ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
نن د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو د لړم د دیارلسمې یعنې له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې دستورو ته پراخ انعکاس ورکړی او په دغو مراسمو کښې د ګډونوالو مختلف انځورونه یې خپاره کړې دي.
له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ورځې لاریونونه پرون دوشنبه د ایران په کابو زرو ښارونوکې د ولس په پراخ ګډون سره ترسره شول.
ورځپاڼو په دې هکله لیکلې دي چې لړم د دیارلسمې نیټې د لاریون په وروستي پریکړه لیک کې چې په ایران کې له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې په توګه ترسره کیږي، راغلې دي: د ایران خلک مخ په ځوړه امریکا د بشریت لومړی نمبر دښمن او د ځینو اروپایی هیوادونو مشران هم بې باوره ګڼي.
د لړم د دیارلسمې په لاریون کې ګډونکوونکو، د فلسطین د مجاهدانو له مبارزو، د آل سعود رژیم په وړاندې د یمن د انصار ا... د میړنتوبونو، د بحرین نایجیریا ، حزب ا... او په ټوله سیمه کې د مظلومو کسانو له مبارزو خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ایران خلکو په دغه پریکړه لیک کې امریکا، صهیونسټ رژیم او آل سعود د خلکو له مطالباتو د ناوړه استفادې او په عراق او لبنان کې د بلواوو د جوړولو او په اسلامي هیوادونو او د مقاومت په محور کې د تفرقې د جوړولو د هڅو په وجه وغندل.
په پریکړه لیک کې د دښمنانو د دسیسو په وړاندې د سیمې د هیوادونو په تیره بیا د عراق او لبنان د خلکو د هوښیارۍ په ضرورت ټینګار شوی دی.
*/*/*/*/*/*/*/*
اوس ایران ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د عربستان باچا ته د ایران د ولسمشر د پيغام خبر راخیستی دی او د حسن روحاني له قوله یې لیکلې دي: ایران د سیمه ایزو شخړو کمولو ته جدي دی.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامی ایران د ولسمشر د دفتر مسئول محمود واعظی په یولړ څرګندونو کې د ایران او عربستان د اړیکو په باب وئیلی دی ، دواړو هیوادونو په تیرو وختونو کې ښې اړیکې درلودلی ،خو د امریکا د درز او اختلاف اچونکو سیاستونو په دلیل دسیمې هیوادونه تر دباؤ لاندې دی . هغه ووئیل البته اوس د امریکا سیاستونه په ډاګه شوې دي او ګاونډي هیوادونه متوجه شوی دی چې دسیمې د آرامښت او د درز او تفرقې او د جنګ جګړو د ټغر د ټولولو لپاره له سیمه ایزې سولې پرته بل هیڅ لاره نشته او ایران ددغه مهم یو مخکښ قدرت دی .
هغه د امریکا دسیاستونو په وړاندې دې دسیمې دنوی کړچار خبر ورکړ او وې وئیل ، عربستان ته تازه امریکائی ځواکونو ورتلل هم دسیمې په هیوادونو ددباؤ د اعمالولو او د درز اچونې لپاره د امریکا دسیاستونو دوام دی چې د سیمې د امنیت دتامینو په باب دخبرواترو لپاره د سیمې د یوادونو له وروستی کړچار سره به په چورلټ ډول دغه سیاست هم ماته وخوری . محمود واعظی په دوام کې وئیلی دی ،مونږ نه یوازې سعودی عربستان ته ،بلکې د سیمې د رستو هیوادونو ته د خبرواترو د کرښې د رامینځةکولو لپاره روښانه پیغام ورکړی او دایران خارجه وزیر هم د اختلافاتو د حل لپاره دسیمې درستو هیوادونو ته مکتوبی پیغام ورکړی ، چې په سیمې کې د ملګرتیا او همغږۍ په اساس د آرامښت دبیرته ستنولو لپاره د مونږ دنوښت او ټینګار ښودنه کوی .
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د ایران د ایټمي فعالیتونو په لړ کښې د ir 6 ډوله ماډرن سانټریفیجونو د فعالیت د پیلولو په هکله د ایټمي انرجۍ د ادارې د مشر علي اکبر صالحي خبرې د خپل وړومبي سرټکي په توګه راخیستې دي.
