د قاسم سلیماني ټرو خطرناکې پایلې لري
Feb 18, 2020 12:09 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا د پخواني حکومت د خارجه وزیر مرستیالې وینډي شیرمین (Wendy Ruth Sherman) د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان جنرال سلیماني په ټرور کښې د ولسمشر ټرمپ د حکومت جنایت له خطر څخه ډک اقدام وباله .
وینډي شیرمان چې د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما په حکومت کښې د خارجه وزیر مرستیاله وه وویل ولسمشر ټرمپ په بیلابیلو زمینو کښې له غمیزې څخه ډک عمل کړی دی او د جنرال قاسم ټرور له خطر څخه ډک اقدام وو چې امریکا او ایران یې د جنګ په درشل کښې وروستل .
هغې وویل د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت د ایران د دغه ستر پوځي قومندان په ټرور کولو سره د ایران د خلکو غبرګون راوپاروه کوم چې د امریکا د ګټو په تاوان دی .
ټیګونه