Feb 03, 2020 12:56 Asia/Kabul
  • پېغمبران، د زړونو بې سياله واكمنان

د چين مذهبي جرړه په پخوانيو پادشاهانو؛لكه هوانګ تي تو فوهسي او شن نونګ كې ده. د چين دوه ستر پېغمبران لاتزو او كنفسيوس دي.

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

(سیمای محمد، لیکوال: ارواښاد ډاکتر علي شریعتی)
پېغمبران،د زړونو بې سياله واكمنان،د تاريخ وحشي او سر غړونكي تر خپل رام لاندی لري ،د هغوی واګې يې په لاس كې نيولي  او پر يوې ناپيدا كوړې د ضربو انګازه يې اوس هم كله كله تر اسمان لاندی اورېدل كېږي ،د بشر ستر كاروانونه يې مخكې كړې دي.د تاريخ د خولې وينا ده، چې هر كله چې كوم كاروان  لار وركه كړې او يا مخكې نشو تللى؛نو يو له دی سيرو څخه به له يو ناڅرګند ګوټه راپيدا كېده  او قوم به يې مخكې بوتله او يا به يې نوې لار ورښووله.
دلته د ايمان درلودو او نه درلودو خبره نه ده؛
هر څوك چې د ځمكې پر مخ د انسان له سرګذشته خبر وي؛پوهېږي چې په كوم ښوونځي كې روزل شوی او  ښوونكي يې څوك وو.هر څوك چې د تاريخ له خلق او خوی سره يې اشنا وي؛ نو د ناچارۍ له مخې  منښته كوي، چې تاريخ د عالم تر ټولو  مذهبي موجود دی او د كارل د وينا له مخې :”اصولا تاريخي ټولنې ټولې مذهبي ټولنې وې.
دا پېغمبران په يوه پراخه ويش كې پر دوو ډلو ويشلی شو: غېرسامي پېغمبران ( ايران،هند،چين،آريايي او ژيړ) او سامي پېغمبران (چې د اسلام پېغمبر په دی ډله كې دی).
دلته خبرې ډېرې؛خو وخت كم دی؛خو له هغه څه نه ، چې بې ویلو تېرېداى نشم،ددی دوو ډلو  طبقاتي جرړه ده ،چې د ټولنپېژندی پر بنسټ د هر مذهب يا انديال طبقاتي تحليل يو علمي او متوديك آر دی،چې هر څوك ناچاره دی، چې لاس ته راوړيو پايلو ته غاړه كېږدي،چې د علمي مسالو د څېړنو منطقي او نړيواله لار هم داده،ان د انساني علومو لپاره هم دا لار كارول كېږي.له دی چې راتېر شو ؛نو د هرې وګړې يا مذهب طبقاتي جرړه او ټولنيزه فضا پېژندل نه يواځې د هغوی په هكله  زمونږ قضاوت او معرفت دقيقوي؛بلكې زمونږ قضاوت او معرفت ته ژورتيا او ډاډ هم وركوي او له شبهو او تعصباتو په ځانګړه بيا له پېشداوريو نه ،چې د علمي څېړنو ناروغي ده_په ځانګړه بيا كله چې د مذهب خبره هم وي_ لرې ساتي؛بلكې د يوې مسلې مجهولې او ناڅرګند اړخونه،چې له دی لارې پرته د حل لار نه لري ،مونږ ته رابرسېروي.
د دوو اريايي او ژيړتوکمو ستر پېغمبران  زرتشت دی او بودا او لاتزو او كنفسيوس.
په دی كې هېڅ شك نشته،چې د كنفسيوس لار د لاتزو پر خلاف او د بودا مذهب له زرتشت سره په ټکر کې  و .
د كنفسيوس پام ټولنې ته او د لاتزو وګړي ته دى؛ هغه بهر ته او دا دننه. زرتشت ژوند ته مخه كوي او بودا ترې تښتي.هغه روښانه او خوشبينه نړۍ ليد لري او دا تياره او بدبينه؛زرتشت د  لګېدلي اور پېغمبر دی او او بودا د مړ اور غوښتونكی (نيروانا) دی.يو ټولنپېژندونکي ته اړپېچونه او ان ټکرونه مهم نه دي. څه چې ورته مهم دي،د غوښتنو جنس، د دردونو ډولونه  او د اړتياوو د لرې کولو طريقه ،د دردونو درمل ،اندنه،د احساس نړۍ  او د مذهبونو  انساني او ټولنيز چوكاټ دى. هغه څه چې ددی دينونو او پېغمبرانو د حال په شرحه او تاريخ كې د ټولنپېژاند پام ځان ته را اړوي، دادی چې ويني چې دا پېغمبران  بې له كومې استثنا،هو،بې له كومې استثنا ټول د ټولنې شتمن وو: شاهزادګان ،او ……..
