ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ او د ځینو بهرنیو ورخپاڼو مهم مطالب او خبرونه
نن د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو د سپيڅلې دفاع د اونۍ د پيلیدو په مناسبت مراسمو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني څرګندونو ته انعکاس ورکړی دی.
د خبر په دوام کښې لولو چې د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د سیمې د ملتونو ترمینځ درز او اختلاف د امریکا او صیهونیزم غوښتنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د ایران منطق د فارس خلیج اوهرمز تنګی لپاره له داخله امنیت دی او په دغه سیمه کی د بهرنیو عسکرو شتون مشکل رامینځته کولې شی .
ولسمشر حسن روحانی پرون د سپیڅلی دفاع د اونۍ د لمانځلو په دستورو کی پر دې په ټینګار سره چی د ایران د ستر ملت او وسله وال ځواک په اقتدار سره دښمن به په اسلامی ایران د تیری جرات ونلرلې شی وویل د ایران خلک په وحدت ، دریدا او یوموټی والی سره نه د ختیځ او لویدیځ له رعبه ویریدل او نه د هغو له وسلو او د مرتجعو عربو د پیسو په وړاندی هم تسلیم نه شول .
ښاغلی روحانی د دې خبرې په کولو سره چی استکباری قدر تونه او په سر کی یې امریکا تل د سیمې د هیوادونو د ګټو د لوټلو ، مشکلاتو ، بدبختی او ناامنی تعقیب کړی وویل په افغانستان ، عراق ،فارس خلیج او په سیمه کی په هر ځای کی د امریکایانو شتون تل د ناامنۍ سبب شوی دی .
ښاغلی روحانی په دې ټینګار سره چی د ایران وسله وال ځواک تل د سیمې لپاره امنیت ډالۍ کړی دی ، جوته کړه د ایران وسله وال ځواک که د عراق ، سوریې ، فلسطین او لبنان د خلکو په څنګ کی ودریده نو د دغو ټاټوبیو لپاره یې امنیت راوړ اود وحشی ترهه ګرو جرړه یې وویستله او له امریکا او د هغې له هم تړونو سره د ایران توپیر دی .
د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی سږکال به په ملګرو ملتو کی د هیلې ایتلاف او د هرمز د سولې نوښت په شعار سره شتون پیدا کړی ، جوته کړه د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره په فارس خلیج ، عمان سمندرګی کی د سیمې د هیوادونو په مرسته امنیت رامینځته کولې شی.
**
جمهوري اسلامي
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د نورو خبرونو ترڅنګ د سعودي رژیم د زوال په هکله د لبنان د حزب ا... د مشر سید حسن نصر ا... څرګندونې راخیستې دي او لیکلې یې دي: آل سعود رژیم د خپل ژوند اخری پړاونه کچ کوي.
هغه وویل د سعودی عربستان د فلسطین ضد دریځونه، د پیړۍ له معاملې د عربستان ملاتړ او د امریکا د ولسمشر ټرمپ وړاندې د سعودی عربستان ذلت او رسوا کیدل هغه مسائیل دی چې د سعودی چارواکو رعب یې چې په تیرو وختونو کښې یې ځانونه خپلواکه او پتیالي معرفي کول تر پوښتنې لاندې وروستلی دی .
د لبنان دحزب ا... مشر حسن نصر ا... له ایران سره د سعودی عربستان دښمنۍ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: ددغې دښمنۍ جرړه د فلسطین او د مقاومت له چورلیز څخه د ایران د اسلامی جمهوریت ملاتړونو ته ورستنیږي.
حسن نصر ا... په دې خبرې سره چې سعودی عربستان د ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب له لومړیو څخه تراوسه دایران له اسلامی جمهوریت سره دښمنۍ کړی ده وویل سعودی عربستان د مقاومت د جبهې دښمن وو او دی .
هغه وویل هغه څه چې داعش ډلې په سوریې او عراق کښې وکړل دامریکا او دسیمې د ځینو عربو هیوادونو چې په سر کښې یې عربستان دی په ملاتړونو سره ترسره کړل .
