امریکا په بې عزتۍ سره له عراق څخه وځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87360-امریکا_په_بې_عزتۍ_سره_له_عراق_څخه_وځي
زمونږ خبریال وايي د امریکا سي این این ټیلي ويژن له عراق څخه د واشنګټن د عسکرو د وتلو لپاره زیاتیدونکو دباونو ته په اشارې سره وویل دا د امریکا پوځ د اوږدې مودې د ماموریت لپاره له سپکاوی ډکه پایله ده داسې ماموریت چې میلیارډونو ډالره یې ضایع کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2020 12:45 Asia/Kabul
  • امریکا په بې عزتۍ سره له عراق څخه وځي

زمونږ خبریال وايي د امریکا سي این این ټیلي ويژن له عراق څخه د واشنګټن د عسکرو د وتلو لپاره زیاتیدونکو دباونو ته په اشارې سره وویل دا د امریکا پوځ د اوږدې مودې د ماموریت لپاره له سپکاوی ډکه پایله ده داسې ماموریت چې میلیارډونو ډالره یې ضایع کړي دي .

سي این این ټیلي ويژن نن په یوه (۱) راپور کښې په لویدیځې اسیا کښې د اوږدو جنګونو د ختمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ پوچو ژمنو ته په اشارې سره وویل له عراق څخه په زوره د امریکا د پوځیانو  ایستل به په عراق کښې د امریکا د پوځ د اوږدې مودې د ماموریت له سپکاوي ډک ماموریت وي داسې ماموریت چې د امریکا د مالیاتو ورکونکو په میلیارډونو ډالره یې ضایع کړي او  د امریکا په زرګونو عسکر یې هم وژلي  هم دي .

د سي این این ټیلي ويژن په راپور کښې ویل شوي دي د عراق د پارلمان غړي چې  له ایران سره پیاوړي اړیکې لري په عراق کښې د امریکا د پوځيانو دشتون د ختمیدا بهیر پیل کړی دی او دا د جنرال سلیماني ټرور ته سخت غبرګون دی .

دغه راپور وايي چې په عراق کښې د امریکا او  دبغداد ټول ګډ پوځي عملیات ځنډیدلي دي او لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ټینګار کړی دی چې د امریکا د پوځيانو وتل د هیواد له خلکو د ملاتړ یوازنۍ لاره ده .

سي این این ټیلي ويژن زیاته کړه د امریکا په اپوټه ایران د عراق په هکله پایداره او پیاوړي ستراتیژۍ لري او د جنرال سلیماني ټرور د  ایران د اوږدمهاله هدفونو په ګټه دی  یعني له سیمې د امریکا د پوځیانو وتل دي .