ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83843-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2019 08:20 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه او مقالې

له تهران چاپ ورځپاڼو څخه وړومبی اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې د حکومت د ویاند له قوله یې په غټو ټکیو لیکلې دي: د معظم رهبر او خارجه وزیر بایکاټیدل، په ډیپلماسۍ باندې زمونږ عقیده نه سستوي.

علي ربیعي وايي، امریکې په محمد جواد ظریف باندې په بندیز لګولو سره خپله کرکجنه څیره څرګنده کړه. هغه زیاته کړه چې ایران له نړیوالو قوانینو او د نړیوالې ټولنې د اصولو مطابق خبرواترو ته تیار دی او د اماراتو او عربستان حساب له امریکې بیل دی. د اقتصادی ترهګرۍ د بندولو په هکله له ویل شویو وارمخکښې شرطونو پرته به له امریکې سره هیڅ ډول مذاکره ونه شي.

د ایران د حکومت ویاند هم داشان وویل: باوري یو چې د ګاونډي هیوادونو په مرستې سره د خپلې سیمې امنیت برابرولی شو.

**

هم دې اطلاعات ورځپاڼې په یو بل خبر کښې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان خبره راخیستې چې وايي؛ که امریکا په ایران باندې د حملې غلطي وکړي  نو په جبه کښې به ګیره شي.

هغه وویل: د ایرانیانو د شهادت غوښتنې روحیه مې له نزدې څخه لیدلې ده. د نړۍ د هیوادونو مشرانو ته نه دي پکار چې ایران له نورو هیوادونو سره پرتله کړي.

عمران خان هم داشان زیاته کړه چې پاکستان په کشمیر کښې د هندوستان له خوا د غنچه ایزو بمونو استعمال غندي.

له دې مخکښې د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې هندي ځواکونو تیره اونۍ د کشمیر په کنټرول لاین کښې غنچه ایز بمونه کارولي چې له امله یې دوه ملکي وګړي مړه او ۱۱ نور زخمي شوې دي.

د پاکستان د پوځ په بیانیه کښې هم داشان راغلي دي چې د روان ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې د کشمیر په سرحدي سیمه کښې د هندي ځواکونو په بریدونو کښې تراوسه ۱۶ پاکستانیان وژل شوي او لږترلږه ۱۰۵ تنه نور زخمی شوې دي.

**

کابل چاپ

د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د سولې په روانه پروسه او د ولسمشریزو ټاکنو په روانو کمپاینونو مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې لیکلي دي چې د ولسمشرۍ نوماندان باید په خپلو کمپایني غونډو کې ملي ارزښتونه وپېژنې.

په سرمقاله کې وړاندې د ولسمشرۍ د نوماند سید نور الله جلیلي د تېرې ورځې کمپاینې غونډې ته اشاره شوې چې په پیل کې يې د افغانستان ملي سرود ونه غږول شو.

د سرمقالې لیکوال ادعا کړې چې دغه نوماند څه موده وړاندې کله چې د نورو نوماندانو سره یو ځای د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري باورلیک اخیسته، هم د ملي سرود په احترام له خپل ځایه ولاړ نه شو چې دا ملي ارزښتونو ته سپکاوی بلل کېږي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې ټول افغانان په تېره د ولسمشرۍ نوماندان مکلف دي چې د هېواد د ملي ګټو او ویاړونو ترڅنګ ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې بیا د ولسمشرۍ ټاکنو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې ټاکنې نه کېږي نو بیا ولې خلک پرې بوخت ساتل کېږي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې ډېر ژر به په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي او د دغه هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته به بین-الافغاني خبرې پیلېږي او بهرني ځواکونه به د هوکړه لیک له مخې په ټاکلې موده کې له افغانستانه وځي.

ورځپاڼه لیکي، اوس چې د سولې پروسه بریالۍ روانه ده او طالبان هم د ټاکنو مخالف دي او خلک هم د ټاکنو پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکوي، نو ولې پر ټاکنو ټینګار کېږي او پیسې پرې لګول کېږي؟

د سرمقالي لیکوال لیکي چې ټاکنې یوازې د حاکم انتخاباتي ټیم غوښتنه ده او نور اړخونه سولې ته لومړیتوب ورکوي.

د سرمقالې لیکوال افغان حکومت ته وړاندیز کوي چې د خلکو د بېځایه بوخت ساتلو پر ځای دې پر اصلي مسئله چې سوله ده، تمرکز وکړي او د یوې رښتینې سولې لپاره دې د خلکو هڅې همغږي کړي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې بیا د اسد اته ویشتمه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن ته اشاره کړې، خو لیکلي یې دي چې په بېلابېلو څلورلاور کې د شاه امان ا... خان د تصویر ترڅنګ د ولسمشر محمد اشرف غني چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم دی، عکسونه خپاره شوي دي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دا عکسونه د حکومت د اداري امورو له لوري خپرېږي او د شاه امان ا... خان د تصویر ترڅنګ د محمد اشرف غني تصویر لګول کمپاین او له حکومتي امکاناتو ګټه اخیستنه بلل کېږي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې له حکومتي منابعو باید ټول نوماندان یو ډول ګټه واخلي، خو که یو ټیم ترې استفاده کوي، نو باید د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون يې مخه ونیسي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*