د حسیني (ع) اربعین (څلوېښتۍ) په مناسبت ټولو ته تسليت وايوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85334-د_حسیني_(ع)_اربعین_(څلوېښتۍ)_په_مناسبت_ټولو_ته_تسليت_وايوو
له ټولې نړۍ نه په ميلينونو مینه والو او عاشقانو ځانونه کربلا ته رسولي او په دغو ولوله ناکو دستورو کښې ګډون کوي او له دې سره په یووخت په ټوله دنيا کښې هم دغه دستورې نمانځل کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2019 10:04 Asia/Kabul
  • د حسیني (ع) اربعین (څلوېښتۍ) په مناسبت ټولو ته تسليت وايوو

له ټولې نړۍ نه په ميلينونو مینه والو او عاشقانو ځانونه کربلا ته رسولي او په دغو ولوله ناکو دستورو کښې ګډون کوي او له دې سره په یووخت په ټوله دنيا کښې هم دغه دستورې نمانځل کیږي .

زمونږخبریال رپوټ راکوي چې  د  کربلا د سپیڅلی پاڅون د  سالار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو دڅلویښتۍ یا اربعین  شاندارې دستورې  نن په  ټوله نړۍ په تیره بیا د  حضرت امام حسین علیه السلام په سپیڅلي حرم کربلا معلی کښې په ډېرې اعلی طريقې سره نمانځل کیږي.

 د ایران اسلامی جمهوریت هم  له څو ورځو راهسې  د اربعین د دستورو  په ویر او ماتم کښې ډوب دے او دغه رنګ د  کربلا  د زیارتوالو په  خدمت کښې له هيڅ کوششه ډډه نه کوي  .  ویل کیږی  چې دپاکستان ،افغانستان ،آذربایجان جمهوریت  او د نړۍ له نورو هیوادونو  په ميلينونو زیارتوالو  د ایران له لارې  او همدارنګ د هوا له  لارې ځانونه کربلاته رسولي دي . له دې سره په یووخت په ډیرو  هیوادونو او  په ټول ایران کښې په دې مناسبت   لاریونونه ترسره کیږي  . په رپوټ کښې راغلي دي چې  د تهران له مختلفو سيمو نه د حضرت  عبدالعظیم  حسني عليه السلام تر حرمه پورې  نن د اهل بیت علیهم السلام د هغو لکونو مینه والو شاندار لاریون ترسره  کیږي  چې  کربلا ته له تلو پاتې شوي دي .

نن د صفرې د مياشتې د شلمې يعنې د حضرت امام حسين (ع) او هغه حضرت د وفادارو ملګرو د اربعين يا څلوېښتۍ په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او پتياليو انسانو او په خاصه توګه تاسو  د تهران ریډیو ټولو اوريدونکو ته د زړه له کومې تسلیّت وايوو.