مهاويرا  د جينيزم د مذهب بنسټګر _چې له بودا څخه يې يو نسل مخكې ظهور وكړ (ګاندي هم ددی مذهب لاروى و) د هند له شتمنو او واكمنانو څخه و  او پلار يې په شپږمه ق م كې سلطنت درلود. بودا هم د كاشات ريا له  طبقې او د ساكيا له سلطنتي كورنۍ ځنې  و.د ماګادها د لړۍ پادشاه اشوكا د هغه د مذهب دودونکی و(دريېمه پېړۍ  ق. م) شاهزاده ماهيندا د بودا مذهب په سيلان كې دود كړ.مينګ ټي د هان د لړۍ خاقان (لومړۍ پېړۍ .م) دا مذهب چين ته يووړ. د كوريا سلطنتي دربار د بگودا مذهب د جاپان دربار ته يووړ او د سوګا كورنۍ،چې د جاپان صدراعظم له هغوی څخه و، هغه دود كړ  او بالاخره شوتو كوتي شي  د جاپان امپراطور هغه په خپل هېواد كې تبليغ كړ.ايلخان مغول قوبلاي خان تبت ته خپل كسان ولېږل او د بودا دين يې خپل دربار ته  راووړ.
د هند د نوي دين سيكهېزم بنسټګر ،نانك (پينځلسمه  م پېړۍ) دی،چې د كاشاتريا له طبقې او سلطنتي كورنۍ څخه دی. ګوريء ،چې څنګه په هند كې مذهب په سلطنتي كورنيو كې ظهور كوي او په ټول هند او په لرې خاور كې په سلطنتي كورنيو كې لاس په لاس كېږي.
د جنيزم او د بوديسم په دوو مذهبي  لړيو کې ټول بنسټګر،مشران او سمونپالان ټول د كاشات ريا له طبقې څخه دي.
په لرې خاور كې د مذهب اشرافي جرړې لا پسې نورې هم غښتلې دي.
د چين مذهبي جرړه په پخوانيو پادشاهانو؛لكه هوانګ تي تو فوهسي  او شن نونګ  كې ده.
د چين دوه ستر پېغمبران لاتزو او كنفسيوس دي.
لاتزو چې د تاوييزم بنسټګر دی( اوومه ق.م پېړۍ) د خاقان لويانګ په دربار كې يې د اسنادو د خزانه دارۍ دنده او منصب درلود.
كنفسيوس هم د پخواني اشرافي ولايت لو له كورنۍ ځنې و. په شل كلنۍ كې د ولايت لو دربار ته ورننووت  او بيا د موسيقۍ پر ښوونه بوخت شو او د شاهزادګانو ښوونكی شو.په پنځوس كلنۍ كې د پادشاه وزير اعظم شو.
په ايران كې زرتشت د ستر زميندار زوى و. وروسته له دی چې د خپل دين پر تبليغ لاس پورې كوي ،له  لويديځ (آذربايجان ) نه ختيځ (بلخ) ته په ګشتاسپ پسې راځي او د بلخ پادشاه او شاهزادګان يې لارويان كېږي ،په دربار كې دوه ورونه  وو ،چې يو خپله لور زرتشت ته وركوي او بل د زرتشت له لور سره واده كوي ،چې له دې لارې يې له دربار سره اړيكې غښتلې او تر پاى پورې  په همدی دربار كې پاتېږي .
ماني هم د ايران له نجيبانو ځنې و ،چې مور يې اشكانى شاهزادګۍ وه او د يوې وينا له مخې پلار يې فاتك هم له اشكانيانو ځنې و،چې د ماني د زوكړې پر مهال يې سلطنت درلود.
د مزدك د دين ړومبى بنسټګر زرتشت يا بندس د ماداريا له نجيبانو ځنې و
له دې ځاى نه دي، چې د هر څه خټه او برخليک را برسېرېږي او د وړاندوينې دين څه شى دی؟
د احكامو،عواطفو او ګروهو ټولګه . هغه احكام ،چې پردې عوطفو او ګروهو  ولاړ دي. اما عواطف او عقايد ،كه و نه وايو ،چې له مخې ټول د ټولنې او په ځانګړه بيا د  ټولنيزې طبقې زوكړه ده؛نو لږ تر لږه د ناچارۍ له مخې دې منښته وكړو ،چې رنګ او په ځانګړه بيا لوری ورته ټاكي.
په ټولنه كې،هره طبقه، ژبه،احساسات،آند، روح حساسيت، لېوالتياوې هيلې او په ځانګړه توګه ځانګړی نړۍ ليد لري او په پايله كې د هغې ټولنې  دردونه او اړتياوې دي او په دې بڼه كې دين ؛يعنې د عواطفو،عقايدو او احكامو هغه ټولګه ،چې په يوه طبقه كې منځ ته راځي،څنګه كولاى شي پر شدت ځان له دې ټولو څخه غاړې ته كړي؟ نه كولاى شي،نه غواړي او نه بايد.
