د سوریې دادلب ولایت الخوین ښارګی ازاد شو
-
د سوریې په شمال کښې ادلب او په لویدیځ کښې حماه ولایتونه په دغه هیواد کښې دترهګرو اخري مرکزونه دي .
فارس خبری اژانس وایی د سوریې عسکر د ادلب ولایت په جنوب ختیځ کښې دخپلو عملیاتو په دوام کښې بریالی شول الخوین ښارګی ازاد کړی .
د سوریې پوځ دترهګرو ډلو د مرستو د رسولو په لارو باندې د توپونو له ډزو او هوایی حملو وروسته وتوانیدل په الخوین ښارګی او له التمانعه ښارګی سره دهغو ترمینځ په پراتو کروندو کنټرول ترلاسه کړ .
پوځی سرچینو وویل په دغه ازادې شوی سیمې کښې د حراس الدین او د اجناد القوقار ترهګرو ډلو زیات غړی موجود وو چې دسوریې دعسکرو دعملیاتو په وخت یې ګڼ شمیر غړی ووژل او ژوبل شول .
د سوریې پوځ په تیرو څو ورځو کښې د خان شیخون ښار په ازادولو سربیره د حماه ولایت د شمال په خوا کښې په ستراتیژیک مثلث هم کنټرول ترلاسه کړ او په خپلو مرکزونو یې دترهګرو ډلو حملې هم په شاتمبولی دی .
د سوریې په شمال کښې ادلب او په لویدیځ کښې حماه ولایتونه په دغه هیواد کښې دترهګرو اخری مرکزونه دی چې اوس یې د حکومتی عسکرو لخوا د ازادولولپاره عملیات پیل شوی دی .