حسن نصر ا... دغه راز د صهیونیسټ رژیم تیریو ته د فلسطین او دلبنان دمقاومت غورځنګونو وروستیو ځوابونو ته په اشارې سره وویل دجنګ قواعد نور بدل شوی او مقاومت د صهیونیسټ رژیم تیریو ته پریکنده ځواب ورکوي.
کابل چاپ:
د کابل چاپ ویسا ورځپاڼه راخلو چې د مقالې عنوان یې دی
انتخابات د ولس انتخاب نه دی
په مقاله کښې لولو چې د افغانستان د انتخاباتو د شکایاتو کمیسیون تر اوسه چې د ولسمشرۍ د نوماندانو څومره شکایتونه ثبت کړي دي تقریباً ټول یې د غني او عبدالله د ټیمونو دي چې غالباً دوی د یو بل پر خلاف ثبت کړي دي.
د دوی دواړو کمپایني غونډې هم تر ډېره حده د یو بل پر غندلو بوختي وي، ځکه چې اصلاً له دوی پرته نور نوماندان یا د انتخاباتو پر کېدو باوري نه دي یا یې په دغه حساس وخت کې ترسره کېدل د هېواد په ګټه نه بولي او یا همدغه په واک کې ټیمونه پر دې تورنوي چې د درغلیو او تقلب لارې چارې لټوي او د ولس حقیقي رایه په دغه بهیر کې بې ارزښته ده.
غني اجرائيه ریاست شپږمه ګوته بولي او د تېرو پینځو کلونو د ټولو ناخوالو پړه پر ډاکتر عبدالله ور غورځوي، عبدالله بیا د تدارکاتو په شمول د نږدې اته ملیارده ډالره پور او نورو سترو درغلیو او غلطو اقداماتو خبره کوي چې ګواکي ولسمشر غني ترسره کړي دي.
ډاکتر عبدالله په وروستیو کې له امریکا غوښتي چې د تدارکاتو په اداره کې د درغلیو او مالي فساد موارد دې وڅېړي.
داسې ښکاري چې په دې پاتې کمپایني ورځو کې به دواړه لوري یو بل نور هم رسوا کړي. هغه څه چې له دې رسوائيو نه زموږ ولس باید زده کړي دا دي چې:
د اجرائيه ریاست او یا په بل هر نامه د حکومتي واک وېش په اوسمهال کې د ولس په خیر نه دی، ښه تجربه یې همدغه حکومت ؤ چې هېواد یې له سترو بربادیو سره مخ کړ.
اوس چې د حکومت دواړه مشران د راتلونکې لپاره بیا نوماندان دي له بدو سیاسی معاملو نیولې تر اداري فساد او نورو بدمرغیو پورې دواړه پکې شامل او شریک دي، یو یې هم برائت نشي موندلای.
ډاکتر عبدالله چې د تدارکاتو د فسادونو په باب له امریکایانو د څېړنې غوښتنه کوي یو پیغام یې ظاهراً دا دی چې غني د امریکایانو تر عتاب لاندې دی دی به یې نه وي. خو که هر صورت وي افغان ولس ته دواړه پړه دي. ځکه که د غني په یو طرفه غیر ملي او بدو اقداماتو عبدالله پینځه کاله چوپ پاتې شوی یا یې د جرم شریک دی او یا دومره بې کفایته او پر مقام مین چې نه یې د غني مخه ونیولای شوه او نه یې ځان له دې مسوولیته وژغوره.
په هر صورت ظاهراً د راتلونکې سیالۍ هم په اوسني فساد او آن ملي خیانت تورن حکومت د دوو اړخونو تر منځ دي، خبره هېڅکله د ښه او بد تر منځ د انتخاب نه ده، د بد او ډېر بد تر منځ هم نه ده، د دوو ډېرو بدو تر منځ ده چې که په ریښتینې معنا ولس د واک خاوند وي انتخاب یې اوسنی انتخاب نه دی، سوله ده، خدای دې وکړي انتخابات پر ولس تر اوسني بد وضعیت تحمیل نه کړي. (آمین)
د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه:
ګارډین:
ګارډین ورځپاڼه "د افغانستان پر انتخاباتو تاوتریخوالي او درغلۍ سیوری غوړولی، رأیه ورکول به د لیونتوب په معنی وي" تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، روانه اوونۍ افغانستان باید نوی ولسمشر وټاکي، خو تېره لسیزه کې په دې هېواد کې هر انتخابات له درغلۍ او تاوتریخوالي سره مله وو.
