ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې
ګرانو او قدرمنو دوستانو د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکیو د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف له خولې لیکلي دي: د ایران د پخو شویو یورانیمو زیرمې د درې سوه کیلوګرامو له حده زیاتې شوې دي.
داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جوادظریف بیګا په خپل یو ټویټ کښې لیکلي دي چې د ایران د یورانیمو د پخولو د زیرمو زیاتیدا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په اساس ده.
جواد ظریف بیګا په دغه پیغام کې د نړیوالې ایټمی موافقې د مادو په اساس د پخو شویو یورانیمو د زیرمه کولو لپاره د درې سوه کلوګرامه ټاکل شوې سوئې څخه د ایران د تیریدا په تائیدولو سره وئیلی دی، د نړیوالې ایټمي موافقې ۳۶ ماده ښئي چې له برجامه د امریکا له وتلو وروسته ایران د دغې نړیوالې موافقې د دې مادې لاره اجرائي کولی شي.
د ایران خارجه وزیر د ۳۶مادې په اساس په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې د خپلو حقوقو څخه د ایران د استفادې د بهیر په بیانولو سره وئیلی دی ، دغه ماده ددې ښودنه کوی ،چې له نړیوالې ایټمی موافقې څخه د امریکا په یواړخیز وتلو سره،ایران د پخو شوو یورانیمو د زیرمه کولو د زیاتولو اقدام کولی شی .
محمد جوا دظریف دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په اساس دایران دحقوقو د تضمین لپاره دریو اروپائی هیوادونو او روسیې اوچین ته د ایران د څو اونیو فرصت ورکولو ته په اشارې سره روښانه کړې، په عین حال کښې او دې ته په پام سره چې که درې اروپائی هیوادونه پخپلو ژمنو عمل وکړی ،نو مونږ به هم خپله لاره بدله کړو.
د ایران ا سلامی جمهوریت د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ۲۶ او ۳۶ مادو په اساس دخپلو حقوقو د دفاع لپاره نړیوالې ایټمی موافقې کې دخپلو ژمنو دکمولو لپاره یولړ اقدامات غوره کړی دی.
** اطلاعات
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا د افغانستان په دفاع وزارت باندې د طالب ډلې د ځانمرګي برید خبر راخیستی چې څلویښت تنه په کښې مړه او ۹۳ نور زخمي شوي دي.
په خبر کښې لولو چې ځانمرګي بریدګر د یو بم ایښودل شوي ګاډي په چاودولو سره د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ ته ورننوتل.
د افغانستان د حکومت اجرايي مشر د دې حملې په غبرګون کښې وویل: دا ډول حملې مونږ د خطاکارانو له تعقیب او سزا ورکولو نه شي غړولی.
له بلې خوا په پکتیا ولایت کښې له طالبانو سره د افغان پوځیانو په نښته د دغې ډلې ۳۱ غړي وژل شوي دي.
اطلاعات په یو بل خبر کښې د ایران د کورنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي دي: بندیزونه کډوالو ته په خدمت رسونه کښې د ګډوډي سبب شوې دي.
خبر زیاتوي چې د امریکې ظالمانه بندیزونه په ایران کښې د ډیرو انساندوستانه پروګرامونو د لارې خنډ شوې دي. ایران په تیرو څلورو لسیزو کښې د تپلي جنګ له امله رامینځته شویو حالاتو او له ډیرو محدودو نړیوالو مرستو سره سره، په نړۍ کښې د کډوالو ترټولو ستر ملاتړی پاتې شوی دی.
هم دې ورځپاڼې د مینځني ختیځ په هکله خپل یو خبر کښې لیکلي چې په سوریې باندې د صهیونیسټي رژیم په نوې هوايي حمله کښې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي دي. د اسرائیلو په دغه برید کښې د سوريې ۲۱ تنه نور ملکیان هم زخمي شوي دي.
له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلې دي چې په سوریې باندې د اسرائیلو د حملې جاج به اخلي.
روسیې په عین حال کښې د سوریې په شمال لویدیځ کښې د ایس-۳۰۰ توغندویو څلور توغونکي پلیپ فارمونه ولګول.
کابل چاپ
کابل چاپ نننیو نږدې ټولو ورځپاڼو په کابل ښار کې د تېرې ورځې د انتحاري او وروسته د وسله والې حملې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
دنیا:
د دنیا ورځپانې په سرمقاله کې راغلي چې افغانانو ته روان جنګ او سوله خورا جالب دي، دا جګړه او سوله د هېڅ جګړې او سولې له اصولو سره برابره نه ده.
د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې نور د زور ازمویلو وخت هم تېر شوی، د سولې خبرې ان د موافقې تر سرحده وړاندې تللي، نو بیا دغه زور ازمویل او وینه تویول د څه لپاره دي؟
ماندګار:
ماندګار ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې د پلازمینې د تېرې ورځې خونړۍ حمله او په ځینو ولایتونو کې شدیدې حملې د سولې په اووم پړاو مذاکراتو کې د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره کېږي.