يو بورژوا شاعر ته وګوريء .له څه څخه ژاړي؟درد ، غوښتنې او هېلې يې څه دي؟ نړۍ او ژوند څنګه ويني؟ حتى ژبه يې د بې برخې طبقې لپاره نامفهومه ده. دوه تنه له دوو طبقو نه چې پر يوه ملي ژبه خبرې كوي،يو ټكی د دواړو لپاره يوه مانا نه لري؛اګر كه يوه مانا هم ولري ؛نو يو خوند،روح،لطافت او ارزښت به ورته و نه لري.
د يو بزګر لپاره ،چې سره له كورودانې او بچيو يې په سړه هوا او ژمي كې په خپل پټې كې كار كوي او رزق لاس ته راوړي او د هغه مرفه لپاره چې ټول ژوند په خوندونو،مزو او چړچو كې دی،ډوډۍ يوه مانا نه لري.
څه وايم؟ نه يوازې داچې دوه طبقې هېڅكله پر يوه ژبه  خبرې نه كوي،نه يوازى د يوه ټكي مانا، د يوه بېوزله او يو شتمن لپاره ،يوه نه ده ؛بلكې د يو شي د توکيز او هندسي اندازې هم د هغوی د سر په سترګو كې يو له بل سره توپير لري،چې دا خبره مشهورو ارواپوهيزو ازمېينو هم جوته كړې ده.
دا مهال وخت نه لرم چې آريايي او چيني دينونه له طبقاتي نظره د ټولنې له مرفهې طبقې له ارواپوهنې سره په ا نطباق  شننه وكړم او و ښيم ،چې څنګه فلسفي بدبيني،درون ګرايي،د نړۍ سپكاوى او هر هغه چه چې پكې دي،ذهني او اروايي كړاونه،شاعرانه او لطيف عاطفي اړتياوې ،په حساسو روحونو او سترو اندېشو پورې ځانګړې دي ،چې په شتمنو او په شتمن ژوند كې منځ ته راغلي دي .ان له دنيا نه مخ ګرځول هم د هغه روح طبيعي اروايي غبرګون دی ،چې په د دنيا كې چې هر څه دي، ترې برخمن دی او د دنيا  نعمتونو ورته زړه وهلی وي. رهبانيت  او افراطي  روحانيت او په عشقونو كې ډوبېدل،غير واقعي اړتياوې او دردونه، تل د هغه ګرېوان ته لاس ور اچوي، چې د ژوند د ټولو لارو پای ته رسېدلی وي او نورې يې سترګې پر ځمكه د هېڅ شي په تمه نه وي ؛نو ناچاره دى، چې هر تلونكی بېهوده او هر مقصد بې حاصله وګڼي؛نو ښكاره خبره ده،چې هغه چې په لوږه ، تنده، بې كورۍ، خپيبيلې پښي،بې درملۍ ،استثمار ،بند ، حقوژنې، تېري او په سلونو نورو دردونو او كړاوونو كې  اوسېږي او پوهېږي ،چې د ځمكې له پاسه او تر اسمان لاندې په زرونو  نعمتونه دي، چې ترې بې برخې دی؛نو هېڅ كله به نړۍ او هغه څه چې پكې دي، له سره پوچ او هېڅ  و نه ګڼي ،هغه چې د ژمي په سړو كې ويني چې تر راڅڅېدونكي چت لاندې يې واړه ماشومان له سړو نه ړچېږي ،هېڅكله د بودا غوندې په مړ اور پسې خپل كور نه پرېږدي ،هغه په لګېدلي اور پسې  دی، چې لمبې ووهي ،وسوځوي او تودوخه وركړي .
تصادفي خبره نه ده، چې دا پېغمبران  تر بعثته وروسته مخ په سلطنتې دربارونو شي،چې د هغوی د ملاتړ تر سيوري لاندې په ټولنه كې خپل رسالت پيل كړي .
زرتشت په آذربايجان كې مبعوثېږي ؛بې ځنډه بلخ ته مخ كوي او ځان د ګشتاسب دربار ته ور رسوي او هغه د بهي دين ته رابلي او د عمر تر پاى پورې د هغه په سلطنتي بڼ كې اړوي او د هغه د درباريانو او لشكر سره له تورانيانو سره چې د هغوی دښمن و،  پر دښمنۍ لاس پورې كوي او په همدې لار کې سر هم بايلي.
كنفسيوس، د چين د پادشاهانو ستايونكی، به تل په بازارونو كې ګرځېده،چې ځان يوه پادشاه ته ورورسوي ،منصب او واك لاس ته راوړي، چې له دې لارې د خپل ښوونځي احكام په ټولنه كې پلي كړي ، چې دې پر له پسې لټې بالاخره پايله وركړه او د (لو) د سيمې واكمن دربار ته يې  ځان  ورننايست او  ځان يې د وزارت چوكۍ ته ورساوه.
د جنيزم او بودايي مذهب پېغمبران او بنسټګر ټول له يوه مخې د هند شاهزادګان ول ،چې د هند په لرغوني هندويزم مذهب پسې را پاڅېدل .
پاینه (ادامه لري)

ټیګونه