د ګارډین په لیکنه، د دې وېره شته چې را روان انتخابات له دې هم بدتر وي.
ګارډین وړاندې لیکي، هر یو چې د ولسمشرۍ انتخابات ګټي، هڅه به یې دا وي چې د سولې په هره موافقه کې د افغانستان امنیتي ځواکونه تر پوښښ لاندې را وړي، لومړی د اوربند او بیا د داسې ګډ حکومت په اړه خبرې وکړې چې د ډموکراسۍ او د ښځو د حقونو په برخو کې د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې له لاسه ونه وځي.
د ګارډین په لیکنه، وسله والو مخالفینو د انتخاباتو د ګډوډلو ژمنه کړې او تراوسه یې د کاندیدانو پر کمپایني غونډو او د یوه کاندید پر مرستیال حملې کړي دي.
د ورځپاڼې په وینا، د حملو زیاتوالي ډېری رأیه ورکوونکي اړ کړي چې د خپل ژوند له وېرې د رأیې ورکولو له مرکزونو ځان لېرې وساتي.
ګارډين لیکي، د کمپاینونو مسؤلین او حکومتي چارواکي وایي، د دې احتمال شته چې په دغو انتخاباتو کې به د ګډون کوونکو شمېر د ولسي جرګې تېرو انتخاباتو ته نږدې یعنې ۳،۶ ميلیون وګړي وي، حال دا چې د ولسمشرۍ په مخکنیو انتخاباتو کې شااوخوا اته ميلیونه رأیې شمېرل شوې وې.
د ګارډین په وینا، که له امنیتي اندېښنو سره سره بیا هم ډېری افغانان په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړي او حکومت ته ډېر مشروعیت ورکړي، بیا هم د درغلۍ په اړه یې چې د افغانستان پرله پسې انتخابات پرې لړلي وو، اندېښنې په خپل حال پاتې دي.
سټارز انډ سټرایپس:
امریکایي سټارز انډ سټرایپس خپرونه، په افغانستان کې د جګړې سابقه لرونکي تراوسه د سولې د یوه تړون په تمه دي او پوښتنه کوي چې ایا قربانۍ یې په دې ارزېدې؟ ترسرلیک لاندې د مطلب په یوه برخه کې لیکي، امریکایي ډیپلوماتانو او د طالبانو استازو د تېرکال په اکتوبر کې په عمان کې د سولې خبرې پیل کړې چې په کمپ ډیویډ کې یوې محرمانه غونډې ته یې هم زمینه برابره کړه، خو د سپټمبر په نهمه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه خبرې د طالبانو د هغې حملې په خاطر لغوه اعلان کړې چې یو امریکایي سرتېری او ۱۱ تنه نور پکې ووژل شول.
د سټارز انډ سټرایپس په لیکنه، له دې اعلان وروسته شخړې په افغانستان کې زیاتې شوي او د سپټمبر په ۱۶مه د طالبانو په دوو انتحاري حملو کې ۴۸ کسان ووژل شول.
دغه حملې هم د افغانستان د را روانو انتخاباتو د ګډوډولو په هدف ترسره شوې وې.
ولسمشر اشرف غني هیله مند دی چې د میزان د شپږمې نېټې د انتخاباتو په ګټلو سره به د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره غوره شي.
د خپرونې په لیکنه، په داسې حال کې چې د ولسمشر ټرمپ اداره په رسمي ډول په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه بحث کوي، د هغو کسانو لپاره چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو په خاطر یې په افغانستان کې خپل ژوند په خطر کې اچولی، د دغې جګړې د پای ته رسولو په اړه جدي پوښتنې مطرح کېږي.
خپرونه په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د کارپوه سیټ جونز له قوله لیکي چې ویلي یې دي، ښایي د دغې جګړې پیل له هماغه اوله یوه تېروتنه وه.
د سټارز انډ سټرایپس په لیکنه، په اوس وخت کې شااوخوا ۱۴ زره امریکایي عسکر په افغانستان کې دېره دي او شااوخوا ۲۴۰۰ هم په دې هېواد کې وژل شوي دي.