه شوی او خبری سرچینو ویلی دی چې هغه د ال سعود رژیم عواملو وژلی دی .

له دې پیښې وروسته دترکیې ځینو رسنیو د سعودی عربستان د پینځلسو(۱۵) ښاریزو چې د ترکیې په استنبول کښې د عربستان کنسولګرۍ ته د جمال خاشقجی له ورتلو یو(۱) ساعت وروسته دغه ودانۍ ته ورغلی او درې(۳) ساعته وروسته وتلی وو عکسونه خپاره کړل .

د ټرور د پینځلس(۱۵) ډلې یو غړی مشعل صسعد البستانی د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې د ترافیک په یوې(۱) شکمنې پیښې کښې وژل شوی دی .

دغه راپور وایی  د  یودیرش(۳۱) کلن  مشعل سعد البستانی چې د سعودی عربستان په هوایی ځواک کښې د پایلوټ په توګه کار کاوه په  شکمنې مړینې سره د خاشقجی د بې درکه کیدا په هکله ځینې رازونه له ځان سره دفن کړل .

دترکیې ینی شفق ورځپاڼې هغه ټرافیکی پیښه چې د البستانی د مړینې سبب شوه شکمنه او د خاشقجی د وژلې د عینی کتونکو د له مینځه وړلو او غلی کولو په هدف سره وبلله .