د بشری حقوقو دروغجن مدعیان دې د جنایتونوپه دلیل محاکمه شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85935-د_بشری_حقوقو_دروغجن_مدعیان_دې_د_جنایتونوپه_دلیل_محاکمه_شی
داسلامی وحدت در ې ورځڼۍ درې دیرشم نړیوال کنفرانس د مسجد الاقصی په د فاع کې د اسلامی امت د وحدت په شعار سره د نړۍ د نوی هیوادونو دڅه دپاسه څلور سوه سیاسی مذهبی شخصیتونو او پوهنتونوالو په ګډون سره بیګا پای ته ورسید
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2019 01:34 Asia/Kabul
  • د بشری حقوقو دروغجن مدعیان دې د جنایتونوپه دلیل محاکمه شی

داسلامی وحدت در ې ورځڼۍ درې دیرشم نړیوال کنفرانس د مسجد الاقصی په د فاع کې د اسلامی امت د وحدت په شعار سره د نړۍ د نوی هیوادونو دڅه دپاسه څلور سوه سیاسی مذهبی شخصیتونو او پوهنتونوالو په ګډون سره بیګا پای ته ورسید

زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران د قضایه قوې مشر حجةالاسلام ابراهیم رئسی  بیګا په تهران کې د اسلامی وحدت د درې دیرشم نړیوال کنفرانس  په پایزو  دستورو کې  ووئیل،هغه څه چې  د بشری حقوقو مدعیان  په تیره بیا امریکایان او دهغویمتحدان ئې په یمن،فلسطین ،افغانستان او داسلامی نړۍ  په ګوټ ګوټ کې د بې ګناه خلکو په ضد کوی،جنایتونه دی  او باید  په همدې دلیل  تعقیب او  محاکمه شی .

هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې  د تورن په ځای د امریکا او لویدیځ تعقیبونې ،د اسلامی نړۍ د درستو متفکرانو او  حقوق پوهو دنده ده  ووئیل ؛ د نړیوالو تړونونو په اساس نن سبا  دبشریّت په ضد  تر ټولو ستر جنایتکار امریکایان او صهیونیسټان دی .

 د ایران دقضایه قوې مشر  دفلسطین موضوع ته په اشارې سره  وئیلی ،اوس  په فلسطین کې برلاسی  او د نبی  مکرم (ص) په تعلیماتو اوپه  الهی  دین او  ارزښتونو مشتمل    د عمل نوښت د فلسطین  له مجاهدینو سره ښائی .

حجةالاسلام ابراهیم ریسی  د فلسطین او قدس آزادی په بشپړ ډول  شونی وبلله او ټینګار ئې وکړ، فلسطین او د قدس آزادی  د اسلامی نړۍ لومړنی لومړیتوب دی .

حجت الاسلام والمسلمین "سید ابراهیم رئیسی" آزادی فلسطین و  قدس را کاملا قابل دستیابی ارزیابی و تاکید کرد، فلسطین و آزادی قدس اولویت نخست جهان اسلام است. داسلامی وحدت در ې ورځڼۍ درې دیرشم نړیوال کنفرانس د مسجد الاقصی  په د فاع کې د اسلامی امت د وحدت  په شعار سره د نړۍ  دنوی هیوادونو  دڅه دپاسه  څلور سوه  سیاسی مذهبی شخصیتونو او پوهنتونوالو په ګډون سره  بیګا پای ته ورسید