ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84335-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ او د ځینو لویدیځو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2019 09:06 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ او د ځینو لویدیځو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر یو انځور چاپ کړی او په غټو ټکیو یې لیکلې دي: که امریکا خبرې اترې کول غواړي نو برجام ته د ستنیدو ټکټ دې واخلي.

خبر زیاتوي چې محمد جواد ظریف محمد جواد ظریف جامعې نړیوالې  ایټمی موافقې ته د پابندپاتې کیدا لپاره د دغې  نړیوالې ایټمی  موافقې  د نورو لورو  د غوښتنې په ترڅ  کې وئیلی دی:  د ایران اسلامی جمهوریت به  دغې نړیوالې  موافقې ته د نورو لورو په اندازه  پابنده وي.

هغه د ملایشیا له یو خبری چینل سره په خصوصي مرکې کې  له امریکا سره  د خبرواتروشرط، د جامع نړیوالې  ایټمي موافقې  ژمنتیاؤ ته د دغه هیواد احترام بللی دی.

د ایران خارجه وزیر د دې خبرې په کولو سره چې د ملګروملتو  د عمومي اسمبلۍ په سویه د ګډون لپاره د ستمبر په وروستیو کښې نیویارک  ته سفر وکړي، زیاته کړې،  امریکا پابنده ده چې د ملګروملتوغړي هیوادونه، په نیویارک کښې د دغې موسسې په فعالیتونو کې شریک وګڼي.

 همداراز د ایران خارجه وزیر  په کوالالمپور کښې هم وئیلې دي،که  امریکا دخبرواترو غوښتونکې وي نو باید په پیل کښې  د ۲۰۱۵کال   ایټمی موافقې ته دې داحترام په سترګه وګوری  او اجرا ته دې  ژمن شی .

 ښاغلي ظریف د دې خبرې په کولو سره چې امریکې د ایران د ملت  په ضد اقتصادي جنګ ته مخه کړې ده،ټینګار کړی، له امریکایانو سره د خبرواترو هیڅ امکان نشته،مګر دا چې  دوي  دایران د ولس په ضد  د اقتصادی ترهه ګرۍ او جنګ له تپلو لاس په سر شي.

****

کیهان ورځپاڼې د تهران د جمعې لمانځه پرونیو خطبو ته انعکاس ورکړی او د خطیب آیت ا... سید احمد خاتمي له قوله یې لیکلې دي: له فساد سره په مبارزې کښې له قضائیه قوې څخه ملاتړ د ایران د درې واړو قواؤ په ګټه دی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت ا... سید احمد خاتمی دخپلو خطبو په دوام کې په دې خبرې په ټینګار سره چې  امریکا  د  نړۍ د ترهه ګرو حکومتونو په سر کې ده وئیلی دی ، په سیمې کې د ترهه ګرو  ډلو  په پنځولو  دامریکائی چارواکو  له اعتراف سره سره ، ډیره د شرم خبره ده چې دوی  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې خبره هم کوی .

 آیت ا... احمد خاتمی  په ۱۹۸۱کال کې  د وخت لومړی وزیر  او ولسمشر د شهادت  کلیزې او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  ملی ورځې ته په اشارې سره  ووئیل ، ایران دترهه ګرۍ تر ټولو ستر قربانی دی .

دتهران د جمعې لمانځه خطیب  زیاته کړې ، دامریکا حکومت په داسې حال کې  دلبنان له حزب ا...  دیمن له انصار ا...، دعراق  الحشد الشعبی  ولسی غورځنګونه ترهه ګر ګڼی ، چې  دغه ځواکونه  په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لومړنۍ کرښې کې دی.

 آیت ا... خاتمی همداراز  په لبنان د صهونیسټ رژیم وروستیو تیریو ته  اشاره کړې او وئیلی ئې د ی،  دغه یرغلونه  د صهیونیسټ رژییم د هغه تیریګر خوی بیانونکی دی ، چې باید ورسره مقابله  وشی.

 د تهران د جمعې لمانځه خطیب  همدرااز  دکشمیر د مسلمانانو  په وضعیّت دخپګان په څرګندولو سره  ټینګار وکړ،  له هندی حکومته تمه لرو چې د کشمیر د مسلمان ولس په وړاندې دې منطقی سیاست ولری او ددغې سیمې له مسلمانانو سره دې  د زور خبره ونه کړی .

**

کیهان خپل یو بل خبر هم د کشمیر موضوع ته بیل کړی او لیکلې یې دي:د پاکستان سیاسي او شیعه ګوندونو له ایرانه څخه، د کشمیري مسلمانانو د مرستې غوښتنه وکړه.

خبر زیاتوي چې د پاکستان شیعه ګوندونو په هغه غونډه کښې چې د کشمیر له خلکو په ملاتړ کښې په پلازمینه اسلام آباد ښار کښې ترسره شوه، د تهران له خوا د کشمیر له خلکو سره د مرستې لپاره د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې بیړنۍ غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه.

په دغه غونډه کښې د پاکستان شیعه ګوندونو او ډلو د کشمیر پر خلکو د هندوستان د حکومت وروستي دباؤنه وغندله او په دې لړ کښې یې د نړیوالې ټولنې چپتیا د نه منلو وړ وبلله.

د پاکستان مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر راجا ناصر عباس شیرازی په یاده غونډه کښې وویل: عرب هیوادونه د کشمیر له خلکو د ملاتړ پرځاې د هندوستان پیروي کوي او تراوسه یوازې ایران او ترکیې په نیواکي کشمیر کښې د هندوستان جنایتونه غندلې دي.

