فرانسې،جرمنی او انګلستان هم دعربستان پرچاواکو ټکونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77586-فرانسې_جرمنی_او_انګلستان_هم_دعربستان_پرچاواکو_ټکونه_وکړل
خپلواکه نړیوالې خبری سرچینې و ائی درست شواهد اوسندونه ښئ چې دسعودی ولی عهد محمد بن سلمان سره نزدې پنځلس کسان چې دهغه په حکم د ترکیې استانبول ته لیږدول شوی وو ، د جمال خاشقجی دقتل عاملان دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 25, 2018 08:42 Asia/Kabul
  • فرانسې،جرمنی او انګلستان هم دعربستان پرچاواکو ټکونه وکړل

خپلواکه نړیوالې خبری سرچینې و ائی درست شواهد اوسندونه ښئ چې دسعودی ولی عهد محمد بن سلمان سره نزدې پنځلس کسان چې دهغه په حکم د ترکیې استانبول ته لیږدول شوی وو ، د جمال خاشقجی دقتل عاملان دی .

 تسنیم خبری آژانس راپورورکړ   د فرانسې  ولسمشر آمانوئل ماکرون بیګا  د عربستان له پاچاملک سلمان سره په ټیلیفونی تماس کې  پر آل سعود رژیم د نیوکه کونکی  خبریال جمال خاشقجی  د وژلې د دورسیې په باب    داندیښنې په  څرګندولو سره  ټینګار کړی ، پاریس به  له خپلو شریکانو سره  په غږملتیا سره  د جمال خاشقجی   دوژلې د مسئولانو په ضد  کوټلی اقدامات وکړی .

دفرانسې ولسمشر  د دغه خبریال  په وژلې   د خواشینۍ په  ښودلو سره  د هغه د  وژل کیدا دجزیاتو  د بشپړ مشخص کیدا غوښتنه هم کړې .

 له دې سره سم یو بل راپور ښئ انګریز لومړۍ وزیرې ترزامی  هم  پرون ناوخته د عربستان  له پاچا سره په ټیلیفونی خبرو کې  دجمال خاشقجی  د وژلې په باب د دغه هیواد دځواب وئینې پر ضرورت په ټینګار سره وئیلی دی ، په دې زمینې کې دعربستان   پر روایت  باؤر نشی کیدلی   او لازمه ده سملاسی دې مشخصه شی ، چې دقیقا څه پیښ شوی  دی .  د انګلستان لومړۍ وزیرې  پر عربستان غږ کړی ،  څو دترکیې له حکومت سره دې ملګرتیا وکړی  او   په ترلاسه شوو  نتیجو اعلان کولو کې دې  شفاف عمل وکړی . انګریز لومړۍ وزیرې  همداراز وئیلی  دوی  د جمال خاشقجی په وژلې  کې   شکمن د ټولو  کسانو انګلستان ته  په ورتلو بندیز لګولی  او که د  دغو کسانو لپاره ویزا صادره شوی هم وی نو باطله  به وګڼل شی .

همداراز  دجرمنی صدراعظمې میرمن آنګلا مرکل هم د دغې پیښې په اړه د عربستان د چارواکو وروستی ادعاګانې  چټی او بې اعتباره بللی او وئیلی ئې باید په نړیواله سویه ئې خپلواکه څیړنې وشی .  

خپلواکه  نړیوالې  خبری سرچینې  و ائی  درست شواهد اوسندونه ښئ چې   دسعودی ولی عهد محمد بن سلمان سره نزدې  پنځلس کسان چې  دهغه په حکم  د ترکیې استانبول ته لیږدول شوی وو ، د جمال خاشقجی  دقتل عاملان دی . د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان هم  وړمه ورځ  په پارلیمان کې پخپلې وینا کې  ټینګار کړی ، نښې نښانې ښئ چې  جمال خاشقجی  په ډیر بې رحمۍ  او په مخکې پلان شوی دسیسې  کې  په بوږنونکی ډول وژل شوی دی.