چین او هند له افغانستان سره ملګرتیا زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88102-چین_او_هند_له_افغانستان_سره_ملګرتیا_زیاتوي
تسنیم خبري اژانس وايي د چین او د هندوستان چارواکو موافقه وکړه چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پوځي ملګرتیا زیاته کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2020 00:57 Asia/Kabul
  • چین او هند له افغانستان سره ملګرتیا زیاتوي

تسنیم خبري اژانس وايي د چین او د هندوستان چارواکو موافقه وکړه چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پوځي ملګرتیا زیاته کړي .

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې (۱) خبرپاڼې په خپرولوسره د افغانستان پولیسو ته د روزنې لپاره د نوي ډیلي او د پیکینګ د ګډ پروګرام خبر ورکړ .

په دغه خبر پاڼه کښې ویل شوي دي د هند د  چین او د افغانستان د درې اړخیزه ملګرتیاو پراساس د هندوستان په «غازي اباد» مرکزي ورکشاپ کښې د روزنې په موسسې کښې د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په اولسمه (۱۷) نیټه د پولیسو د لوړرتبه افسرانو د لس (۱۰) کسیزه ټیم لپاره د ظرفیت جوړونې یو (۱) پروګرام پیل شو .

د هندوستان خارجه وزارت وویل په نوموړي روزنې پروګرام کښې په ځانګړي ډول په ټولنه کښې د پولیس ځواک د اقداماتو  بیلابیلو اړخونو ته پام شوی دی .

په دغه خبر پاڼه کښې ویل شوي دي چې دغه پروګرام د افغانستان په باره کښې د چین او د هندوستان د ملګرتیاو د ډیرې پیاوړتیا لپاره ترسره شوی دی .