**

کابل چاپ

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکايي استازو او طالب پلاوي ترمنځ د سولې په مذاکراتو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې د دوحې تړون فرصت که توطیه؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون احتمالي متن د ویسا په شمول رسنیو ته رسېدلی دی چې په قوي احتمال ښايي د دواړو لوریو له خوا رسمي اعلان شي.

د لیکوال په باور په دې متن ډېر مهم ټکي دا دي چې امریکا ژمنه کړې چې خپل ټول پوځونه به له قید او شرط پرته له افغانستانه باسي، همدغسې له طالبانو دا ژمنه اخیستل شوې چې پر امریکا او متحدینو به یې له افغانستانه بریدونه نه ترسره کېږي.

د ویسا د سرمقالې لیکوال لیکي، اوس د بین الافغاني خبرو د پيل وخت رارسېدلی، خو طالبان باید په کاذب غرور کې د تفاهم فرصت له لاسه ورنه کړي.

د سرمقالې په پای کې سپارښتنه شوې چې که د دوحې له هوکړه لیکه مسؤلانه ګټه ترلاسه نه کړي، دغه فرصت به مو خدای مه کړه له لاسه وتلی وي.

سرخط:

د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، امریکا له طالبانو سره لوبه کوي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې، دا چې په قطر کې د سولې خبرې په درز روانې دي، د امریکا ولسمشر په بې پروايۍ اعلان کوي چې که له طالبانو سره د سولې توافق نهايي هم شي، په افغانستان کې به امریکايي پوځیان وساتي.

د سرخط د سرمقالې لیکوال په واضحو ټکو لیکلي، طالبان له امریکايي لوري سره د سولې خبرې ته زیات امېدوار دي، خو لیدل کېږي چې امریکا به دغه توافق ته ژمن پاتې نه شي او په افغانستان کې به د پوځي حضور د ساتلو لپاره له هر ډول بهانې استفاده وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې د سولې خبرې کومې خواته روانې دي؟

په سرمقال کې راغلي، که څه هم په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ نهم پړاو خبرې هم پای ته ورسېدې، خو په اړه یې جزیات کم خپاره شوي.

د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د سولې له خبرو سره په خوا کې افغان ځواکونو په وسله والو طالبانو بریدونه زیات کړي چې له دې سره دوی د جګړې په ډګرونو کې په شاتمبول شوي.

د لیکوال په اند دا چې اوس طالبانو په جګړه کې ماته خوړلې، هغوی باید سوله وکړي او د پردۍ جګړې لپاره له ورور وژنې او هېواد ورانونې لاس واخلي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

لویدیځې ورځپاڼې

د لوېدیځو یو شمېر چاپي خپرونو د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر د دې خبرو په اړه لیکنې خپرې کړي چې زرګونه پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

ډونالد ټرمپ د پنجشبې په ورځ (د اګست په ۲۹مه) فاکس نیوز راډیو ته وویل چې دی به په افغانستان کې له ۱۴۰۰۰ پوځیانو څخه ۸۶۰۰ پرېږدي او نور به وباسي.

ټرمپ زیاته کړه چې یو شمېر پوځیان به وروسته تر دې هم په افغانستان کې وساتي چې له طالبانو سره د سولې موافقه وشي.

یو اېس ټوډې:

یو اېس ټوډې ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر کمېدو ته د ولسمشر ټرمپ لېوالتیا له سیاسي او نظامي پلوه له خطرونو سره مله ده.

ورځپاڼه په دې برخه کې د بېلګې په ډول لیکي، انتقاد کوونکي او د ولسمشر ټرمپ یو شمېر ملاتړي له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو په برخه کې دا اندېښنه لري چې هلته بیا د القاعده په څېر شبکې او د داعش په رنګ ترهګرې ډلې سره منظمې نه شي.

یو اېس ټودې بیا څرګندوي چې له څو میاشتو راهیسې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د پوځیانو د شمېر د کمېدو پر لارو چارو غور کاوه او اوس داسې ښکاري چې دې نتیجې ته رسېدلی دی چې شااوخوا پنځه زره پوځیان وباسي.

واشنګټن ایکزماینر:

واشنګټن ایکزماینر د خپرې کړې مقالې په پیل کې لیکي چې د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه د ستایلو ده چې له افغانستانه یې د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه رد کړې.

واشنګټن ایکزماینر وړاندې لیکي، ستونزه دا ده چې د پوځیانو د شمېر کمېدل په اساسي ډول د امریکایانو له امنیت سره ارتباط نه پيدا کوي او ستونزه دا ده چې پر وسله والو طالبانو باور نه شي کېدای چې د احتمالي سولې د توافق له مخې په خپله خبره ودرېږي.

واشنګتن ایکزماینر بیا لیکي، افغان ځواکونه پياوړي شوي دي، خو دوی لاهم د قوماندې، استخباراتو او هوایي ملاتړ په برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

ډیلي بیسټ:

ډیلي بیسټ ورځپاڼه لیکي، که څه هم ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د دایمي حضور خبره کړې، خو د ده استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره داسې یوې غلې موافقې ته د رسېدو هڅې کوي چې له مخې یې نږدې ټول امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرو ته درېیو نږدې سرچینو ډیلي بیسټ ته ویلي دي چې یو شمېر امریکایي پوځیان به د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې له افغانستانه ووځي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*