ورځپاڼو ته کتنه ۲۵-۲-۹۸
د تهران چاپ نننيو اکثرو ورځپاڼو په خپلو غټو سرخيو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېناوې راخېستې دي.
د تهران چاپ اعتماد ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې په غټو ټکو کښې د اسلامي انقلاب د معظم ر هبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي له قوله وليکل: جنګ نه کيږي او نه خبرې اترې کوو.
معظم رهبر پرون د نظام د مسئولانو او چارواکو په ټول کې ټینګار وفرمايل ، له دښمن سره په مخامخیدنه کښې د ایران د ملت چورلټه ټاکنه په ټولو زمینو کښې مقاومت دے،ځکه چې د امریکې له اوسني حکومت سره خبرې کول څو چنده زهر لري .
دوي زياته کړه: البته هیڅ جنګ به ونۀ شي ، بلکه د ډغرې خبره ده ، د ارادو ډغره ده او په دې زمینه کښې د ایران د ملت اراده او اسلامی نظام له دښمن څخه لاپیاوړي دي او په الهی فضل سره به دا ځل هم بریالي وو .
د اسلامی انقلاب معظم رهبر جوته کړه ، د اسلامی ایران دښمنان چې په سر کښې يې امریکه ده پخپل خیال دا تصور کوي، په بې مخینې بندیزونو سره ایران ته تاوان رسولې شي، په داسې حال کښې چې د ایران د اسلامی جمهوریت اوسپنه او فلز د مسئولانو او ولس په همت سره پیاوړي دي.
داسلامی انقلاب معظم مشر همدارنګ په دې خبرې باندې په تاکيد سره چې د چارو د اصلاح لپاره باید بهر ته په تمه ونه ووسو،روښانه کړه ،پرَدیو ته د تمې سترګې غړول هیواد ته د تاوان سبب کیږی ،چې یو مثال ئې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په قضیه کښې د اروپایانو په چلند کښې وینو.حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای دغه رنګ وفرمایل،مونږ له ارروپایانوسره کوم مشکل او جګړه نه لرو،خو دوي په خپلې یوې ژمنې هم عمل ونه کړ او نه يې کوی او په عین حال کښې،تل ادعا کوي ،چې مونږ جامعې ایټمی موافقې برجام ته پابند یوو .
----------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني له قوله وليکل: اسلامي ايران له دې نه ډېر اوچت دے چې څوک يې وګواښي.
ورځپاڼې وليکل: د اسلامی ایران ولسمشرحسن روحاني پرون د اسلامی انقلاب له معظم رهبر سره د نظام د مسئولانو او چاروالو په کتنه کښې تاکيد وکړ،امریکا د ایران دستر ملت په ګونډو کولو وس نه لري .
هغۀ دایران په خلاف د امریکې بندیزونو او دباؤنو ته په اشارې سره وویل،امریکایانو په غلطو محاسباتو سره فکر کوۀ یوازې په څو میاشتو کښې د ایران ستر ملت په ګونډو کولې شي او د دغې موضوع لپاره يې نیټې هم وټاکلې،خو د ایران ملت،په استقامت،کلکې اودرېدنې او مقاومت سره د اسلامی ایران په تاریخ کښې یو ځل بیا زرینې شپې او ساعتونه وپنځول.
-----------
د تهران چاپ شرق ورځپاڼې بیا په يو خبر کښې وليکل: د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف په ماسکوکښې د امریکې له خارجه وزیر مایک پومپئو سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وويل ،روسیه له امریکې سره دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې برجام او د ایران په باب ډیر زیات اختلافات لري .
ورځپاڼې همدارنګ وليکل: مایک پومپئو په دغه غونډه کښې البته له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکې غیر قانوني وتنې ته له اشارې نه بغېر یو ځل بیا د اسلامی ایران په خلاف خپل چټی اوتکراری تورونه او ادعاګانې مطرح کړې او په یولړچټی څرګندونو سره يې ادعا وکړه، امریکا په دې پسې ده چې ایران د یو نارمل هیواد په توګه عمل وکړي .
هغۀ زياته کړه: واشنګټن به د تهران دچلند تر بدلیدو پورې د ایران په خلاف د دباؤنو زیاتولو ته دوام ورکړي .
-----------
د تهران يوې بلې ورځپاڼې جمهوري اسلامي بيا د يمني سرچينو په نقل سره په يو خبر کښې وليکل:
د یمن انصار ا... اړونده سرچینو وئیلی دي اتو ډرون الوتکو پرون د سعودي په داخل کښې په بریالیو عملیاتو سره د سعودی او اماراتو چارواکو ته دا پیغام ورکړ ، چې که پخپلو محاسباتو کښې بیا کتنه ونه کړی ،نو هراړخیز جنګ د هغوی په انتظار کښې دے .رپوټ زياتوي د یمن د فوځ دغو بې پیلوټه الوتکو پرون د عربستان په داخل کې د تیلو او اقتصادی تاسیساتو ډیر مهم مرکزونه او او چاڼځایونه په نښه کړي او جدی تاوانونه يې وراړولي دي چې د سعودی چارواکو پرې اعتراف هم کړیےدے .
