ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د لوې څارنوال له خولې په غټو ټکیو لیکلې دي: ۳۰۰ وژلې او ۷۰۰۰ نیونې نه تاییدوم.
ابرار د دې خبر په تفصیل کښې لیکلې دي چې د ایران لوی څارنوال محمد جعفر منتظری په ایران کی د وروستیو بلواګانو د نیول شویو د زیات شمیر کسانو د خوشی کیدا خبر ورکړ او ویې ویل: د وروستیو پیښو د نیول شویو او وژل شویو په هکله خپرې شوې شمیرنې هیڅ اعتبار نه لري.
ښاغلي منتظري په دې هکله جوته کړه هغه کسان چی له ایرانه بهر دي، د دغو پیښو په اړه معلوماتو او شمیرنو ته هیڅ لاس رسي نلري په همدې وجه د هغو احصائیې باوري نه دي.
په ایران کی د پټرولو د بیې د اصلاح د طرحې اجرا کیدا په تهران او د ایران په ځینو نورو ښارونو کې د خلکو د سوله ایز اعتراض سبب شوه ، له بلې خوا یو شمیر روزل شویو بلوه ګرو د اعتراض کونکیو خلکو ترمینځ په شتون سره د خلکو شخصي او عمومي شتمنۍ، حتی بانکونو، امبولنسونه، د ټرانسپورټ برخې او حتی د روغتون د بیړنیو مرستو برخو ته تاوان ورسوه .
په عین حال کی د ایران د اطلاعاتو وزارت په وروستیو بلواګانو کې د امریکې په سي، آیي ، ای پورې اړونده د یو شمیر عناصرو د نیولو خبر ورکړی دی.
*/*
جمهوري اسلامي:
له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د چین د خارجه وزیر د سیاسي چارو د مرستیال سید عباس عراقچي خبره راخیستې ده چې وايي: له ایټمي موافقې د امریکې د وتنې اقتصادي شوک غلی شوی دی.
عراقچي چې چین ته په سفر تلی دی، وویل: له چین سره ډیرې ښې او مخ په پراختیا اړیکې لرو او له هغو شوکونو سره سره چې له برجامه د امریکې له وتلو وروسته زمونږ له اقتصادي شریکو هیوادونو سره مو اقتصادي اړیکو ته ورسیدل، دغه شوکونه اوس ختم شوې دي او له خپلو اقتصادي انډیوالانو په تیره بیا له چین سره په اړیکو کښې ځینې نوې لارې چارې لرو.
د ایران مرستیال خارجه وزیر د بیجنګ په هوايي ډګر کښې زیاته کړه: ځینې نوې طریقې پيدا شوې دي او له چین سره په اړیکو کښې د باثباته اقتصادي حالاتو ته په ستنیدو یو خو ضروري ده چې خنډونه ختم کړو او د دواړو هیوادونو اقتصادي اړیکې تر لوړې کچې ورسوو.
*/*
کیهان:
اوس هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه راخلو خو ځینو بهرنیو خبرونو ته یې یوه ځغلنده کتنه کوو. کیهان په وړومبي مخ یو خبر کښې لیکلې دي: د انګلیسي پوځیانو خودکشۍ یا ځان وژنې ډیرې زیاتې شوې دي.
خبر زیاتوي چې له امریکې وروسته اوس په انګریز پوځیانو کښې هم د ځان وژنې کړکیچ ډیر زیات شوی دی. معلومه نه ده چې په دې وروستیو کلونو کښې د انګلستان څومره زړو پوځیانو خودکشي کړې ده ځکه چې د دغه هیواد وزارتخانه د پخوانیو عسکرو ترمینځ د ځان وژنې پیښې نه ثبتوي.
کیهان په یو بل خبر کښې د یمن د انصار ا... غورځنګ له قوله لیکلې دي: عربستان له یمنه د شاتګ په لټه کښې دی خو اسرائیل او امریکا یې نه پریږدي.
خبر زیاتوي چې له انصار ا... غورځنګ سره د عربستان مذاکرات د ډیرو رسنیو له خوا تایید شوې دي. عربستان په آرامکو او جیزان باندې د انصار ا... له دوو سختو حملو وروسته دې نتیجې ته ورسید چې پکار دي د یمن د انقلابیانو په وړاندې د تسلیم سپين بیرغ پورته کړي خو ښايي دا کار د امریکې او صهیونیسټي رژيم نه خوښیږي او هڅه کوي د عربستان د شاتګ په لاره کښې خنډونه واچوي.
