ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د تل په څیر د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) یو انځور او د دوي یوه غوره وینا چاپ کړې ده چې وايي: عاشورا ژوندۍ وساتئ ځکه چې په دې کار سره به ستاسو هیواد له زیان او تاوانه په امان کښې وي.
دې ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي ستر سرټکي کښې لیکلې دي: د نتانیاهو د فلسطیني ضده ژمنې خلاف نړیواله دریځنیونه.
د دې خبر په ځینو برخو کښې لولو چې ایران د اردن سیند د لویدیځې غاړې په هکله د نتانیاهو انتخاباتي وعده وغندله.
هم داشان د انګلستان، جرمني، ایټالیا، اسپانیا او فرانسې په شمول پنځو اروپايي هیوادونو په نیواکي ټاټوبي کښې د لویدیځې غاړې د شاملولو لپاره د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم د ژمنو په غندنه کښې یوه ګډه بیانیه صادره کړه.
له بلې خوا بنیامین نتانیاهو غزه په قریب الوقوع جنګ وګواښله.
جمهوري اسلامي په یو بل خبر کښې د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو، ایچ، او) هغه خبرداري ته اشاره کړې چې د یمني ماشومانو په هکله یې ورکړی دی او لیکلې یې دي: په یمن کښې د میلیونونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې د یمن خلاف د جنګ دوام او له دغه هیواد سره د مالي مرستو کمیدل د میلیونونو یمني ماشومانو ژوند ګواښي.
دغه نړیوال ارګان د یمن د خلکو د ژوند د ژغورنې لپاره په خپلو کړو ژمنو باندې د هیوادونو د پابندۍ په ضرورت باندې په ټینګار سره ویلې دي: په یمن کښې روغتیايي او درملیزه برخه د پراخو نښتو په وجه له سخت کړکیچ سره مخامخ ده چې د وبا او نورو ناروغیو د خوریدو او د درملیزو او روغتیايي مرکزونو د بندیدو لامل شوې دي.
** عصرِ آزادي:
له تهرانه چاپیدونکې عصر آزادي ورځپاڼې بیا د ایران او فرانسې د ولسمشرانو د ټیلیفوني خبرواترو په هکله تفصیلي خبر راخیستې دی او د ولسمشر حسن روحاني له قوله یې لیکلې دي: د ایران له نظره د بندیز په حالاتو کښې له امریکې سره مذاکراه هیڅ معنا او مفهوم نه لري.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له خپل فرانسوي همرتبه امانوئل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کښې، دې ته په اشارې سره چې امریکې د یوې څواړخیزې نړیوالې موافقې په توګه له برجامه په وتلو سره د خپلو ژمنو له پوره کولو ډډه کړې ده، ټینګار وکړ: د ایران د حکومت، پارلیمان او خلکو له نظره په داسې حالاتو کښې چې بندیزونه موجود وي، له امریکې سره خبرې اترې هیڅ معنا او مفهوم نه لري.
ولسمشر روحاني په دغو خبرواترو کښې څرګنده کړه: که له اروپایانو سره موافقې فاینل شي نو ایران چمتو دی چې برجامي ژمنو ته راستون شي او د ایران او ۵+۱ ډلې غونډه هم هله ممکنه ده چې بندیزونه اوچت شي.
حسن روحاني د فرانسې د ولسمشر د هلوځلو په قدرونې سره د برجامي ژمنو د کمولو په لړ کښې د ایران دریم ګام ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړه: د ایران دریم ګام د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس ترڅارنې لاندې دی او په عین حال کښې د بیرته ستنیدو وړتیا لري.
د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان د برجام استحکام او د فارس خلیج او عمان سمندر په شمول د نړۍ په اوبلارو کښې امنیت د ایران دوه ستر هدفونه وبلل او هغه یې د اروپايي اتحادیې او حتی امریکې په شمول د ټولې نړۍ په ګټه وبلل.
