د جمال خاشقجی قاتلان د حکومت لوړرتبه چارواکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77620-د_جمال_خاشقجی_قاتلان_د_حکومت_لوړرتبه_چارواکی_دی
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د ملګروملتونو راپورټرې(Special Rapporteur) میرمن اګنس کالامارډ (Agnes Callamard)وویل هغه کسان چې د سعودی عربستان نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی یې وژلی دی داسې لوړرتبه چارواکی دی چې د حکومت استازی توب کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2018 09:05 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان حکومت اوس په رسمي ډول ومنله چې نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجي حکومتي چارواکو د ترکیې په استنبول کښې په کنسولګرۍ کښې وژلي دی .
    دسعودي عربستان حکومت اوس په رسمي ډول ومنله چې نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجي حکومتي چارواکو د ترکیې په استنبول کښې په کنسولګرۍ کښې وژلي دی .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د ملګروملتونو راپورټرې(Special Rapporteur) میرمن اګنس کالامارډ (Agnes Callamard)وویل هغه کسان چې د سعودی عربستان نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی یې وژلی دی داسې لوړرتبه چارواکی دی چې د حکومت استازی توب کوی .

د ملګروملتونو دخپل سرو او غیرقانونی اعدامونو او پانسیو په چارو کښې د ملګروملتونو راپورټرې میرمن  کالامارډ په سعودی عربستان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په اړه وویل دغه جنایت په یوه حکم کښې غیرقانونی اعدام دی او په دغه وژلې کښې دسعودی عربستان د حکومتی چارواکو رول ته په پام سره  باید باوری تحقیقات ترسره شی .

دسعودی عربستان حکومت اوس په رسمی ډول ومنله چې نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی حکومتی چارواکو د ترکیې په استنبول کښې په کنسولګرۍ کښې وژلی دی .

د سعودی عربستان حکومت مخکې ګډې وډې خبرې کولې او ویل یې چې جمال خاشقجی د کنسولګرۍ له چارواکو سره په جګړه کښې وژل شوی .

ویل کیږی چې د سعودی عربستان کابو پینځلس(۱۵) چارواکی چې یوه ډاکټر هم پکښې شامل وو د جمال خاشقجی دوژلې لپاره ترکیې ته تللی وو او د  خاشقجی له وژلو او په ارې() سره د هغه د مړی له ټوټې ټوټې کولو وروسته سمدستی خپل هیواد ته ستانه شوی وو.

بل خبر دا چې د خبریال جمال خاشقجی مشر زوی صلاح خاشقجی  چې د امریکا او دعربستان تابعیت لری اوس له خپل هیواد څخه امریکا ته تللی دی .

د سعودی عربستان حکومت د جمال خاشقجی په کورنۍ بهر ته په تلو بندیز لګولی وو .