ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84057-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، تبصرې او مقالې.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Aug 17, 2019 09:56 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، تبصرې او مقالې.

د تهران ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه ګورو چې په وړومبي مخ یې د ایران د خارجه وزارت د مرستیال سید عباس عراقچي یو انځور راخیستی او ورسره یې په غټو ټکیو لیکلې دي: د جنګ تکل  نه کوو خو هر ډول تیري ته به په قدرت سره ځواب ورکړو.

پ خبر کښې لولو چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي پرون د انډونیشیا د پارلیمان د امنیتي، بهرني او دفاعي سیاست د کمیشن د مشر عبدالخریس المشهري او ورسره پلاوي په کتنه کښې له انډونیشیا سره د اړیکو د پراختیا په هرکلي سره، د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي سیاست تشریح کړ او ویې ویل چې د ایران پوځي توانمنۍ دفاعي اړخ لري او د هیڅ کوم هیواد لپاره ګواښ نه دی.

هغه زیاته کړه چې ایران په خپل معاصر تاریخ کښې د هیڅ جنګ پیلونکی نه دی پاتې شوی او پس له دې به هم دا کار ونه ړي خو د ځان په دفاع کښې هیڅ شک نه پریږدي او هر تیري ګر ته به چټک او ځپونکی ځواب ورکړي.

د ایران مرستیال خارجه وزیر د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام او د امریکې د بې بنیاده ادعاؤ په هکله هم وویل: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د فتوا له مخې مونږ له ډل وژونکو او ایټمي وسلو څخه هر ډول غیرصلحه ایزه استفاده حرامه ګڼو خو د خپلو پوهانو په توانمنیو سره مو دې ټیکنالوجۍ ته په ځايي توګه د یو صلحه ایز پروګرام په توګه پراختیا ورکړې ده.

عراقجي د ایران د ولس خلاف د امریکې د ظالمانه بندیزونو په هکله هم وویل چې دغه بندیزونه غیرقانوني او انساني ضده دي خو ایران هوډمن دی چې دا بندیزونه په خپل ملي اقتصاد کښې د بدلون لپاره په یو فرصت بدل کړي.

په دغه ملاقات کښې د انډونیشیا د بهرني سیاست د کمیشن مشر هم د ایران د خپلواکۍ او ځان باورۍ به ستایلو سره د دواړو هیوادونو د پارلیماني ملګرتیا په ژورتیا ټینګار وکړ او له افراط پالنې او ترهګرۍ سره د مبارزې په شمول په ټولو برخو کښې یې له ایران سره ملګرتیا ته د خپل هیواد چمتووالی څرګند کړ.

**

د تهران زیاتره ورځپاڼو هم داشان د ایران د ډیپلماسۍ په وړاندې د انګلستان د حقوقي ماتې خبرونه راخیستې دي چې د ایران د تیل وړونکې کشتۍ په پریښودو سره یې بڼه ونیوله.

د دې خبر په ځینو برخو کښې لولو چې د ایران په اغیزناکې ډیپلماسۍ او د جبل الطارق سیمې د لوړې محکمې په راې سره بلآخره د ایران (ګریس-۱) نومې تیل وړونکې کشتۍ خوشې شوه او خپلې نړیوالې سمندري لارې ته یې دوام ورکړ.

د جبل الطارق سترې محکمې وړمه ورځ د ایراني کشتۍ د توقیف د دوام او حتی د امریکې په ګټه یې د تیلو د مصادره کولو لپاره د امریکې د حکومت له غوښتنې سره سره، د دغې کشتۍ د آزادولو حکم ورکړ.

د جبل الطارق د لوړې محکمې دې کار د انګلستان په کارنامې کښې یوه بله ماتې ثبت کړه او ورسره یې د امریکې حکومت وشرموه ځکه چې له دغې محکمې د امریکې د غوښتنې به رسانه اي کیدو سره د ډونلډ ټرمپ حکومت د عامه افکارو په نزد عملاً سپک او تحقیر شو.

د ګریس-۱ کشتۍ د آزادۍ لپاره د انګلستان د حکومت له ټاکلو شرطونو سره د ایران له مخالفت وروسته د دغې کشتۍ آزادۍ یوځل بیا وښودله چې د ایران اسلامي جمهوریت په سفارتي او میداني ډګر کښې بریالی شوی دی.

دا خبر په پاې کښې زیاتوي چې په جبل الطارق کښې د انګلستان سمندري ډاکه ماري او شُوکه، د سمندرونو د حقوقو د کنونشن د ګڼو موادو خلاف ورزي وه خو په هرمز اوبلاره کښې د انګلستاني کشتۍ په نیولو کښې د ایران اقدام د سمندري ټرانسپورټ د قوانینو په چوکاټ کښې دی.

