انګلستان د سوریې پرضد بندیزونو ته دوام ورکوي
فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وویل لندن له اروپايي اتحادیې څخه له وتلو وروسته هم د سوریې پرضد د دغه اتحادیې د بایکاټونو پیروۍ کوي .
د بریتانیا خارجه وزارت وویل لندن د سوریې پرضد د بندیزونو د تنظیمولو لپاره له اروپايي هیوادونو سره نږدې ملګرتیا کوي او د روان میلادي کال په دسمبر میاشت کښې له اروپايی اتحادیې څخه په کامل ډول وتلو وروسته به هم د بندیزونو اجرا کولو ته دوام ورکړي .
اروپايي اتحادیې په تیرې دوشنبې ورځ د سوریې پرضد نوي بایکاټونه ولګول او د دغه هیواد په اتو(۸) سوداګرانو او دوو (۲) ارګانونو یې بایکاټونه ولګول .
اروپايي اتحادیې تراوسه د سوریې د یو اویا(۷۱) ارګانونو او د دوه سوه اوه اویا (۲۷۲) ښاریزو مالونه او شتمنۍ بلوکه کړي دي .
د سوریې پرضد د اروپايي اتحادیې بایکاټونه په ادلب او حلب کښې د ترهګرو ډلو له پراخې ماتي او په دغو سیمو کښې د حکومتي عسکرو له چټک پرمختګ سره په یووخت ترسره کیږي .
د سوریې پوځ په تیرې یکشنبې ورځ وروسته له دې چې د حلب په شمال کښې په «صالات اللیرمون» سیمه کښې د ترهګرو د اخري اډو کټرول په لاس کښې واخیست وتوانید چې په حلب ښار کښې په کامل ډول امنیت ټینګ کړي .
د سوریې ولسمشر بشار اسد په دې مناسبت په یوه (۱) پیغام کښې وویل دغه بریالیتوب د دښمانانو دتسلیمیدا او د دمشق پرضد د دسیسو د ناکامه کیداپه معنا دي .