خبر زیاتوي چې د ایران داسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ ادارې مشر علی اکبر صالحی پرون ناوخته د ایران په نطنز کمپلیکس کې دیورانیمو دپخولو په برخې کې د آئی آر 6 نومې دنوی ماډرن سنټرفیوژ ددیرش کړه ایزې لړۍ د افتتاح په دستورو کې پخپلې وینا کې ووئیل دغه سنټرفیوژونه د لومړنی ماډل سنټرفیوژونو په مقابل کې لس برابره زیات دیورانیمو پخولو کار ترسره کولی شی .
علی اکبر صالحی د دې خبرې په کولو سره چې دایران د یورانیمو دپخولو ظرفیّت اته زره شپږ سوه شپیتو ته رسیدلی دی وویل، د ا یران دیورانیمو تولید چې د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې د ژمنتیاؤ د کمیدا له دریم ګام مخکې ،په ورځې کې کابو څلور سوه پنځوس ګرامه ؤ ، اوس په ورځ کې څه دپاسه پنځه زره ګرامو ته رسیدلی دی .
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر د دې خبرې په کولو سره چې د ایران د یورانیمو پخول ترکلونو پورې په آئی آر 1 نومې لومړنیو مشینونو سره ترسره کیدل، روښانه کړې ده ، هغه کار چې اوس ترسره شوی ، ټاکل شوې وه تر راتلونکو څلورو کلونو پورې ترسره شی ، خو هغه سیاسی مشکل چې لویدیځ د ایران لپاره رامینځةکړی ، لامل شوی څو د ایران د اسلامی نظام لوړپوړی مسئولان دغه فیصله وکړی .
صالحی ټینګار کړی ، د ایران ایټمي سائنسدانان خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
کابل چاپ
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ د ټاکنو او د پایلو د ممکنه ځنډېدا او دغه شان د سولې د سیمه ییزې اجماع په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
اصلاح:
اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، دا ځل د ټاکنو د پایلو ځنډ په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ولایتونو کې د مشکوکو صندوقونو د رایو شمېرلو لړۍ پيل کړه.
لیکوال اندېښنه ښيي او لیکي، د پایلو د اعلان چمتوالي ته کارونه پڅ روان دي.
د لیکوال په اند، ممکن د رایو د پایلو دوهم مهال ویش هم نقض شي، چې دا مسئله خلکو ته د منلو وړ نه ده.
د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي، چې کمېسیون دې په ټاکنو د خلکو د باور او شفافیت لپاره دې هر څومره ژر چې کیږي، خپل کارونه چټک او پر خپل وخت یعنې د عقرب په ۲۳ مه د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي په ټاکنو کې د خلکو ګډون د نفوسو په کچه په سلو کې ۱۵و، د لیکوال په باور اوس پوښتنه پیدا کیږي، چې خلکو هغه هېوادنی مسوولیت ادا کړی، کوم چې لري یې او که نه؟
لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي، دا په دې معنی چې په افغانستان کې پنځلس فیصده خلک په ولسواکۍ باور لري او بس.
کابل چاپ یوشمېر نورو ورځپاڼو بیا د سولې د خبرو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.
هېواد:
د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د سولې لپاره، سیمه ییزه اجماع ضروري ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې سوله، امنیت او ثبات نه یوازې د افغانانو، بلکې د ګاونډیانو، سیمې او نړۍ لپاره هم دېر مهم او د اهمیت وړ دی.
د لیکوال په باور له بده مرغه، چې له ملي او نړیوالې اجماع سره سره، په ګاونډ او سیمه کې یو شمېر لوري شته چې په افغانستان کې له امنیت او ثبات سره مخالفت کوي.
د هېواد د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي، چې ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه او نور ارګانونه باید په دې کار وکړي او په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري دې ته اړ او متوجې کړي، که دا اجماع رامنځته نشي، نو سوله امکان نه لري.
د لیکوال په باور افغانستان په جګړه کې د سیالو هېوادو ګټې دوامداره نه شي پاتې کېدای، په دې کې خپله رقیب لوري زیان ویني او یوه ورځ به داسې هم راشي، چې دا لوري د خپلې ترهګرۍ له امله هرڅه له لاسه ورکړي.