د افریقې په لویدیځ کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت زیاتوالی
داعش او بوکوحرام ترهګرو ډلو په لویدیځې افریقې کښې خپل ترهګر فعالیتونه زیات کړې دي.
په وروستي اقدام کښې داعش ترهګرې ډلې د یو ویډیو فایل په خپرولو سره د کرسمس په ورځو کښې د ۱۱ عیسایانو د وژلو خبر ورکړ. د مقتولانو د هویت په هکله کوم معلومات نه دي خپاره شوې خو ویل کیږي چې ټول هغه سړي وو چې په وروستیو اونیو کښې د نایجیریا د شمال ختیځ په بورنو ولایت کښې برمته کړی شوې وو. د داعش په وینا دغه وژله د داعش د مشر ابوبکر البغدادي او د دغې ترهګرې ډلې د ویاند ابوالحسن المهاجر د وژلې په بدل کښې شوې ده. په یو بل اقدام کښې ترهګرو تیره اونۍ د بورکینافاسو د شمال په سووم ولایت کښې په یوې پوځي اډې باندې په حملې سره لږترلږه ۱۲۲ تنه قتلِ عام کړل.
د بوکوحرام ډلې ترهګرو له ۲۰۰۹ کال راهیسې په نایجیریا، کامرون، نایجیر او چاډ هیوادونو کښې له شلو زرو زیات کسان وژلي او څه باندې دوه میلیونه یې کډه په سر کړې دي. د ملګرو ملتو د رپورټ له مخې د بوکوحرام ډلې تاؤتریخوالي د یو ډیر سخت انساني کړکیچ د رامینځته کیدو او سمدستي مرستو ته د نایجیریا د میلیونونو خلکو د فوري اړتیا سبب شوې دي. دغې ډلې له داعش سره په بیعت کولو سره خپلې حملې د لویدیځې افریقا مختلفو هیوادونو ته پراخې کړې.
ملګرو ملتو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: په بورنو صوبه کښې ترهګرو ډلو زیات شمیر ملکي وګړي وژلي او ډیر یې تښتولې دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د نایجیریا، کامرون او چاډ په شان د لویدیځې افریقې زیاتره هیوادونه له مودو راهیسې په سیمه کښې د ترهګرو ډلو د ختمولو په لټه کښې دي خو تراوسه یې کومه خاص بریا نه ده ترلاسه کړې داشان چې د بوکوحرام له ترهګرو سره په پریکنده مقابله کښې د هغوي ناتواني په سیمه کښې د هغوي د نښتو د ستومانه کونې او د افریقې لوې وچې نورو سیمو ته د ترهګرو فعالیتونو د پراختیا د خطر د زیاتیدو سبب شوې ده.
په افریقې کښې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو دوام له کورني او بهرني دوو اړخونو څیړلی شو. له کورني نظره، د نایجیریا د ولسمشر محمد بوهاري په شمول چې په انتخاباتو کښې یې د بوکوحرام د ختمولو ژمنه کړې وه، د لویدیځې افریقې د هیوادونو د چاروکو له شعارونو سره سره، په دې لړ کښې عملي کار نه دی شوی. د بودجې کمی، د کارنده او پوره پولیسو نشتوالی، کورني اختلافات، اقتصادي ستونزې، بې وزلي او بیکاري او تر پردې شاته جوړجاړي سبب شوې دي چې بوکوحرام د نایجیریا په شمالي سیمو کښې هم هغه شان فعالیت ولري او خپل فعالیتونه نورو سیمو ته هم پراخ کړي.
د بهرني سیاست له نظره هم په سیمه کښې بهرنیو لاس وهنو د ترهګرو ډلو فعالیت زیات کړی دی. په دغې سیمې کښې د نفوذ لپاره د صهیونیسټي رژیم او عربستان په شان د ځینو هیوادونو کوشش سبب شوی چې د دغو هیوادونو له خوا وسلې او جنګي سازوسامان ترهګرو ډلو ته ورورسیږي. هم داشان د فرانسې په شان هیوادونو د سیاستونو او لاسوهنو دوام د افریقا په لویدیځ کښې د بوکوحرام او داعش د فعالیتونو د زیاتولو لپاره حالات برابر کړې دي.
خو له ټولو شعارونو سره سره په دې وروستیو میاشتو کښې په نایجیریا، نایجیر، بورکینافاسو او د سیمې په ځینو نورو هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوې دي او دا نړیوالې ټولنې ته یو جدي خبرداری دی. داسې ښکاري چې افریقا د ترهګرۍ خلاف د هراړخیزې مبارزې تقاضا کوي چې یوازې د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا، د بهرنیو لاسوهنې په بندیدو او د نړیوالو ارګانونو په مرستې سره ممکنه ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*