د جمال خاشقجی د ټرور ډلې یو غړی وژل شوی
-
د ټرور د پینځلس(۱۵) ډلې یو غړی مشعل صسعد البستاني د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې د ترافیک په یوې(۱) شکمنې پیښې کښې وژل شوی دی .
د ترکیې ینی شفق ورځپاڼې وویل د ټرور د پینځلس کسیزې ډلې یو غړی مشعل سعد البستانی چې د عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژلو لپاره دترکیې استنبول ته تللی وو په یوې (۱) جعلی ټرافیکی پیښه کښې ووژل شو .
د سعودی عربستان په ال سعود رژیم نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د روان میلادی کال د اکتوبر دمیاشتې په دوهمه(۲) نیټه په ترکیې کښې د عربستان کنسولګرۍ ته له ورتلو وروسته بې درکه شوی او خبری سرچینو ویلی دی چې هغه د ال سعود رژیم عواملو وژلی دی .
له دې پیښې وروسته دترکیې ځینو رسنیو د سعودی عربستان د پینځلسو(۱۵) ښاریزو چې د ترکیې په استنبول کښې د عربستان کنسولګرۍ ته د جمال خاشقجی له ورتلو یو(۱) ساعت وروسته دغه ودانۍ ته ورغلی او درې(۳) ساعته وروسته وتلی وو عکسونه خپاره کړل .
د ټرور د پینځلس(۱۵) ډلې یو غړی مشعل صسعد البستانی د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې د ترافیک په یوې(۱) شکمنې پیښې کښې وژل شوی دی .
دغه راپور وایی د یودیرش(۳۱) کلن مشعل سعد البستانی چې د سعودی عربستان په هوایی ځواک کښې د پایلوټ په توګه کار کاوه په شکمنې مړینې سره د خاشقجی د بې درکه کیدا په هکله ځینې رازونه له ځان سره دفن کړل .
دترکیې ینی شفق ورځپاڼې هغه ټرافیکی پیښه چې د البستانی د مړینې سبب شوه شکمنه او د خاشقجی د وژلې د عینی کتونکو د له مینځه وړلو او غلی کولو په هدف سره وبلله .