اطلاعات:

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا د نورو ډیرو کورنیو او بهرنیو خبرونو ترڅنګ د لبنان د حزب ا... غورځنګ د سرمنشي حسن نصر ا... څرګندونو ته انعکاس ورکړی او د دوي له خولې یې په غټو ټکیو لیکلې دي: د ایران خلاف هره حمله به ټوله سیمه وسوځوي.

په خبر کښې راغلې دي چې سید حسن نصر ا... وویل: له ۳۳ ورځني جنګه د اسرائیلو او امریکې موخه د مقاومت ختمول او د ایران محاصره کول وو او د ۳۳ ورځني جنګ د بندولو یوازنۍ وجه، د امریکې او صهیونیسټانو ماتې وه.

د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصر ا... په ۳۳ ورځنی جنګ کی د حزب ا... د بریالیتوب په  ۱۳ کلیزې کې د دغه بریالیتوب په مبارکی ویلو سره وویل ایران د امریکا د جاسوسی الوتکې په نسکورولو او د برتانوی کشتۍ په درولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چی شجاعت لری .

سید حسن نصر ا... د ایران پرضد د جنګ له اعلانه د امریکا ډډه کول یو بریالیتوب وباله او زیاته یې کړه: دا ثابتوې چی د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایران پوځی قدرت ته متوجه شوی دی .

سید حسن نصر ا... اسرائیلیانو ته په خطاب کی وویل، ه لبنان ته راشئ نو د اسراییلو د لښکرونو تباهی به په رسنیو کښې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

 

کابل چاپ:

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په خپلو زیاتره مطالبو او تبصرو کې د افغانستان د سولې او انتخاباتو موضوع‌ګانې رااخیستې دي.

    اطلاعات روز

د اطلاعات روز ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو ته اشاره کړې او پوښتنه یې کړې ده چې ایا افغانان له طالبانو سره روغې جوړې ته تیار دي؟

په مطلب کې راغلي د امریکا او طالبانو ترمنځ له توافق وروسته به نور مذاکرات په ناروې کې پیل شي.

د مطلب لیګوال لیکلي، اوربند، د ځواک شریکول او د افغانستان د اساسي قانون موضوع‌ګانې به د دغې ناستې اصلي اجندا وي.

 

    راه مدنیت

د راه مدنیت ورځپاڼې هم د افغانستان سولې ته اشاره کړې او لیکلي یې دی چې انتخابات، سوله او د خلکو اندېښنې.

په مطلب کې راغلي تر اوسه هم د جمهوري ریاست ځیني کاندیدان څرنګه چې لازمه ده، خپلې انتخاباتي مبارزې نه‌دي پیل کړی.

د مطلب لیکوال لیکي، د انتخاباتي کمپاینونو د کمرنګۍ یو دلیل دا دی چې ایا انتخابات به وشي؟

په مطلب کې راغلي، ټول افغانان سوله غواړي، خو د موقت حکومت خبرې هم کېږي چې هېڅکله به د هېواد د ستونزو غوټه خلاصه نه‌کړي.

    ماندګار

ماندګار ورځپانې هم د سولې موضوع راخیستې او په یوه تحلیلي مطلب کې یې لیکلي چې امریکا او طالبان سره توافق کوي.

خو په یوه بل مطلب کې یې لیکلي چې طالبان خپلې وسلې نه‌تسلیموي.

مطلب زیاتوي، طالبان په افغانستان کې د اسلامي امارت جوړول غواړي، خو خلک، سیاسي مشران او مدني فعالان‌یې نه‌مني.

    هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د برخلیک ټاکونکې شېبې او د افغانانو د ستر مسؤلیت تر عنوان لاندې لیکلې ده.

په سرمقاله کې راغلي چې افغانستان په حساسو شرایطو کې دی یعنې له یوې خوا د سولې هڅې جدي شوي او له بلې خوا انتخاباتو ته هم تیاریانې نیول شوې دي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې خلک باید په دغه حساس وضعیت کې د دولت ترڅنګ ودرېږي، په انتخاباتو کې ګډون وکړي او پرې نه‌ږدي چې تېرې ستونزې بیا تکرار شي.

    انیس

او انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د سولې په پروسه کې د دیني عالمانو پر رول تمرکز کړی دی.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، اسلام د سولې دین دی او دیني عالمان کولای شي، د اسلام د احکامو په بیانولو، په دغه برخه کې خپل رول ولوبوي.

*/*/*/*/*/*/*/