--------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې د دغه هېواد د خارجه وزير شاه محمود قريشي له قوله وليکل: د ايران او امريکې په شخړه کښې به پاکستان يو لوري ته هم نه وي. هغه زياته کړه پاکستان له ايران سره تعلقاتو ته زيان نه رسول غواړي او له ايران سره د ګېسو د پائپ لائن د منصوبې د پرمختګ غوښتونکی دے.
شاه محمود قريشي زياته کړه چې امريکې د پاکستانيانو په ويزو هيڅ قسمه پابندي نه ده لګولې بلکي د داخله وزارت جوائنت سيکټري پشمول درې افسرانو باندې دغه بنديز لګول شوېدے،هغه دا هم وئيلي دي چې د امريکه او طالبانو ترمينځه مذاکراتو کښې پاکستان د سهولت کار کردار ادا کوي
د خارجه وزير وينا وه چې واشنګټن انتظاميې په امريکه کښې په غيرقانوني توګه ميشته پاکستانيان ډي پورټ کړيدي.
----------
د پاکستان د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل:
د دغه هېواد مخالفو احزابو له آئي اېم اېف سره د پاکستان معاهده رد کړه.
او غوښتنه وشوه چې دغه معاهده دې د بحث لپاره پارلېمان ته وړاندې کړې شي.
---------
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل په پارلېمان کښې د قبائيلي ضلعو د سيټونو د زياتولو بل په پارلېمان کښې منظور کړے شو.
ورځپاڼې زياته کړه په قومي اسمبلۍ کښې د قبائيلي ضلعو دولس سيټونه بحال کړے شول او د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کښې سيټونه څلوريشتو نه زيات کړے شول. دغه بل په پارلېمان کښې د پښتون مومنټ د ممبر محسن داوړ لخوا وړاندې کړې شوے ؤ چې هيچا يې مخالفت ونه کړ.
-------
ورځپاڼې وليکل په کوئټه کښې د پوليسو په يو وېګن په ترهه ګريزه حمله کښې څلور پوليس ووژل شول او د اته پوليس او درې عامه وګړي نور ژوبل شول.
---------
د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې وليکل: د پوهنتون استادعبدا... کاموال وويل: ننګرهار په لوے لاس له طالبانو څخه داعش ته سپارل کېږي.
د ننګرهار حالت ورځ تر بلې خرابېږي، په افغانستان کې یوه بله نړیواله لوبه پیلېدونکې ده چې پیل به یې له ننګرهار څخه وي. په ولسوالیو کې له عملیاتو وروسته ډېری وسله وال جلال اباد ښار ته راغلي دي، په ننګرهار کې د حاکمې مافیا تر څنګ د ولایتي ادارې ناغېړیو وضعیت خراب کړی دی
ورځپاڼې وليکل په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حضرت علي وايي په ننګرهار کې د ناامنیو ترشا د سیمې هېوادونه ښکېل دي، د هغه په خبره که امنیتي ارګانونه د وضعیت کابو کولو برخه کې کارنده هڅې ونه کړي، وضعیت به همداسې کړکېچن وي.
حضرت علي په ننګرهار او د ختیځو ولایتونو یو شمېر سیمو کې د داعش ډلې مرکزونه اندېښمنوونکي ګڼي، یواځي په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې ۱۶ ګروپونه فعالیت لري.
نوموړی وایي، چې یاده ډله د ننګرهار حصارک، د لوګر ځینو سیمو او د کابل سروبي ته د ور ننوتلو هڅې کوي.
د ورځپاڼې په قول د ننګرهار امنيه قوماندان بیا وايي، د جلال اباد ښار د امنيت د ټينګښت لپاره د امنيت چارې یې سر له پرون څخه ځانګړو ځواکونو ته سپارلې دي.
مل پاسوال عبدالرقيب مبارز پرون په جلال اباد کې د وروستي امنيتي وضعيت په اړه د خلکو تر اندېښنو وروسته خبريالانو ته د خبرو پر مهال وویل، د خلکو د اندېښنو د لرې کولو په موخه يو ځل بيا لکه د پخوا په څېر د جلال اباد ښار امنيت ځانګړو ځواکونو ته سپاري او دغه چاره به سر له نن څخه ترسره شي.
-------
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د مشرانو جرګې غړي امنیتي چارواکي ناکام بللي او ویلي یې دي هغوی له دې امله مشرانو جرګې ته نه دي حاضر شوي چې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.
د مشرانوجرګې غړيو دغې جرګې ته د امنیتي چارواکو نه حاضروېدو په اعتراض کې، هغوی ناکام بللي او د هغوی د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه.
--------
ورځپاڼې همدارنګ په يو خبر کښې وليکل: د څرخي پله په زندان کې د پولیسو او بندیانو ترمنځ د نښتې له امله ۳۴کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ورځپاڼې وليکل د کورنیو چارو وزارت وايي چې په څرخي پله زندان کې د پولیسو او بندیانو ترمنځ نښته کې څلور بندیان وژل شوي، لس بندیان او د زندان شل کارکونکي ټپیان شوي دي.
-----------