ايران د اسرائيلو په وړاندې د فلسطين حقيقي ملاتړے
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85892-ايران_د_اسرائيلو_په_وړاندې_د_فلسطين_حقيقي_ملاتړے
د ايران ولسمشر وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د فلسطين له خلقو څخه په دفاع کښې له صهيونېسټ رژيم او امريکې سره د مقابلې په وړاندې صف کښې دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 14, 2019 14:37 Asia/Kabul
  • ايران د اسرائيلو په  وړاندې د فلسطين حقيقي ملاتړے

د ايران ولسمشر وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د فلسطين له خلقو څخه په دفاع کښې له صهيونېسټ رژيم او امريکې سره د مقابلې په وړاندې صف کښې دے.

ډاکټر حسن روحاني نن په تهران کښې د اسلامي وحدت درې دېرشم نړيوال کانفنرس کښې فلسطين او قدس شريف د اسلامي نړۍ مهمه موضوع وبلله او د فلسطين د مسئلې د هېرولو لپاره د امريکې او صهيونېسټ رژيم سياستونو ته په اشارې سره وويل،اسلامي نړۍ به دښمنانو ته اجازه ورنکړي چې د اسلامي نړۍ د وړومبنۍ مسئلې په توګه د فلسطين موضوع هېره کړي.

فلسطين او قدس شريف ته د اسلامي نړۍ د وړومبنۍ مسئلې په توګه تل په تهران کښې د اسلامي وحدت په کلني کانفرنس کښې پاملرنه شوې ده او دا چاره د فلسطين له مظلوم ملت څخه په ملاتړ کښې د ايران د بهرني سياست د اهميت ښودنه کوي.

د اسلامي انقلاب په کاميابۍ سره له فلسطين او قدس شريف څخه ملاتړ د ايران د اسلامي جمهوريت د سياست يو اصلي وړومبيتوب تعريف شو او د قدس د نړيوالې ورځې په توګه د روژې د مبارکې مياشتې د وروستۍ جُمعې نومول په اسلامي نړۍ کښې د فلسطين د مسئلې د اهميت ښودنه کوي.

د ايران د اسلامي جمهوريت بنسټ اېښودونکے حضرت امام خميني (رح) د فلسطين د بنيادي مسئلې د ژوندي ساتلو او د هغې نړيوال کولو په هدف سره هر کال د رمضان د مبارکې مياشتې وروستۍ جمعه د قدس د نړيوالې ورځې په توګه ونوموله.

د امام خميني (رح) د مسلمانانو وړومبۍ قبلې ته د خاصې پاملرنې لپاره د اسلامي ملتونو او د نړۍ د نورو آزادي غوښتونکو په بېدارولو سره د فلسطين او قدس شريف په خلاف د امريکې او صهيونېسټ رژيم دسيسې له ماتې سره مخامخ کړې دي.

د اسلامي ملتونو بېداري نن له بل هر وخت نه زيات د وخت ضرورت دے، ځکه چې صهيونېسټان د امريکې د څرګندو ملاتړونو او د ځينو عربو رژيمونو د سازبازونو په سيوري کښې د فلسطين د مسئلې د ګوښې ته کولو په لټه کښې دي.

له تل ابيب نه نيواکي قدس ته د امريکې د سفارت  اوړل، د پېړۍ د معامله نومې منصوبې مطرح کول او له اسرائيلو سره د ځينو عربو ساز باز يو ګډ هدف لري او هغه هم د صهيونېسټ رژيم د متزلزل رژيم لپاره د امن حاشيې په رامنځته کولو، د فلسطين د مسئلې په هېرولو او د اسلامي ملتونو د ګډ دښمن ځاے پر ځاے کولو کښې دے.

صهيونېسټان د سيمې د ملتونو او د اسلامي هېوادونو د ګډ دښمن په توګه په تېرو اوياو کلونو کښې د ځينو عربو د سازباز او د امريکې د ملاتړ په سيوري کښې کوشش کوي له ايرانه په ويرولو سره د اېشيا د لويديځ په سيمه کښې خپل اهداف مخ په وړاندې بوځي.

په داسې حالاتو کښې او دې ته په پام سره چې په تېرو دريو لسيزو کښې په سيمه کښې د هر جنګ او قتل عام سبب امريکه او صهيونېسټ رژيم ؤ او دے د صهيونېسټانو د نوې دسيسې په وړاندې ضروري ده د اسلامي ملتونو وحدت او د هغوي بېداري ضروري ده.

هم هغه ډول د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په تهران کښې د اسلامي وحدت په درې دېرشم نړيوال کانفرنس کښې تاکيد وکړ، ځوان نسل پکار دي دا خبره درک کړي چې امريکه د سيمې د ملتونو او مسلمانانو دوسته نه ده او نه به وي او د سيمې د مسائلو هوارے پکار دي د خلقو لخوا ترسره شي او فلسطين پکار دي د فلسطينيانو او د سيمې د اتلو مسلمانانو په لاسو آزاد شي.

له قدس نه واخلې تر غزې پورې په فلسطيني زمکو کښې وروستيو بدلونونو ته په پام سره د مسلمانو ملتونو بېداري او يووالے او د فلسطين له مظلومو خلقو څخه د هغوي ملاتړ به د صهيونېسټانو د هرې دسيسې مخنيوے وکړي.

په همدې زمينه کښې د اسالمي مذاهبو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې مشر آيت ا... محسن اراکي د فلسطين له مقاومت څخه هر اړخيز ملاتړ د ټولو دنده وبلله او وې ويل، اسلامي وحدت د فلسطين په خلاف د مستکبرانو دسيسې شنډوي.

---------