دوه کشمیریان د هندي پوځیانو په ډزو کښې ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78531-دوه_کشمیریان_د_هندي_پوځیانو_په_ډزو_کښې_ووژل_شول
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې په خلکو باندې د هندي پوځیانو په ډزو کښې دوه کشمیریان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2018 12:00 Asia/Kabul
  • دوه کشمیریان د هندي پوځیانو په ډزو کښې ووژل شول

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې په خلکو باندې د هندي پوځیانو په ډزو کښې دوه کشمیریان ووژل شول.

دغه دوه کشمیریان نن سهار د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پُلواما سیمه کښې له هندي پوځیانو سره په نښته کښې ووژل شول.

د هندوستان پوځ ویلي چې دغه وژل شوي کشمیریان د حزب المجاهدین غړي دي.

په تیرو دوویشتو ورځو کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې هندي پوځیانو ۲۲ کشمیریان وژلي دي.

د یادو ځپنو او وژلو په ځواب کښې د کشمیر خلکو هم پراخې مظاهرې کړې دي. هغوي د کشمیریانو خلاف د هندوستان د امنیتي ځواکونو د بریدونو په غندلو سره له خپلې سیمې د هندي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.