ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه او مقالې.
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په وړومبي مخ یې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني له خولې په غټو ټکیو لیکلې دي: ملګري هیوادونه په خوله د امریکې احترام کوي خو په عمل کښې له مونږ سره کار کوي.
خبر زیاتوي چې ولسمشر حسن روحاني پرون د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانه سیمې د هیوادونو د روغتیا وزیرانو په غونډه کښې وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د ویاړ خبره ده چې د اسلامي انقلاب په تیرو څلویښتو کلونو کښې په اوسط توګه هر کال شپږ میاشتې ژوند ته د خلکو هیله زیاته شوې ده.
ولسمشر په یادې غونډې کې په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکا انسانی ضد جنایتونه کړی او د اقتصادی ترهه ګرۍ اقدامات کړی دی ، زیاته کړې ،ایرانی پوهان، څیړاندي، ټیکداران او تولیدونکی د بې انصافه بندیزونو اوبې مخینې اقتصادی دباؤنو سره سره په بشپړ ډ ول په ځان د بسیاینې په لور حرکت کوی .
ډاکټر روحانی په دې په ټینګار سره چې درې اتیا میلیونه ایرانیان به د امریکا جنایتونه هیر نه کړی ، ووئیل ، امریکابه د دغه ډګر ماته خوړونکې وي او د سیاست، اخلاقو او انسانیّت په دنیا کې ایران بریالی او امریکا هم ماته خوړلی هیواد دی .
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې جنګ او ترهه ګری د ټولنې د سلامتیا د له مینځه وړلو عامل دی ، ووئیل ، په یمن ، سورئې ،عراق او افغانستان کې د پوځی جنایتونو او نیواک معنا دا ده چې په دغو سیمو کې به خلک له ډیرو مشکلاتو اوترینګلتیاؤ سره لاس اوګریوان وی ا و د ولس سلامتیا ګواښل کیږی .
د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې په سختو شرائطو کې خپل ګاونډیان نه هیروو ، ووئیل ، اسلامی ایران د روغتیائی چارو او درملنې د تامینولو لپاره تل د عراق او سورئې د ولسونو ترڅنګ ولاړ دی .د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې اسلامی ایران د وحشی صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او تیریو په مقابل کې د فلسطین د مطلوم ملت تر څنګ ولاړ دی ، ووئیل ایران همداراز د یمن له ولس سره د درملیزو اوخوراکی موادو د تامین له نظره مرسته کوی او دا کار یو ویاړ ګڼی.
**
ابرار خپل یو بل خبر د نړیوالې بین المجالس اتحادیې د غونډې ټرڅنګ د ایران د اسلامي شورا د مشر څرګندونو ته بیل کړی چې وايي: د ټرمپ سپین سترګیو ته په پام سره د دنیا مشران باید په یو بل باندې لازیات اعتماد او باور وکړي.
خو د ابرابر بل مهم خبر د ایران په یوې تیل وړونکې کشتۍ باندې د راکټي حملې په هکله دی او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې خبرې سره چې د ایران په سابیټي نومې تیلي کشتۍ باندې حمله یو حکومتي اقدام و، وویل: د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په ایراني کشتۍ باندې حمله د یو یا څو حکومتونو له خوا شوې ده.
**
اوس به کیهان ورځپاڼه راواخلو چې دا هم له تهرانه چاپیږي، البته د دې ورځپاڼې ځینو مهم بهرنیو خبرونو ته ځغلنده کتنه کوو چې تر ټولو مهم په کښې د سوریې په هکله دی او کیهان په خپل وړومبي مخ لیکلې دي: د سوریې د پوځ پرمختګ او د داعش تیښتې، لویدیځ لوری سخت وویروه. د سوریې په شمال ختیځو سیمو کښې د دغه هیواد د پوځ د دیره کیدو په سر د دمشق له حکومت سره د کرد وسله والو موافقې د امریکې کانګرس او اروپايي حکومتونه سخت اندیښمن کړل.
داشان د سوریې پوځ د منبج سیمې کنټرول په بشپړه توګه په لاس کښې واخیسته.