سرخط:
د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی چې طالبان له امریکا سره په خبرو کې د افغانانو په وینه امتیاز اخلي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، اوس چې طالبان له یوې خوا له امریکایانو سره د ګاونډیو هېوادونو په لارښوونه او خوښه په عربي هېوادونو کې د سولې خبرې کوي، بل خوا د دې لپاره چې په دغه پروسه کې ډېر امتیاز واخلي او وښيي چې په افغانستان کې جګړه، چاودنې او بریدونه کولای شي.
هشت صبح:
د هشت صبح ورځپانې په سرمقاله کې راغلي، د نړۍ ستر ځواکونه او نور هېوادونه چې په افغانستان کې امن او ثابت ته ژمن دي، باید هڅې وکړي چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
لیکوال وړاندې په سرمقاله کې د کابل د تېرې ورځې پېښې ته په کتو یادونه کوي چې د دغې پېښې اصلي عوامل د افغان امنیتي او کشفي ارګانونو کمزورتیا ده.
د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي چې هرڅومره ژر چې کېږي، باید دغه کمزورتیا له منځه یوړل شي، څو د خلکو ژوند خوندي کړای شي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، طالبان له یوې خوا په قطر کې له امریکايي چارواکو سره په خبرو بوخت دي، له بلې خوا په افغانستان کې یې جګړو ته زور ورکړی.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د کابل وروستۍ حملې ته کتو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا غږ کوي چې د ترهګرۍ پر ملاتړو هېوادونو نور فشارونه هم راوړي.
د لیکوال په باور، په دې سره به په افغانستان کې تلپاتې سولې او ثبات ته لاره هواره شي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، که څه هم په قطر کې د امریکايي او طالب پلاوو ترمنځ اووم پړاو مذاکراتو ته خوشبینۍ زیاتې دي، خو د لیکوال په باور، د کابل د تېرې ورځې حملې دغه خوشبینۍ په اوبو لاهو کړې.
اصلاح:
د اصلاح دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې طالبانو ته سپارښتنه شوې چې نور دې ملکیان نه په نښه کوي.
**
بهرنی ورځپاڼې
ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو په کابل کې د دوشنبې د ورځې په مرګوني برید مقالې لیکلي دي.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز لیکي، دا برید د دفاع وزارت یوې ودانۍ ته نږدې د شمشاد خصوصي ټلویزیون او یوه لومړني ښوونځي تر منځ شوی دی.
نیویارک ټایمز ویلي، لږترلږه څلوېښت کسان وژل شوي، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا د وژل شویو کسانو شمېر یوازې درې تنه یادوي.
د افغانستان د پوهنې تأیید کړي چې د دوشنبې د ورځې د مرګونې چاودنې نیمايي ټپیان د ښوونځي ماشوم زده کوونکي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د شمشاد خصوصي ټلویزیون د خبرونو د مدیر عابد احساس په حواله لیکلي چې د دوی یو ساتونکی وژل شوی او څو خبریالان یې ټپیان دي.
ورځپاڼه لیکي، د دوشنبې په ورځ بریدګرو څو ساعته د افغانستان د دفاع وزارت پورې مربوط د لوجستیک پر ریاست برید کاوه او داسې نه ښکارېده چې شمشاد ټلویزیون هدف و.
بیا هم اندېښنه ښودل شوې، ځکه طالبانو تېره اوونۍ رسنیو او خبریالانو ته ګواښ کړی و چې که د دوی پر ضد پیغامونه او اعلانونه خپاره کړي، برید پرې کوي.
نیویارک ټایمز لیکي، طالبانو داسې وخت د دوشنبې د ورځې د برید مسؤلیت ومانه چې د دې ډلې سیاسي استازي د افغان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره خپلې اووم پړاو خبرې پيل کړي.
د ورځپاڼې په لیکنه، په قطر کې د خبرو په دوام په افغانستان کې سولې ته د رسېدو او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې د پرمختګونو تمې کېږي، خو تاوتریخوالی د افغانستان اتلس کلنه جګړه لا پسې تودوي او دواړه لوري په یو بل بریدونو ته زور ورکوي.
وال سټریټ ژورنال:
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې په کابل کې د دوشنبې د ورځې بمي چاودنه او له افغان پوځیانو سره د بریدګرو څو ساعته نښته په افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي تر ټولو تازه بېلګه ده.
د ورځپاڼې په لیکنه، د کابل د شنه اسمان یوه برخه د پرونۍ پېښې په سبب خړه پړه شوه او نښته څو ساعته روانه وه.
واشنګتن پُسټ:
واشنګتن پُسټ ورځپاڼې د کابل د دوشنبې د ورځې یو تصویر خپور کړی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه، دغه برید ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي او له امله یې زیات سړکونه، دوکانونه، دفترونه او ښوونځي تړلي پاتې وو.
ورځپاڼې د یوه ماشوم عکس هم خپور کړی چې له ټپي کېدو وروسته یې لا هم خپل کتاب او قلم په لاس کې نیولي.
په دوام کې راغلي چې په کابل کې له نږدې دوه میاشتو ارامۍ وروسته د دوشنبې په ورځ وضعه خرابه وه.
د واشنګتن پُسټ په لیکنه، تر اوسه پورې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په رابطه خبرې نه دي شوي، نو ځکه دواړه لوري په یو بل د بریدونو په زیاتولو سره هڅه کوي چې په خبرو کې برلاس ولري او خپل شرایط په پوره قدرت سره مطرح کړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/