د نړيوالو قوتونو په ناکارنده توب د ملګرو ملتوسخته نيوکه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i79925-د_نړيوالو_قوتونو_په_ناکارنده_توب_د_ملګرو_ملتوسخته_نيوکه
امريکې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په دوره کښې له نړيوالو مسائلو سره په چلند کښې يو اړخيز سياستونه او پالېسۍ په لا زيات شدت سره په مخکې نيولې دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 26, 2019 16:02 Asia/Kabul
  • د نړيوالو قوتونو په ناکارنده توب د ملګرو ملتوسخته نيوکه

امريکې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په دوره کښې له نړيوالو مسائلو سره په چلند کښې يو اړخيز سياستونه او پالېسۍ په لا زيات شدت سره په مخکې نيولې دي.

د يواړخ پالنې په دوام باندې د ټرمپ ټينګار په اوسنۍ زمانه کښې د نړيوالو تعلقاتو د بېلګې په توګه د څو اړخيز پالنې په خطر کښې د پرېوتو سبب شوے د ے.

په دې لړ کښې د ملګرو ملتو مشر آنتونيوګوټرېش وويل چې نړۍ له څو ټوټې کېدو سره مخامخ شوې ده او خبردارے يې ورکړے دے چې  امريکې، روسيې او چين ترمېنځ تعلقات ناکامه شوي دي.

د څو قطبي نړۍ لوري ته او له يو اړخيز پالنې څخه د  څو اړخيز پالنې لوري ته د حرکت روانه دوره په بنيادي توګه له تاوتريخوالي ډکه يوه  دوره ده. او په همدې دليل په نړيوال نظم کښې د يو ډول سرګردانۍ او ګډوډۍ کتونکي يوو.

په دا ډول د دغې روانې دورې خصوصيت پکار دي د نه اټکلېدونکو بدلونونو رامنځته کېدل وبولوو او همدا چاره په نړۍ کښې د نښتو او ګواښونو د زياتېدو سبب شوې ده.

په عين حال کښې امريکه په نړيوال ډګر کښې ډېر منفي او بې ثبات کونکے کردار ادا کوي چې نمونه يې له چين سره تجارتي جنګ شروع کول او له رورسيې سره د سياسي، فوځي او اقتصادي تاوتريخوالو رامنځته کول دي، په تېره بيا د امريکې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په لاسوهنه د روسيې تورنول د امريکې د واکمنې ډلې لخوا د روسيې په خلاف د هراړخيزو دباونو د سختولو لپاره  لازمي بهانه راپېدا کړې ده.

له دغو دباونو څخه پکار دے د مېنځنۍ فاصلې اېټمي ځواک له معاهدې نه د وتلو په زمينه کښې د امريکې ګواښ ته اشاره کولې شوو چې عملي کېدل به يې په مسلمه توګه په نړيوالې صلحې او ثبات باندې منفي تاثير وکړي.

د ملګرو ملتو د مشر نظر د روسيې او چين په شان د نړيوالو قوتونو د قبول وړ دے چې د امريکې يو اړخيز پالنه نه قبلوي او د ملګرو ملتو په محوري کردار سره د څو اړخيزه نړيوال نظام غوښتونکي دي.

په عين حال کښې د امريکې د انډيوال په توګه  اروپائي اتحاديې هم د ملګرو ملتو په محوريت سره په نړيوال نظام کښې د څواړخيز پالنې په لازموالي تاکيدکړے دے.

د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشرې فيډريکا موګريني د روان ميلادي کال د جنورۍ په مېنځنيو وختونو کښې  په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: مونږ داسې يوسېسټم ته ضرورت لروو چې پکښې په ډله ايزه توګه فېصلې غوره کيږي، مسئوليتونه او ذمه وارۍ وېشل کيږي او ټول په ډله ايز اقدام کښې برخه لري.

د څو اړخيز پالنې، د اقتصادي قوتونو د نوو مرکزونو د جوړېدو او په نړۍ کښې د سياسي نفوذ تګلاره د امريکې د خوښې او د هغې د ګټو په لړ کښې غوره لار نه ده او په همدې وجه واشنګټن په تېره بيا د ټرمپ په دوره کښې  خپلې هلې ځلې د دغې تګلارې له پوره عملي کېدو څخه په مخنيوي متمرکزې کړې دي. د امريکې دغه پاليسې په نړۍ کښې د هغې د لا زياتې ګوښه کېدو سبب شوې ده.  

---------