سگریټ او شیزوفرینیا له یوبل سره څرنګه ارتباط لری ؟
په دغه تحقیق کښې ویل شوی دی په سګریټ څکونکو کسانو کښې د شیزو فرینیا (schizophrenia)د امکاناتو د زیاتیدا وجه شاید دا وی چې په تماکو کښې شامل نکوټین دسګریټو دڅکونکو په اعصابوکښې بدلون راولی
طبی کارپیژاندی او ډاکټران وایی چې دسګریټو څکول(Smoking) د ذهنی ګډوډۍ او د شیزو فرینیا(schizophrenia) ناروغۍ سبب کیدلای شی خو په دې هکله دنور تحقیق ضرورت شته .
دلندن د کینګز کالج محققانو وویل په هغو کسانو کښې چې سګریټ څکوی د شیزو فرینیا (schizophrenia)ناروغۍ درامینځته کیدا امکانات دنورو کسانو
په پرتله زیات وی او دغه کسان په کم عمر کښې ددغه ناروغۍ ښکار کیږی .
په دغه تحقیق کښې ویل شوی دی په سګریټ څکونکو کسانو کښې د شیزو فرینیا (schizophrenia)د امکاناتو د زیاتیدا وجه شاید دا وی چې په تماکو کښې شامل نکوټین دسګریټو دڅکونکو په اعصابوکښې بدلون راولی .
طبی کارپیژاندو وویل په دغه تحقیق کښې چې کوم نظر وړاندې شوی دی هغه ډیر پیاوړی دی خو په دې هکله دنور تحقیق ضرروت شته .
اکثره طبی کارپیژاندی وای دشیزو فرینیا(schizophrenia) ناروغۍ په مریضانو او ناروغانو کښې د سګریټو دڅکولو امکانات په دې وجه زیات وی چې دغه کسان دماغو او اعصابو ته له ورننوتکو اوازونو او د وهم (Hallucination)له ناروغۍ په تنګ راتلو سره زیات سګریټ څکوی .
شیزو فرینیا یو ډول جدی ګډوډۍ ده کوم چې دانسان فکر ، احساساتاو کړچار اغیزمن کوی