د ایران او افغانستان جګ پوړو چارواکو سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85619-د_ایران_او_افغانستان_جګ_پوړو_چارواکو_سره_وکتل
د ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال او د افغانستان اجرايي مشر په تاشقند کښې ملاقات وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2019 12:40 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان جګ پوړو چارواکو سره وکتل

د ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال او د افغانستان اجرايي مشر په تاشقند کښې ملاقات وکړ.

د افغانستان د حکومت اجرايي مشر په تاشقند کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د وزیراعظمانو د غونډې ترڅنګ د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له وړومبي مرستیال سره ملاقات وکړ.

د اسلامي ایران وړومبي مرستیال اسحاق جهانګیري او د افغانستان اجرايي رييس عبدا... عبدا... په دغه کتنه کښې د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ په تیره بیا په اقتصادي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کښې د همکارۍ په پراخولو ټینګار وکړ.