ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84412-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 04, 2019 09:59 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران په اسلامي شورا (پارلیمان) کښې د دې هیواد د ولسمشر حسن روحاني د وینا د وخت انځور چاپ کړی او ورسره یې  د دوي له خولې په غټو ټکیو لیکلې دي: د ډیپلماسۍ ور به هیڅکله بند نه کړو.

د دې خبر په ځینو برخو کښې لولو چې ولسمشر روحاني وویل: له امریکې سره د دوه اړخیزې مذاکرې هیڅ نیت نه لرو. په تیر او اوسني حکومت کښې زمونږ سیاست له نړۍ سره رغنده تعامل پاتې شوی او دا کار به دوام ولري.

ولسمشر زیاته کړه چې که ۴+۱ ډله وتوانیږي د خپلو مهمو ژمنو په یوې برخې عمل وکړي نو ممکنه ده چې مونږ هم د ژمنو د کمولو په بحث کښې بیاکتنه او غور وکړو او که زمونږ تیل په نقدو یا په قرضو ایډوانس واخلي نو په خپلو ژمنو باندې راته د پابندۍ لپاره به حالات ښه شي.

د اسلامي ایران ولسمشر پرون په په اسلامي شورا کښې په خپله وینا کښې زیاته کړه: که تر سبا پورې په خبرواترو کښې فاینل نتیجې ته ونه رسیږو نو د ژمنو په کمولو کښې به دریمه مرحله اعلان کړو. که امریکا خپل ټول بندیزونه لرې کړي بیا هم دا امکان شته چې د تیر په څیر د ۵+۱ ډلې په غونډه کښې ګډون وکړي.

ولسمشر روحاني ټینګار وکړ: امریکا پوه شوه چې د ایران ولس په زیات نه زیات دباؤ سره نه په ګونډو کیږي.

** ابرار:

اوس له تهرانه چاپیدونکې ابرار ورځپاڼه راخلو چې له رشا ټوډی چینل سره یې د ایران د خارجه وزیر د مرکې خبر ته انعکاس ورکړی او د هغه له قوله یې لیکلې دي: اروپا د ایټمي تړون د ساتنې لپاره رسک کولو ته غاړه نه ږدي.

هغه زیاته کړه: برجام نومې ایټمي موافقه په ډیپلماسۍ کښې یوه مهمه بریا وه او د هغې د ختمیدو په هکله څه ویل، له وخته ډیر مخکښې دي.

دایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل اروپایی هیوادونه باید پوه شی چې د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ کښې د امریکا زیاته غوښتنه او مقام غوښتنه هیڅکله د ایټمي تړون مخه نه شي نیولې.

ظریف وویل په دې خبرې سره چېکه چیرې اروپایی هیوادونه ونه توانیږی خپلې ژمنې اجرا کړی نو د امریکا په شمول مونږ ټول به بایلونکی یو، وویل  په نورو هیوادونو د برید لپاره د وسلې په توګه د ډالر او د امریکا د اقتصاد په بروالي د واشنګټن ټینګار  به د دغه هیواد د نابودۍ سبب شی .

هغه په فارس خلیج سیمه  کښې دبهرنیو عسکرو د شتون په هکله وویل په فارس خلیج کښې د پوځی شتون زیاتیدا به د امنیت  پیاوړتیا سبب نشی بلکې د  بې ثباتۍ د ډیریدا سبب کیږی .

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې ټینګار سره چې له ایران پرته امنیت ته نه شو رسیدلی وویل دایران اسلامی جمهوریت د سیمې ترټولو ستر قدرت دی او هیڅ هیواد به ونه توانیږی دغه مسله بدله کړی .

جوادظریف د ایران دتیلو دخرڅولو په لړ کښې دامریکا د بندیز په هکله هم وویل: د ایران اسلامی جمهوریت د خپلو تیلو دخرڅولو لپاره له هر اوزاره استفاده کوی او د امریکا دباونو ته به تسلیم نشي.

**

کابل چاپ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو په کابل ښار کې د طالبانو د وړمې شپې برید او د سولې د خبرو اترو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

سرخط

سرخط ورځپاڼې "د کابل ناورین پر افغانانو د طالبانو سوله‌ییز ګوزار" تر عنوان لاندې په خپور کړي مطلب کې لیکلي، له کله چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي، له دې سره سم طالبانو هم په افغانستان کې خپلو حملو ته زور ورکړی چې وروستۍ هغه‌يې په کابل کې په ګرین ولېج وه.

په مطلب کې راغلي چې په دې برید کې ۱۶ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپيان شوي او حتی په سیمه کې د ولسي وګړو داسې کورونه هم شته چې د چاودنې د شدت له امله په بشپړ ډول له‌منځه تللي دي.

په مطلب کې وړاندې د یو شمېر کابل ښاریانو له قوله لیکل شوي چې طالبان د پردیو په اشاره خپل خلک وژني او نه‌پرېږدي چې دوی په ارامۍ ژوند وکړي.

د مطلب لیکوال لیکي، طالبان د دې لپاره چې پردي خوشحاله کړي او د سولې په نوم په روانه معامله کې ډېر امتیاز واخلي، نو پر عامو افغانانو حملې کوي او دوی د غم په ټغر کېنوي.

دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا لیکلي چې د سولې له تودو خبرو سره مل د هېواد په لر او بر کې امنیتی وضعیت خورا ترینګلی شوی او طالبانو په ډېری ولایتونو کې خپلې حملې پیل کړې دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، پوښتنه دا ده چې د سولې له هوکړې سره ولې امنیتي وضعیت لاپسې خراب شو او طالبانو خونړیو حملو ته مخه وکړه؟

ورځپاڼه لیکي، دوی نه‌پوهېږي چې امریکا او طالبان د سولې هوکړه کوي که د جګړې؟ لیکوال پوښتنه کوي چې ایا کوم پټ جوړجاړی شوی چې وضعیت د ښه کېدو پر ځای ورځ تر بلې خرابېږي؟

سرمقاله لیکونکی لیکي، د طالبانو وروستیو حملو ته په کتو شک کېږي چې ممکن طالبانو او امریکا په دوحه کې د اوږدو خبرو په اوږدو کې داسې کومه پټه معامله کړې وي چې له امله‌يې د افغانانو د شااوخوا دوه لسیزو ارزښتونه یو ځل بیا له‌منځه لاړ شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې خلک ځکه د سولې خبرو ته خوشبین وو او دي چې دا خبرې وکړای شي د وینې تویېدنې مخه ونیسي او د تاوتریخوالي په کموالي کې مرسته وکړي، خو لکه چې د خلکو دا فکر یوازې په خوشباوریو ولاړ وو.

ورځپاڼې غوښتنه کړې چې د خبرو دواړه لوري باید د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړي چې د سولې له خبرو سره مل به د جګړې په شدت کې کموالی راولي، تر څو ملت ډاډه شي چې یو ځل بیا به نه‌تباه کېږي.

ویسا

او ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې "افغانان د پردیو لپاره قرباني کېږي".

ورځپاڼې ویلي، دا چې طالبانو ولې د سولې په درشل کې خونړیو بریدونو ته زور ورکړی هېڅ‌څوک ځواب نه‌لري، خو د سرمقالې لیکوال لیکي، په دې ټول پوهېږو چې افغانان د بهرنیانو په سبب په مرګونو او ماتمونو محکوم دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې ولسي وګړي له دواړو لورو تر فشار لاندې دي، بهرني ځواکونه‌يې د شپې په چاپو او عملیاتو کې وژني او طالبان‌يې د دغه ډول خونړیو حملو په وسیله.

په سرمقاله کې په کابل کې د وړمې شپې له خونړۍ حملې وروسته د سیمې خلکو اعتراض ته هم اشاره شوې او لیکل شوي چې د خلکو غوښتنو ته باید پام وشي او دغه ډول پوځي مرکزونه باید د ملکي کورونو له‌منځه وویستل شي.

**

بهرنی ورځپاڼې

د افغانستان له حکومت سره د امریکا او طالبانو د توافق د مسودې له شریکېدو وروسته، په کابل کې د طالبانو موټربم برید، د یو شمېر نړیوالو چاپي رسنیو پام ځان ته اړولی دی.

واشنګټن پسټ

واشنګټن پسټ ورځپاڼه لیکي، په کابل کې د طالبانو له‌خوا زورورې موټربم چاودنې دا اندېښنې راټوکولي چې د طالبانو بریدونه ښایي د سولې توافق تر نهایي کېدو مخکې ډېر شي.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو بریدونه د سولې موافقې ته د زلمي خلیل‌زاد د نږدې کېدو له اعلان سره په یوه وخت دي.

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي دي چې له افغانستانه د یو شمېر امریکایي سرتېرو د وتلو پر پروګرام د ولسمشر ډونالد ټرمپ یو شمېر ملاتړو انتقادونه کړي.

واشنګټن پسټ لیکي، د جمهوري غوښتونکي سناتور لېندسي ګراهام او د ټرمپ د ادارې یو شمېر امنیتي سلاکاران وایي، پر طالبانو اعتماد نه‌شي کېدای او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به، په دغه هېواد کې د ۱۸ کلنې جګړې لاسته راړونې ضایع شي.

نیویارک ټایمز

بله امریکایۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز په کابل کې د دوشنبې ورځې د چاودنې په اړه لیکي، دا چاودنه چې لږ تر لږه ۳۰ تنه‌یې وژلي، وروسته تر دې وشوه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد وویل، له طالبانو سره‌یې په اصولو کې د سولې موافقه کړې ده.

خلیل‌زاد څرګنده کړه چې د موافقتنامې له لاسلیکېدو وروسته به په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستانه د ۵۴۰۰ امریکایي سرتېرو د وتلو چارې پیل شي.

نیویارک ټایمز بیا د دې اوونۍ په پيل کې هغو دوو بریدونو ته هم اشاره کوي چې طالبانو د کندز او پلخمري پر ښارونو وکړل.

د ورځپاڼې په باور، دغو بریدونو په افغانستان کې په شخړو کې د سمدستي کمېدو په برخه کې چې اوربند ته به لار پرانیزي، شکونه پیدا کړي دي.

یو اېس ټوډې

بلې امریکایۍ ورځپاڼې یو اېس توډې بیا د افغانستان د سولې په اړه لیکلي چې د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرو ته هیلې پیدا شوي چې بین‌الافغاني خبرو ته به لار پرانیزي او افغانان هیله‌مند شوي چې جګړې به ورسره ختمې شي.

ورځپاڼه لیکي، په ورته وخت کې امریکایان تمه لري چې تر ټولو اوږده جګړه به‌یې د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.

یو اېس توډې وړاندې لیکي، د سولې په خبرو کې د ښځو د نه‌موجودیت له امله دا اندېښنه رامنځته شوې چې په افغانستان کې د ښځو ترلاسه شوي حقونه به د دې موافقتنامې قرباني شي.

یو اېس توډې زیاتوي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هېڅ‌څوک دومره نه‌دي ځورېدلي لکه ښځې.

ورځپاڼه بیا افغانستان کې د ځینو خلکو دې اندېښنې ته هم اشاره کوي چې له طالبانو سره پراخ تړون داسې کورنۍ جګړې ته بیا لار هواره نه‌کړي لکه په ۱۹۸۹ کې چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته پيل شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*