ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85038-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ او د ځینو نورو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2019 12:09 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ او د ځینو نورو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه ګورو چې په وړومبي مخ د عراق د وزیراعظم خبرې راخیستې دي چې وايي: د خلکو قانوني غوښتنې پوره کوو.

د خبر په ځینو نورو برخو کښې لولو چې د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی دیوې اعلامیې په خپرولو سره   له پوځی حکومت لګونې سره   اړونده ټول مقررات چې  ددغه  هیواد  په ځینو سیمو کې له پراخواعتراضونو وروسته  لګول شوی وو ، لغوه کړل .

 عادل عبدالمهدی  چې د عراق د وسلوالو ځواکونو عمومی قوماندان هم دی ، بیګا حکم ورکړی  په دغه هیواد کې دې  له سهار پنځو بجو وروسته په تګ راتګ درست   د بندیز درست مقررات  لغوه شی .

 هغه په عین حال کې ژمنه کړې   د  اعتراض کونکو  خلکو درستو جایزو  غوښتنو ته  مثبت ځواب ورکوی .

 په عین حال کې د  عراق  امنیتی چارواکو  بیګا هم د عادل عبدالمهدی په مشرۍ د عراق روانو حالاتو د ارزونې لپاره بیړنۍ غونډه جوړه کړې ده .

**

د تهران چاپ رویش ملت ورځپاڼې بیا د تهران د جمعې د لمانځه خطبو ته انعکاس ورکړی او د آیت ا... امامي کاشاني له قوله یې لیکلې دي: د استکبار جبهه نه غواړي چې د اربعین لاریون ترسره شي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت ا... محمد امامی کاشانی  د جمعې لمانځه په دوهمې خطبې کې  په عراق کې ناکراریو او دهغو په پراختیا کې د دښمنانو  رول ته په اشارې سره وئیلی دی ، دښمنان هڅه کوی ، چې  د حسینی اربعین  د میلیونی لاریون  لپاره خنډونه رامینځة کړی ، خو دغه ولولناک او پرتمین لاریون به دتیرو کلونو په نسبت لازیات ولولناک او پراخ وی .

 ایت ا.. امامی کاشانی د دې خبرې په کولو سره چې  د حضرت امام حسین علیه السلام  بیرغ  له ظلم سره د مبارزې بیرغ دی ، زیاته کړې ، امریکا او صهیونیسټی رژیم  د دسیسو په رامینځةکولو سره  دحقیقت په پټولو پسې دی .

 د  تهران د جمعې لمانځه خطیب  همداراز د  تیریګرو په وړاندې دیمن د مظلوم ولس  بریالیتوبونو ته په اشارې سره  ووئیل، دیمن د ولس بریالیتوبونو د آل سعود رژیم او دهغوی د ملاتړو اربابانو  عزت او شرف  له خاورو سره خاورې کړی دی .

د تهران دجمعې لمانځه  خطیب  همدرااز د ایران پر ولس د امریکا دباؤنو په باب هم ووئیل ،  د ایران د ولس  په مقاومت او استقامت سره ، د دښمنانو  زیاتره دباؤنه  د هغوی په زیاتره ذلالت بدل شوی دی . 

**

کیهان

له تهرانه د چاپیدونکې کیهان ورځپاڼې ځینو بهرنیو خبرونو ته یوه لنډه او ځغلنده کتنه کووی چې په سر کښې یې د عراق د حالاتو په هکله یوه ستره مقاله او څیړنه خپره کړې ده چې عنوان یې دی: د عراق هوښیار خلک سعودي-صهیونیسټي فتنه شنډوي.

په مقاله کښې لولو چې د عراق زیاتره خلک په خپل هیواد کښې په موجود فساد، بیکارۍ او د عامه خدماتو په نیمګړتیاؤ باندې په اعتراض کښې سړکونو ته راوتلې وو خو په خپلو لیکو کښې د نفوذیانو د شاملیدو په لیدو او د هغوي د جوړښت ماتونکو شعارونو په اوریدو سره بیرته ستانه شول او د اربعین د لاریون د سترې حماسې په درشل کښې د فتنې رامینځته کولو لپاره سعودي-صهیونیسټي ګډ پلان یې له ماتې سره مخامخ کړ.

کیهان په یو بل خبر کښې بیا په لبنان کښې د فتنه اچونې لپاره د آل سعود د تحرکاتو د یو محرمانه سند د ایشوا کیدو تر سرټکي لاندې لیکلې دي چې الاخبار وايي، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښودنه کوي آل سعود او بن سلمان په لبنان کښې د حزب ا... په کمزورې کولو سره په دغه هیواد کښې د فتنه اچونې هڅه کوي.

له بلې خوا د یمن انصار ا... یو ځل بیا سعودي ته ګواښ وکړ چې که د اوربند طرحه ونه مني نو د دوي د لا سختو ګوذارونو په تمه دې ووسي ځکه چې په ارامکو باندې حمله یوازې د یخو د غره څوکه وه.

دا په داسې حال کښې دي چې د سعودي عربستان د واکمنې کورنۍ ځینې غړي او تجارتي پوهان د آرامکو په تیلي تاسیساتو باندې د انصار ا... د تیرې میاشتې له حملې وروسته د ولیعهد محمد بن سلمان له مشرۍ نارضایتي څرګنده کړې ده.