حسن روحاني په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې برجام د ټولو لپاره یو ستر فرصت و څو د ایران په مخ په پراختیا اقتصاد کښې ګډون او پانګونه وکړي، وویل: ضروري ده چې اروپايي اتحادیه په تیره بیا فرانسه د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره خپل رول ولوبوي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د فرانسې ولسمشر هم د موافقو د نوې وړاندیزي پیکج په هکله له امریکايي چارواکو سره د خپل هیواد کوټلو خبرواترو او اقداماتو په وضاحت سره وویل: فرانسه د برجام د مفادو د اجرا او هوکړې ته د رسیدو لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
مکرون هم داشان د مذاکراتو د دوام او تفاهم ته د رسیدو لپاره د خپل هیواد راتلونکي پروګرامونه او اقدامات هم تشریح کړل.
د دواړو هیوادونو ولسمشرانو په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې موافقه وکړه چې خپلې سلامشورې به جاري ساتي.
**
کیهان:
د تهران چاپ کیهان ورځپانې بیا د نیویارک ټایمز له قوله لیکلې دي: ټرمپ په انتخاباتو کښې د بریالیتوب لپاره له ایران سره خبرواترو ته ضرورت لري.
خبر زیاتوي چې د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئو په شمول د ټرمپ د حکومت غړي اوس د هغو دولس ګونو شرطونو خبره نه کوي چې د خبرواترو لپاره یې ایران ته ټاکلې وو. کیهان په دې لړ کښې د ډیلي بیسټ په حواله هم لیکلې دي: ټرمپ له ایران سره د خبرواترو له غوښتنې انتخاباتي اهداف لري. هغه یوازې د یو داسې تاریخي انځور په تکل کښې دی چې ځان په کښې د یو ستر معامله کونکي په توګه وویني.
کیهان هم داشان د تهران د جمعې د لمانځه له خطبې ځینې ټکي په یو خبر کښې راخیستې دي او د امامِ جمعه له خولې یې لیکلې دي: د سیمې د خلکو مقاومت له عاشورا اخیستل شوی دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام سید محمد حسن ابوترابی فرد د دې اونۍ د جمعې لمانځه په خطبو کی د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی انقلاب ۴۰ کلونه کیږی چی د عاشورا په مدرسه سره یې تلپاتی فتوحات ترلاسه کړی دی ، زیاته کړه د عاشورا مدرسې د مقاومت ، دریدا او بصیرت په درس سره د بشری ټولنو ننې کلتور په انقلابی ، مقاوم او بریالی کلتور بدل کړی دی .
حجت الاسلام والمسلمین ابوترابی فرد پر دې په ټینګار سره چی مسلمانان باید خپل دښمن وپیژنی جوته کړه امریکا او مستکبران د مقاومت د جبهې په بریالیتوبونو اندیښمن دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د ایران پرضد د امریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره جوته کړه ایران به د عاشورا له پیښې په درس اخیستلو سره د لویدیځ په پراخ اقتصادی جنګ کی بریالی شي.
کابل چاپ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې د ولاړ بهیر او د جګړې د شدت په اړه لیکنې او مقالې خپرې کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې چې د وژنو د دوام پایله څه ده؟
په سرمقاله کې راغلي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې هم طالبانو بریدونو ته زور ورکړی او هم افغان ځواکونو چې په پایله کې یې دواړو لوریو ته درانه تلفات هم اوښتي، ځکه په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي، بلکې په کې مرګونه او ماتمونه وي.
د سرمقالې لیکوال د ولسمشر محمد اشرف غني پرونۍ دا خبرې هم را اخیستي چې وایي، په تېره يوه اوونۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې تر زرو زیات طالبان وژل شوي، خو د سرمقالې لیکوال زیاته کړې چې که ولسمشر غني دغه د زرو طالبانو د وژل کېدو دعوه رښتیا وبولو، نو معنا یې دا نه ده چې حکومت بریالی او طالبان مات شوي دي.
