د قدس نړیواله ورځ دې په پرتمینه توګه ترسره شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82372-د_قدس_نړیواله_ورځ_دې_په_پرتمینه_توګه_ترسره_شي
د پاکستان یوشمیر کارپوهانو په اسلام آباد کښې په (فلسطین او د هغه د حل لارې موندل) نومې کانفرنس کښې په زیات نه زیاته پرتمینه توګه د قدس د نړیوالې ورځې د مراسمو په ترسره کولو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2019 11:36 Asia/Kabul
  • پاکستان: د قدس نړیواله ورځ دې په پرتمینه توګه ترسره شي
    پاکستان: د قدس نړیواله ورځ دې په پرتمینه توګه ترسره شي

د پاکستان یوشمیر کارپوهانو په اسلام آباد کښې په (فلسطین او د هغه د حل لارې موندل) نومې کانفرنس کښې په زیات نه زیاته پرتمینه توګه د قدس د نړیوالې ورځې د مراسمو په ترسره کولو ټینګار وکړ.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د سینیټ د دفاعي چارو د کمیټې مشر سنیټر مشاهد حسین سید، د ولسمشر پخوانی ویاند فرحت ا... بابر، له فلسطینه د ملاتړ د فاونډیشن عمومي منشي صابر ابومریم، د بشري حقوقو د چارو وزیرې شیرین مزاري او د دغه هیواد یوشمیر پوهانو، عالمانو او جنرلسټانو په دغه کانفرنس کښې شتون درلود.

د مسلم لیګ ګوند سینیټر مشاهد حسین په دغه غونډه کښې ټینګار وکړ چې د فلسطین آزادي او د قدس د نیواکګر رژیم بهر شړل، د مسلمانانو په یووالي او اتحاد سره شونې دي.

د پاکستان د ولسمشر پخواني ویاند هم په دغه کانفرنس کښې له مسلمانانو وغوښتل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمیني په نوښت د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې یعنې د قدس د نړیوالې ورځې مراسم په پوره پرتم او ولولې سره ترسره کړي.

په دغه کانفرنش کښې د پاکستان د حکومت د بشري حقوقو د چارو وزیرې هم د صهیونیسټانو د جنایتونو او د فلسطیني مسلمانانو د وژلو په وړاندې د عرب اتحاديې او د اسلامي هیوادونو د ملګرتیا سازمان په چپتیا باندې نیوکه وکړه او ویې ویل: د پاکستان خلک تل د فلسطیني ولس ترڅنګ پاتې شوي او د مسجد الاقصی د آزادولو او د صهیونیسټي رژیم د نابودۍ لپاره یوه خوله دي.

شیرین مزاري د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې وویل: د امریکې ولسمشر ټرمپ د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله په توهم اخته دی او که فکر کوي چې په بندیزونو سره د ایران د خلکو اراده کمزورې کولی شي نو سخت په غلطه دی.