له بلې خوا د سوریې په شمالي سیمو کښې له څو جیلونو څخه د سلګونو داعشي ترهګرو له تیښتې وروسته د عراق حشد الشعبي رضاکار ځواک او پوځ د خپل هیواد خاورې ته د دغو خطرناکو تکفیریانو د ننوتو د مخنیوي لپاره په سرحدي لارو او سیمو کښې مورچې ونیولې.
او د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو د یمن په خاورې باندې د خپل تیري په دوام کښې (الحدیده انجنئیرنګ کالج) بمباري کړ.
**
جمهوري اسلامي:
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د اسلامي ایران د خارجه وزیر هغه څرګندونې راخیستي چې د سوریې په خاورې د ترکیې د حملې په هکله یې کړې دي او د دغې حملې د بندیدو په ضرورت یې ټینګار کړی دی.
خبر زیاتوي چې محمد جواد ظريف په يو ټوئيټ کښې د سوريې په شمال د ترکيې د يرغل په اړه وليکل، په دغه هېواد يرغل پکار دي بند کړې شي، آدانا موافقه دې بنياد وګرځي او د بشر دوستانه نړيوالو حقوقو د بنيادي اصولو خيال دې وساتل شي.
د ايران خارجه وزير د آدانا موافقې په چوکاټ کښې په ټولو اندېښنو باندې په تاکيد سره زياته کړه، پکار دي د عامه خلقو او جنګياليو ترمېنځ فرق وساتل شي.
**
کابل چاپ:
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د انتخاباتو، سولې او جګړې په اړه مطالب خپاره کړي دي.
هشت صبح:
هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، تقلب کوونکي د قانون منګلو ته وسپارئ!
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیومټریک رأیو ته د اعتبار ورکولو د پالیسۍ له مخې د ۵۰۰ زرو په شااوخوا کې راًیې بې اعتباره کړې.
ورځپاڼه لیکي په دې سره په انتخاباتو کې د رأی ورکونکو ټول شمېر دوه نیم ملیونه کسانو ته نه رسېږي او که تکراري عکسونه او د ګوتو نښې هم ترې حذف شي، نو دا شمېر کیدای شی له دوه ملیونو هم راکم شي.
په سرمقاله کې راغلي دا ارقام ښيي چې په ولایتونو کې تقلب شوی، نو انتخاباتي کمیسیونونه باید دا موضوع جدي ونیسي او کوم کسان چې په دغه تقلب کې ښکېل دي، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، طالبان دې د سولې راروان فرصت نه ضایع کوي.
په سرمقاله وړاندې راغلي، څو ورځې وړاندې یوې غربي رسنۍ د ځینو سرچینو له قوله داسې راپور خپور کړ چې امریکا طالبانو سره د مذاکراتو د بیا پیلېدو په هڅه کې ده.
سرمقاله لیکونکی لیکي، تازه د ناټو سرمنشي هم ویلي، که د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات بیا پیل شی، دوی یې هرکلی کوي، خو په خبره یې د طالبانو له چلنده داسې ښکاري چې دا ډله په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو ته ژمنه نه ده.
ورځپاڼه لیکي، سټولټنبرګ ویلي طالبان باید د سولې لپاره نرمښت وښيي او ورته د رسېدو لپاره دا ځل له ځینو غوښتنو او شرطونو تېر شي.
نوموړي دا هم ویلي که له دغې ډلې سره د سولې خبرې بیا پیلېږي، نو پکار ده چې باوري ضمانتونه ترې واخیستل شي؛ ځکه طالبان د دې پر ځای چې تاوتریخوالی پرېږدي لا ورته لمن وهي.
دنیا:
دنیا نا دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، په افغانستان کې د جګړې دوام به د داعش ډلې د پراخ حضور لامل شي.
ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د داعش ډلې په اړه لیدلوری دا دی چې دا ډله له دې امله چې په خلکو کې ځای نه لري ستراتېژیک ګواښ نه بلل کېږي، خو د سرمقاله لیکونکي په وینا دا لیدلوری سم نه دی ځکه بلاخره دا عقیده ده چې په خلکو کې ځانته ځای جوړوي.
د سرمقاله لیکونکي په باور که په افغانستان کې جګړه دوام وکړي، داعش ډله به ترې استفاده وکړي او په خلکو کې به خپل عقاید خپاره کړي او بیا همغه ده چې افغانستان به د داعش په لاس سقوط کوي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*