د ویسا په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د ولسمشر غني دغه کمپایني رجزونه اصلاً زموږ په هېواد کې د هدیرو د ډېرېدو او دېرو د سړېدو او شړېدو په معنا دي، ځکه د زرو طالبانو په بدل کې تر زرو ډېر عام افغانان وژل کېږي، دا شان تر پنځه سوه تنه امنیتي ځواکونه هم پرې قربانېږي.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې سرلیک لیکلې چې ولسمشره! وینه په وینه نه وینځل کېږي.
په دغه سرمقاله کې راغلي، له هغه وروسته چې د امریکا متحده ایالتونو له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې، جګړې هم زور واخیست او دواړو خواوو د يو بل د ځپلو په هدف درانه عملیات وکړل چې حکومت په کې د زرګونو طالبانو د وژلو ادعا لري.
د سرمقالې لیکوال د ولسمشر په پرونیو خبرو چې ويې ویل، په تېره يوه اوونۍ کې یې زرګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، سخت انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې ولسمشر غني د ټول افغانستان د جمهور رئیس په توګه له سولې پرته باید بله خبره ونه کړي، خو د واک د دوام په نشه کې یې پرون داسې څه وویل چې د يوه هېواد د ولسمشر له شان سره په هېڅ صورت نه ښايي.
د دنیا د سرمقالې لیکوال لیکي چې زموږ په باور ولسمشر باید تر بل هر چا د سولې د خبرو د بندېدو مخالف وای او اجازه یې باید نه وای ورکړی چې دغه ژوند بخښونکی بهیر دې درېدلې وای، خو له بده مرغه چې ولسمشر تر جنګسالارانو زیات د سولې د بهیر په درېدو او طالبانو ته د مرګ ژوبلې په اړولو خوشحاله شوی دی.
د دې مقالې په وروستۍ برخه کې د جګړې ښکېلو اړخونو ته ویل شوي چې وینه په وینه نه وینځل کېږي، نو غوره دا ده چې د جګړې د شدت پر ځای دې د سولې بهیر ته شدت ورکړي او د امریکا له لورې رامنځته شوی خنډ دې پخپله لرې او هېواد دې سولې او امنیت ته ورسوي.
هېواد:
د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله بیا په دې سرلیک ده چې خلیلزاد باید پر افغانستان د معاملې حساب ورکړي، په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا کانګرس احضار کړی او ترې پوښتي چې د سولې په نوم یې پر افغانستان څه معامله کوله؟
هېواد لیکي چې طالبانو سره په قطر کې د خلیلزاد پټه معامله اوس نه يوازې په افغانستان او امریکا بلکې په ټوله سیمه او نړۍ کې تر سختې پوښتنې لاندې ده، د دې معاملې پر بنسټ به طالبان امریکا ته تلل او له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره به یې په ډوېډ کمپ کې د سولې تړون لاسلیک کاوه، خو د افغان حکومت او د امریکا د سیاسیونو او پوځې مشرانو تر سخت فشار لاندې دا تړون لغوه شو.
د هېواد په سرمقاله کې دا هم ویل شوي چې له طالبانو سره د خلیلزاد له پټې معاملې ان افغان ولس هم خبر نه و، په دې اړه افغان حکومت سخت غبرګون وښود خو بیا هم خلیزاد هڅه کوله چې دا هر څه لومړی پر افغان حکومت ومني او بیا يې پر امریکا وتپي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، ښاغلی خلیلزاد باید د دغې پټې معاملې په اړه يوازې د امریکا کانګرس ته نه، بلکې افغان حکومت ته هم حساب ورکړي.
د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې د لیکوال په خبره، په قطر کې هڅه کېده چې له افغانستانه د نړیوالو ملاتړ ختم کړی شي، څو دښمن ته میدان خالي او افغانستان يوځل بیا د ترهګرۍ پر ځالې بدل او سیمه او نړۍ په ځانګړې توګه امریکا پرې وګواښل شي چې دا نه افغانانو ته د منلو ده او نه هم د سیمې او نړۍ په ګټه ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*