د انصار ا... غورځنګ د سیاسي شورا غړي محمد البخیتي ویلې دي چې سعودي ائتلاف د یمن خلاف جنګ د بندولو په هکله خپل دریځ بدل کړی دی خو صهیونیسټي رژيم او امریکا یې مخه نیسي.
کیهان په یو بل خبر کښې لیکلي چې په ایران کښې د ایران انټرنیشنل په نامه د بریطانیې په فارسي ژبي چینل پورې اړوند کسان او کارکونکي ونیول.
د ویلو ده چې دغه سپوږمکیز چینل چې له بهر څخه په فارسۍ ژبه پروګرامونه او خبرونه خپروي، تل د ایران خلاف منفي دریځ لري او زیاتره دروغ خبرونه خپروي. په دې وروستیو کښې هم د ایران په مختلفو ښارونو کښې د رامینځته شویو پيښو په اړه یې ډیره ستره پروپاګنډا وکړه او غواړي د ایران خلک په خپلو دروغو خبرونو سره وغولوي.
*/*
کابل چاپ ورځپاڼې:
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره په ټاکنیزو مسایلو او له طالبانو سره د اوربند په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.
ویسا
ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې، له لاریونونو څخه څه ترلاسه کېدای شي؟
لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي، لاریونونه ځکه ټاکنیزه ستونزه نه شي هوارولای، چې د ټاکنو بنسټ کوږ کېښودل شوی.
د سرمقالې د لیکوال په اند د افغانستان د ټاکنو پروسه په لوی لاس د بهرنیانو لاسو ته ور اچول شوې، چې اوس به یې وروستۍ پریکړه د ۲۰۱۴ میلادي کال په څېر هغوی کوي.
د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي، تر څو چې ولس د ریښتیني زعامت او یوه محور خاوند نه شي، لوبه به د بهرنیانو وي، سوله اوجګړه به د دوی د ګټو په رڼا کې تعریفېږي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې ټینګار کړی، چې د ټاکنو له کمېسیون سره باید همکاري وشي.
په سرمقاله کې راغلي، وړاندې له دې چې د ټاکنو کمېسیون وروستۍ پایلې اعلان کړي، ټاکنیز ټیمونه، د څار ملي او نړیوال بنسټونه او ملګري ملتونه باید له کمېسیون سره مرسته وکړي، څو پاتې رایې ژر تفتیش او بیا وشمېرل شي، څو ملت له دې ستونزې خلاص شي.
کابل چاپ یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا له طالبانو سره د امریکا او افغان حکومت د اوربند د غوښتنې په اړه تبصرې کړې دي.
ملي ارمان
د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، طالبان له بهرنیانو سره اوربند کوي او له افغانانو سره جنګیږي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، کله چې د امریکا ولسمشر افغانستان ته راغلی و او په خپلو خبرو کې ویلي و، چې طالبان اوربند ته تمایل لري، طالبانو د ټرمپ خبرو ته په ځواب کې ویلي، چې له امریکا سره د سولې په مذاکراتو کې اوربند ته خوشبینه دي، خو له افغان حکومت سره د اوربند مساله به په بین الافغاني خبرو کې روښانه شي.
انیس
انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره اوربند یوه مناسب لاره ده.
د سرمقالې لیکوال په طالبانو غږ کوي، که چېرې په افغانستان کې د سولې په لټه کې وي، د سولې د خبرو د پیل لپاره دې لومړی اوربند ومني او ورسته دې مشروع غوښتنې د سولې په میز مطرح کړي.
سرخط
سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د سولې په مساله کې اوربند د افغانانو جدي او تل پاتې غوښتنه ده.
په سرمقاله کې یادونه شوې تراوسه چې د سولې په اړه څومره مذاکرات شوي، ښکېل ټول لوري په دې نه دي توانېدلي چې اوربند ته لاره هواره کړې.
د سرمقالې په پای کې په ټینګار سره راغلي، له اوربند پرته هر ډول مذاکرت به په هېواد کې سراسري سوله تامین نه کړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/
ترجمه او برابرونکی: عبدالماجد درانی