په یو بل خبر کښې لولو چې یوې اسرائیلي ورځپاڼې لیکلې دي: د عربستان په ارامکو باندې د انصار ا... حملې صهیونیسټان هم سخت ویرولې دي.

کیهان هم داشان په یو بل خبر کښې لیکلې دي: پس له دې چې امریکې د اروپايي اتحادیې په اووه نیم میلیارډ ډالري شیانو باندې درانه مالیات او تعرفې ولګولې، اروپايي اتحادیې ویلي چې د واشنګټن دا کار به بې ځوابه پرې نږدي او ورسره به ورته مقابله وکړي.

*/*/*/*/

کابل چاپ:

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره پاکستان ته د طالب پلاوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفر په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د طالبانو یو ۱۲ کسیز پلاوی پاکستان ته ولاړ او د هغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره یې ولیدل.

په سرمقاله کې راغلي، له پاکستاني چارواکو سره دا لیدنې کتنې امریکا ته د پاکستان د صدراعظم تر سفر وروسته کېږي او ویل کېږي چې ښايي عمران خان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې دا غوښتي وي چې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ دې د سولې خبرې بیا پیل شي.

سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي، که چېرې بیا د سولې خبرې پیلېږي نو شرط یې باید اوربند وي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا د دغه سفر په اړه لیکي چې امریکا دوه مخی سیاست لوبوي، ځکه له یوې خوا یې طالبانو سره خبرې لغوه کړې او له بلې خوا یې د افغانستان د سولې لپاره خپل خانګړی استازی پاکستان ته ولېږه چې د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.

خو ورځپاڼه لیکي، دا ځل دا لیدنې کتنې او خبرې د طالبانو د ملاتړي هېواد پاکستان په کوربه توب مخته ځي او ولیدل شي چې پاکستان د خلیلزاد مخته کومه نوې سناریو ږدي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې هم پاکستان ته د طالب پلاوي او زلمي خلیل زاد سفر ته په اشارې سره لیکلي، باید په دغو خبرو کې پر اوربند، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر راکمولو او د افغانستان له دولت سره د سولې په خبرو ډېر ټینګار وشي.

ویسا:

ویسا نادولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د افغانستان د سولې د موضوع په اړه لیکلي.

ویسا لیکي، د ټرمپ له خوا د سولې د خبرو اترو تر لغوه کېدو وروسته، روسیې، چین، ایران او پاکستان ته د طالبانو د مشرانو سفرونه او د سولې په باب د دوی د خبرو او نظرونو غبروګون داسې ښيي چې د امریکا او طالبانو تر منځ به ځنډول شوې خبرې بیا پیلېږي او بین الافغاني خبرې به هم خامخا پېلېږي.

خو ورځپاڼه لیکي چې د بین الافغاني خبرو څرنګوالی د تلې د شپږمې په انتخاباتو پورې تړلی دی چې نتیجه به یې څه راوزي؟

ځینې بهرنی ورځپاڼې:

واشنګټن اګزامینر:

واشنګټن اګزامینر ورځپاڼې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د درېدلو خبرو په اړه مقاله خپره کړې ده. د ورځپاڼې په وینا، د دغو مذاکراتو درېدلو یوازې یو ګټونکی درلود.

ورځپاڼې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغو خبرو د درېدو ګټونکی بللی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ نهه میاشتني مذاکرات په سپټمبر میاشت کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا لغوه شول.

ورځپاڼې لیکلي دي، د امريکا پوځي چارواکو ویلي چې جګړې ته به دوام ورکړي او طالبانو هم د تاوتریخوالي خبرداری ورکړی دی.

د واشنګټن اګزامنر په لیکنه، دا یو دلیل دی چې یوازي شل فیصده په شرایطو برابرو افغانانو په انتخاباتو کې ګډون وکړ.

ورځپاڼې لیکلي، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو د رژيم له سقوط راوروسته، دا ځل په افغانستان کې په انتخاباتو کې د افغانانو تر ټولو کم ګډون وو.

د ورځپاڼې په وینا دا هېواد له ژورو ستونزو سره مخامخ دی. په پای کې راغلي چې تر څلورو زرو زیات ملکیان یوازي د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

نیویارک ټایمز:

نیويارک ټایمز ورځپاڼې هم د افغانستان د انتخاباتو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې راغلي، د دې لپاره چې د افغانستان په ولسمشريزو انتخاباتو کې ګڼ شمېر کسان رایې ورکړای شي، د انتخاباتو په ورځ دا پروسه دوه ساعته نوره هم تمديد شوه.

مقاله لیکي، داسي شواهد شته چې د تېر ځل په پرتله دا وار انتخابات په شفافه توګه ترسره شوي، خو ځيني افغانان وېره لري چې د انتخاباتو نتایج د درغلیو له کبله له نویو ستونزو سره مخامخ نه شي.

مقاله لیکي، دا وېره به د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون لپاره ازموینه شي.

ورځپاڼه زیاتوي، د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې اصلاحات رامنځته شول، نوي کمیشنران و ګومارل شول او مخکيني کمشنران د درغلیو په تور محکوم شول.